• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان افغان کډوالو ته د رسېدنې لپاره د ۱۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي؛ تمه کیږي چې د پاکستان د حکومت د وروستي بې اسناده کډوالو د ایستلو پلان په پایله کې به شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال په زور یا په رضا افغانستان ته ستانه شي.

د دغو ګڼ شمېر کډوالو راستنېدل د نورو عواملو تر څنګ، د عامې روغتیا د پام وړ اندېښنې را پارولي؛ په ځانګړې توګه د ننوتلو په مختلفو ځایونو کې د پولیو د ویروس د لېږد خطر شتون لري.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د ۷۰۰ زرو افغان راستنېدونکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره یې په یوه مفصل پلان کار کړی، چې دغو روغتیایي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاتوي: «د ساري ناروغیو لوړ خطر، د بې ځایه کېدو ، په کمپونو کې د لنډمهاله ځای په ځای کېدو ، د ژوند خراب شرایط ، موجوده روغتیایي ستونزې ، خوارځواکي ، فزیکي او رواني فشار (په ځانګړي توګه د ډېر عمر لرونکو خلکو او میندواره مېرمنو ترمنځ)، ناامني ، له سختې سړې هوا سره مخ کېدل او په ټولیزه توګه روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی، دا عاملونه کولې شي چې په کمزورې روغتیا او ټولنیز اقتصادي سیسټمونو فشار راوړي، چې دا په راستنیدونکو کډوالو او کوربه ټولنو دواړو باندې ناسمه اغیزه کوي».

د اړینو درملو په کافي اندازه نه شتون دا ننګونې نورې هم پیچلې کوي. راستنیدونکي کډوال د اوږدمهالو ناروغیو؛ لکه شکر او لوړ فشار سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدماتو ته په ځانګړې توګه د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایي خدماتو او د میندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته.

د دغه بېړني وضعیت د اداره کولو لپاره د روغتیایي خدماتو چمتو کوونکو ظرفیت کې تشه شته.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیا په برخه کې د یوې مخکښې ادارې په توګه په فعاله توګه د ژوند ژغورنې، لومړني روغتیایي خدمتونو، اړین درمل او اکمالي خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي ډاکټر لوو ډاپینګ وویل: "لکه څنګه چې موږ افغانانو ته خپل هېواد ته د بیرته راتګ ښه راغلاست وایو، دا د عامې روغتیا په برخه کې زموږ ټولیز مکلفیت دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د عامې روغتیا د خطرونو د مخنیوي، چمتووالي او ځواب ویلو لپاره سیستمونه او سرچینې لرو. موږ دلته یو؛ تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ کولې شو د هر چا روغتیایي اړتیاو ته په ځانګړې توګه د مېرمنو، ماشومانو، د ډېرو عمر لرونکو خلکو او نورو زیان منونکو خلکو پاملرنه کولې شو".

د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان ته د ننوتلو په لویو پولو ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه ځای پر ځای کړي دي.

دغه ټیمونه به د ۲۰۰۵ میلادي کال د نړۍوال روغتیایي مقرراتو په اساس دغو راستنیدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ به په سپین بولدک کې (۳۰ بستره) او په تورخم کې (۲۰ بستره) روغتونونه د دوو اونیو په اوږدو ک فعال شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په پام کې لري، چې په ۳ سترو سرحدي سیمو کې موقتي مرکزونه جوړ کړي، چې دا مرکزونه به لومړني روغتیایي خدمتونه او د غیر ساري ناروغیو په شمول د شکر، لوړ فشار، شري او پولیو لپاره ملاتړ چمتو کړي.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۳

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده