په جرمني کې د افغانانو فرهنګي ټولنې د طالب چارواکي د وینا مراسمو د جوړونکو پر ضد شکایت وکړ

د جرمني په کولن ښار کې د طالب چارواکي د وینا په اړه له غبرګونونو وروسته، په دغه ښار کې د افغانانو فرهنګي ټولنې، چې ویل کېږي د دې وینا د زمینې د برابرولو تر شا یې لاس درلود، اعلان وکړ چې د دوی له نوم څخه «ناوړه ګټه» پورته شوې ده.