د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په افغانستان کې د بشري مرستو پر کارولو زموږ څارنه غښتلې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لهخوا د نړۍوالو مرستو د کارونې په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې یا سیګار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د مرستو د کارولو په اړه د امریکا د څارنې بهیر "غښتلی" دی.