• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو اسراییلي چارواکي د غزې د برید له امله «جنګي مجرمان» وبلل

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر غزه د اسراییل برید وغانده او د دغه هېواد چارواکي یې «جنګي مجرمان» وبلل. د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ ملګري ملتونه او د بشري حقونو نور سازمانونه باید په غزه کې د اسراییل «د بشریت ضد جرمونو» مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس کې پر غزه کې د اسراییل د بریدونو په هکله غربي دولتونه او سازمانونه په دوه ګوني چلن تورنوي او زیاتوي: «د غربي دولتونو او سازمانونو دوه‌ګونی چلن به دا باور لا يقيني کړي چې د دوی لپاره د بشر حقونه يوازې د يوې حربې ارزښت لري، چې د خپلو سياسي موخو لپاره يې کاروي».

طالبانو پر عربي او اسلامي هېوادونو هم بیا غږ کړی، چې د غزې په هکله په اغېزناکو اقداماتو سره «خپل ديني او انساني مسووليتونه ادا کړي».

د طالبانو په خبره؛ اسراییلي پوځ د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې قوانین ماتوي او په وروستیو کې یې پر روغتونونو هم برید پیل کړی دی.

د طالبانو دا دویمه اعلامیه په داسې مهال ده، چې پرون اسراییلي ځواکونو د غزې شفاء روغتون کې د هدفي عملیاتو خبر ورکړ.

د اسراییل پوځ نن بیا ویلي، چې په دې روغتون کې یې بیا عملیات پیل کړي دي.

د اسراییل او حماس د جګړې نېږدې یوه میاشت او لس ورځې کېږي.

که څه هم د دې جګړې د درېدو لپاره نړۍوالې ټولنې او مختلفو هېوادونو بیا - بیا پر اسراییل غږ کړی دی؛ خو تل ابیب دې غوښتنو ته له پام پرته خپل عملیات ورځ تر بلې سختوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بیا ځل راتګ وروسته برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۸ GMT+۰

بیلفاسټ ټیلیګراف د راپور له مخکې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی دی. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې برېتانیا ته د ټولو ناقانونه کډوالو په ډله کې افغان کډوال ۵ سلنه وو، چې دا کچه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ میلادي کلونو کې ۲۰ سلنې ته رسیدلې ده.

بیلفاسټ ټیلیګراف لیکلي؛ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو تر ټولو ډېر ایراني تابعیت لرونکي کډوال برېتانیا ته راغلي، چې شمېر یې ۸۰ او ۶۰ سلنې ته رسیده.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا شمېر ۲۸ سلنه، ۲۰۲۲ کې ۱۳سلنه او ۲۰۲۳ کې ۱۱ سلنې ته ورسېد.

دغه خبري اژانس لیکي: «افغان اتباع د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري میاشتې تر اکټوبره پورې برېتانیا ته د راغلو لویه ډله جوړوي، چې ټول ټال ۲۰ سلنه ده».

برېتانیا ته په ۲۰۲۳ میلادي کال د وړو کښتیو کې په هر لسو کډوالو کې ۴ یې له افغانستان، ایران او اریتریا څخه راځي.

سږکال برېتانیا ته د رسیدلو وړو کښتیو مجموعي شمېر ۲۷ زره او ۳۱۴ کښتیو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی پکې راغلی.

وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل واک تر لاسه کړ، ګڼ افغانان له افغانستان څخه ووتل، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته له ۱،۶ میلیونو څخه زیات افغانان له افغانستان څخه ووتل.

په هندي کشمیر کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۳۷ کسان مړه شوي دي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۰

هندي چارواکو ویلي، چې په هندي کشمیر کې د ۴۲ مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۳۷ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا؛ دغه بس د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) د هیمالیا پر یوه سړک له لارې منحرف شو او له ۲۰۰ متره لاندې بل سړک ته ولوېد.

تر اوسه د دې ترافيکي پېښې لامل نه دى معلوم؛ خو د پوليسو يوه افسر رسنيو ته ويلي، چې د بس مسافرانو شمېر له حده ډېر و او د بس سرعت هم ډېر و.

روغتون ته د وړل شويو څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

له دې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر اېکس ټولنیزه پاڼه له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستو اعلان وکړ.

د فرانسې د اژانس د راپور له مخې؛ هند د ټرافیکي پېښو له امله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې دا ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د سړکونو خراب وضعیت او د زړو موټر له امله رامنځته کیږي.

علي خامنه يي اسماعیل هنیه ته ویلي چې ایران د حماس په ملاتړ جګړې ته نه داخلیږي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۰

رویټرز د درېیو ایراني او حماس چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي مشر د حماس له سیاسي مشر سره په وروستۍ کتنه کې هغه ته ویلي: "تاسو موږ ته د اکټوبر د اوومې نېټې د حملې په اړه کوم خبرداری نه دی راکړی. موږ به ستاسو په ملاتړ جګړې ته داخل نه شو".

رویټرز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې علي خامنه يي اسماعیل هنیه ته ویلي، چې ایران به "د حماس سیاسي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکړي، مګر مستقیمه مداخله به ونه کړي".

د حماس یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خامنه يي پر هنيه فشار راوړی، چې په عامه توګه هغه غږونه خاموش کړي، چې د لبنان اسلامي جمهوریت او حزب الله یې د اسراییل پر ضد جګړه کې د ګډون غوښتنه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د مذهبي مشر دفتر په دې وروستیو کې تایید کړه، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر ایران ته سفر کړی او له علي خامنه يي سره یې د غزې او لویدیځې غاړې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د ښاغلي خامنه يي پورې اړوند په اېکس پاڼه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) لیکل شوي وو، چې د ایران مذهبي مشر له اسماعیل هنیه سره د غزې په وروستیو بدلونونو او روانو مسالو بحث کړی دی.

یادښت زیاتوي: “ د حماس د سیاسي دفتر مشر په غزه کې د وروستیو بدلونونو او جنایاتو په اړه راپور وړاندې کړ”.

د ایران مذهبي مشر د غزې له خلکو د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ پر اسلامي هېوادونو هم غږ کړی و، چې د غزې په اړه غلي پاتې نه شي.

ښاغلي خامنه یي ته په یوه بل منصوب یادښت کې د غزې په تړاو راغلي، چې په غزه کې روان “جنایات” د امریکا او یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو په مستقیم ملاتړ کیږي.

فرانسي په بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرلو په تور د بشارالاسد د نیولو حکم صادر کړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۰

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو نړۍوال حکم صادر کړی دی.

دا حکم د بشارالاسد او د هغه درېیو کسانو پر وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې دمشق ته څېرمه په یوه سیمه کې په کیمیاوي برید کې د «جنګي جرمونو په ترسره کولو کې د لاس لرلو» له امله صادر شوی.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د معلوماتو له مخې؛ د سارین ګاز په کارولو سره دغه برید کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې ډېری وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

د روسیې حکومت هغه مهال د دغه برید پړه پر هغو مخالفو ځواکونو اچولې وه، چې د بشارالاسد حکومت ورسره په جګړې بوخت و.

د بشارالاسد سربیره د هغه د ورور چې د سوریې د استخباراتو د ادارې مشري کوي او د دغه هېواد د پوځ د دوو نورو قوماندانانو د نیولو حکم صادر شوی دی.

د بشریت ضد جنایتونو قضیه د ۲۰۲۱میلادي کال په مارچ میاشت کې د سوریې د بیان د ازادۍ او د رسنیو مرکز نادولتي سازمان په شکایت سره پیل شوه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لسو کلونو په تېریدو، لا د سوریې رژیم د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو د وضعیت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

دغه وزارت ویلي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې "د ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې خپلواکو څېړنو ښودلې چې د سوریې رژیم د لږ تر لږه نهو کیمیاوي بریدونو مسوول دی".

پاریس ټینګار کوي، چې «له ۲۰۱۳ کال راهیسې د سوریې د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو بار - بار کارول دا ښيي، چې زیرمې له منځه نه دي تللي او همدا راز دا د سوریې د خلکو لپاره، د سیمې او نړۍوال امنیت ته ګواښ دی».

د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې ۷ وسلوال وژلي، خو ټي ټي پي وايي ۴ سرتېري یې وژلي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو اداره «ای ایس پي ار» وايي، چې د خیبر پښتونخوا د ټانک په مچان خېل سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې اوه وسلوال وژلي دي. بل خوا ټي ټي پي ته نږدې سرچینې وايي، چې په دې مخامخ جګړه کې د دوی درې ملګري او په مقابل کې څلور پوځیان هم وژل شوي.

د ای ایس پي ار خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ «د لړم ۲۴مه» د کشفي معلوماتو په اساس شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسلوال له سرتېرو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي او دوی په دغه سیمه کې هدفي وژنې کولې.

بل خوا په ټیلګرام کې ټي ټي پي ته نږدې کانال "الجهاد" بیا د پاکستاني پوځ د عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې د دوی درې ملګري وژل شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې په مخامخ نښته کې د پاکستان د پوځ د یو لوړه رتبه افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي دي.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان په مختلفو سیمو په تېره خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پوځ او وسلوالو تر منځ مخامخ نښتې رامنځته کیږي، چې دواړه خواوې د تلفاتو په اړه مختلف ارقام وړاندې کوي.