په یوه میاشت کې درې لکه څلوېښت زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په تېرو پنځلس ورځو کې یوازي د سپین بولدک له لارې له ۷۰ زره زیات افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي. له پاکستانه په زور د ستنېدونکو کډوالو له پاره طالب چارواکو د تورخم او سپین بولدک ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقتي پنډغالي جوړ کړي