• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د مسلمانانو په شورا کې د هامبورګ اسلامي مرکز غړیتوب لغوه شو

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د هامبورګ اسلامي مرکز پورې تړلو دفترونو باندې د جرمن پولیسو له برید وروسته د جرمني د مسلمانانو په مرکزي شورا کې د دغه مرکز غړیتوب لغوه شو.

د هامبورګ اسلامي مرکز، د جرمني د پولیسو له خوا ایران پورې اړوند د دغه مرکز دفترونو له تلاشۍ وروسته، خپل غړیتوب په دې شورا کې له لاسه ورکړ.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دغه مرکز د «لبنان له حزب الله ترهګرې ډلې» سره د اړیکو په لرلو او د جرمني د اساسي قانون خلاف پر عمل کولو تورن دی.
په ټولیز ډول، د هامبورګ د اسلامي مرکز پورې اړوند ۵۴ ودانۍ په اوو ایالتونو هامبورګ، برلین، بایرن، نیدرزاکسن، هسن، بادن-وورتمبرګ او نوردراین-وستفالن کې پلټلې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د دغو ودانیو د پلټنې په هکله چې ادعا کیږي د لبنان له حزب الله سره تړاو لري، وویل، چې د اسلامپالو فعالیتونه څارل کیږي؛ په ځانګړې توګه په اوسني حالت کې چې ډیری یهودیان د خطر احساس کوي.
فایزر ټینګار وکړ چې برلین به د "یهود او اسراییل ضد" حرکتونه ونه زغمي.
په تیرو ورځو کې د جرمني ټولو سیاسي ګوندونو د حزب الله لبنان په څېر ډلو سره د اړیکې لرلو له امله د هامبورګ اسلامي مرکز د تړلو غوښتنه وکړه.
د اسراييل او حماس تر منځ د جګړې له پيل څخه مخکې، د جرمني ډموکراسۍ ته د ګواښ له امله د هامبورګ او فرانکفورت اسلامي مرکزونه د دې هېواد د چارواکو او سیاسي فعالانو له خوا تر نیوکو لاندې وو.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل