کرن ډېکر د طالبانو نندارتون ته په اشاره وايي، افغان مېرمنې ستره اقتصادي وړتیا لري

د افغانستان لپاره د امریکا شازدافیره کرن ډېکر وايي: «افغان مېرمنې ستره اقتصادي وړتیا لري د افغانستان د راتلونکې هوساینې لپاره خورا مهمې دي.» نوموړې هغه افغان مېرمنې ستایلې چې په کابل کې یې د طالبانو له خوا د ښځو لپاره په جوړ شوي خدیجه کبرا نندارتون کې ګډون کړی دی.