پاکستان او روسیې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګډې همکارۍ موافقه وکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

پاکستان او روسیې په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د موثرې مبارزې په برخه کې د کډو هڅو پر پیاوړتیا موافقه وکړه.

د دواړو هېوادونو جګپوړو چارواکو په افغانستان، مرکزي او سویلي اسیا او شمالي افریقا کې پر حالاتو په تمرکز سره پر نړیوالو او سیمه ییز ترهګریزو ګواښونو بحث وکړ.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخکې دا هوکړه د جمعې په ورځ (د نوامبر په ۱۷مه) په اسلام اباد کې د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیتي ننګونو په اړه د پاکستان او روسیې د ګډې کارډلې په لسمه غونډه کې وشوه.
د غونډې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتر سید حیدرشاه او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ورشینین کوله.
دواړو لورو د ترهګرۍ ضد او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو ژمنه هم کړې ده.
همداراز، دواړو هېوادونو د افراطیت پر بېلابېلو بڼو، د تروریستي ایډیالوژیو د خپرېدو او د تروریستي موخو لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه هم خبرې وکړې.

دوی له دې ننګونو سره د مبارزې لپاره هم د هراړخیز ستراتیژیو په اړتیا موافقه وکړه.

نور خبرونه

رادیو