انوارالحق کاکړ: په افغانستان کې د مشروع حکومت له راتلو وروسته به وضعیت ښه شي
دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی پاکستاني چارواکی په زغرده د طالبانو واکمني نامشروع ګڼي، تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تل پر نړۍوالو غږ کاوه، چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره دې تعامل ته غاړه کېږدي.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د دغه هېواد په لويديځه پوله د حالاتو په اړه د خبرو په مهال د بې اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پاليسۍ دفاع وکړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې به د يوه مشروع حکومت وروسته حالات ښه شي.
هغه وویل چې غیر دولتي عناصر د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
هغه زیاته کړه، چې د قانون نه حاکمیت، کمزورې حکومتولي، نیابتي جګړې، کمزوری اقتصاد او بشري پرمختګ ته لږ لومړیتوب ورکول د کورنیو شخړو اصلي لاملونه دي؛ خو په دې خبره یې ټینګار کاوه چې دوی هڅه کوي چې پر شته ستونزو او نیمګړتیاوو برلاسي شي.