روسیې د غزې له تړانګې څخه خپل ۱۲۰ نور وګړي ایستلي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د دغه هېواد د ۱۲۰ وګړو چې په غزه کې بند پاتې وو، د لړم په ۲۷مه مسکو ته د ستنېدو خبر ورکړ.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، ۴۰۸ روسي وګړي له غزې څخه خپل هېواد ته ستانه شوي او ۱۳۶ نور په مصر کې د بېرته ستنېدو په تمه دي.

یو شمېر روسي وګړي چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په منځ کې بند پاتې وو، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د بیړنیو حالاتو وزارت په همغږۍ مسکو ته لیږدول شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د اسراییل او فلسطین تر کړکېچ وروسته تر زرو زیاتو کسانو له دغه وزارته د وتلو غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ