• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پرلت وهونکي: د جمعې په ورځ به د سوېلي پښتونخوا زرګونه ماشومان د پرلت په ملاتړ لاریون وکړي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۴ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وايي، سبا د جمعې په ورځ د (لړم ۲۶مه) به د ماشومانو لاریون د پرلت له ځایه پیل او د چمن د امنیت د مسول تر دفتره به دوام وکړي. په دغه لاریون کې به زرګونه هغه ماشومان ګډون ولري چې عمرونه یې د شپږو څخه تر دوولسو کلو پورې وي.

د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ په غبرګون کې د پرلت نن پنج شنبه د (لړم ۲۵مه) ۲۷مه ورځ روانه ده.
د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حافظ یوسف وايي، په لاریون کې به هغه ماشومان ګډون کوي چې عمرونه يې د شپږو کلو څخه تر ۱۲ کلو پورې دي.
نوموړی وايي: «د جمعې په ورځ سهار نهه بجې به د ماشومانو لاریون وي، دیني عالمان، عام خلګ او د چمن ټول ولس دې خپل ماشومان د پرلت سیمې ته راولي، چې د خپلو مشرانو په ملاتړ د پرلت له سیمې څخه د چمن د امنیت د مسول تر دفتره په لاریون کې ګدون وکړي.«
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله یو ځل بیا د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې له خپلې پرېکړې په شا شي.
نوموړی وايي: « د چمن ولس دا ژمنه کړې، چې دا ځل به خپله غوښتنه د پاکستان په حکومت مني. موږ ماشومان په دې خاطر پرلت ته رابولو چې هغوی نړۍ ته وښیي چې د دغو ماشومانو د پلرونو پر کاروبار بندیزونه او په زور حکومت خپلې پرېکړي په هغوی مني.»
دغه پرلت وهونکو دوه ورځې وړاندې د پرلت په استازیتوب پنځه کسیزه ډله اسلام اباد ته استولې ده چې هلته د لویو سیاسي ګوندونو ملاتړ خپل کړي.
د تېرو ۲۷ ورځو راهیسې په چمن کې زرګونو کسانو د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون پرلت وهلی، چې د سپین بولدک - چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او وېزه تر سره شي.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه