• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي طالب چارواکي وايي د ننګرهار د مېملې لرغوني بڼ رغوي

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د ننګرهار ولایت د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د مېملې د لرغوني بڼ د رغولو په پار یې سلامشورې پیل کړي، ښايي ډېر ژر به د دغه بڼ د رغولو چارې پیل شي. دغه تاریخي بڼ چې شاوخوا پنځه پیړۍ پخوا د شاه جهان له خوا جوړ شوی لرغونی تاریخ لري او هر کال زرګونه خلک یې لیدو ته ورځي.

د میملې باغ د جلال اباد له ښاره څلوېښت کیلو متره لرې پروت دی چې د دغه بڼ د نرګس ګلونه د سیمې د هېوادونو تر څنګ په اروپايي هېوادونو کې هم خوښونکي او تاوده بازارونه لري.
د جمهوریت تر ړنګېدو مخکې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه بڼ د بیا رغونې له پاره تګلارې جوړې کړې وې، خو هغه مهال د بڼ په شاوخوا سیمو کې طالبانو مورچلې لرلې او د وخت حکومت یې د رغولو چارو ته زړه ښه نه کړ.
د میملې بڼ د ښایسته لوړو څنارونو او صبر ونو تر څنګ د مالټو، نارنجو او لیموګانو پریمانه ونې لري چې هر کال ترېنه پرېمانه حاصلات ټولیږي او د ننګرهار د کانال ریاست ته لېږدول کیږي.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي