• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان په جرمني کې: ټول باید په منځني ختیځ کې د عادلانه او تلپاتې سولې مسوولیت ومني

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۷ GMT+۰

رجب طیب اردوغان په برلین کې د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولتز سره په یوه خبري کنفرانس کې د حماس او اسراییل ترمنځ د روانې جګړې په اړه وویل چې ټول باید په منځني ختیځ کې د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت مسوولیت ومني.

له دې سره، ښاغلي شولتز وویل چې د اسراییل شتون د هغوی حق دی او هېڅوک ترېنه انکار نه شي کولای.
د ترکیې ولسمشر جرمني ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر او لومړي وزیر سره وکتل.
نوموړي د جمعې په ماښام د (لړم ۲۶مه) نېټه په فلسطین کې د سولې د ټینګښت په اړه د جرمني له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ترکیې موخه د داسې چاپېریال رامنځته کول دي چې اسراییل او فلسطین د یو بل ترڅنګ په امنیت او سوله کې ژوند وکړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د وینا پاڼې له مخې، ښاغلي اردوغان همداراز ویلي: «د غزې پیښې یو ځل بیا وښوده چې د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ د دوو دولتونو حل اوس د نه منلو وړ دی.»
په دې خبري غونډه کې د جرمني لومړي وزیر د حماس له خوا د اکټوبر د اوومې له برید وروسته د اسراییل د دفاع له حق څخه ملاتړ وکړ.
اولاف شولتز وویل، «دا اړینه ده چې له خپل ځانه د دفاع لپاره د اسراییل حق په رسمیت وپېژنو، نه دا چې له ننګونې سره یې مخ کړو.»
نوموړي ټینګار وکړ چې د اسراییل د شتوالي له حقه هیڅوک انکار نه شي کولای.
د ترکیې ولسمشر جرمني ته تر خپل سفر مخکې د اسراییل حکومت «ترهګر» بللی و او د هغه مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.
د حماس او اسراییل ترمنځ په خونړۍ جګړه کې جرمني د اسراییل او ترکیې د حماس ملاتړ کړی دی.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی