• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک څه باندې ۱۱۸ میلیونه افغانۍ بانکنوټونه وسوځول

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د دغه بانک د قانون له مخې یې د هیواد په ختیځ زون کې ۱۱۸ میلیونه او ۸ لکه او ۵۵ زره افغانۍ بانکنوټونه سوځولي دي. طالبانو د دغو بانکنوټونو سوځولو لامل د د نوټونو زړښت بللی.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په سوځول شویو پیسو کې له یوګون څخه نیولې تر زرګون پوري بانکنوټونه شامل وو.

د طالبان تر واک لاندې افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، د دغه بانک مرستیال نوراحمد اغا د دغو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له هېوادوالو غوښتي څو په خپلو ورځنيو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلي او د بانکنوټونو سمې ساتنې ته دې پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د بانکنوټونو ساتنه د ټولو هیوادوالو ملي دنده ده او ټول بايد د دغه مسوليت په ترسره کولو کې ونډه واخلي.

یو شمېر هیوادوال وایي چې، د پیسو سوځول مناسبه حل لاره نه ده او اړوندې ادارې باید د پیسو د سمې ساتنې له پاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک بیا تل ویلي چې د بانکنوټونو د ژر زړیدو لامل په بازارونو کې د نغدو پیسو تبادله او د هیوادوالو له خوا په ناسمه توګه د پیسو ساتل دي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي
۱

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۲

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۳

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۴

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۵

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې