سیمه ییزې سرچینې: دایکنډي کې د میرامور ولسوالۍ پخوانی د استخباراتو امر وژل شوی دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ پخوانی د استخباراتو امر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ماښام مهال د دایکنډي ولایت په مرکز کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې دغه افسر د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، داود وحدت د دایکنډي د طالبانو په امنیه قومندانۍ کې د استخباراتو غړی هم و.

تر اوسه پورې د دغې وژنې علت معلوم نه دى او طالبانو هم په دې باب څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې د پخواني افغان حکومت یو شمېر پوځیان او پخواني کارکوونکي د طالبانو له خوا په مرموز ډول وژل شوي دي.

څه موده وړاندې یوناما په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په تېرو دوو کلونو کې د "غیر قانوني وژنو او شکنجې" له ۸۰۰ څخه د زیاتو قضیو د ثبت ترڅنګ، د دولتي چارواکو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژلو ۲۱۸ قضيې ثبت شوې دي او عاملین یې نه دي نیول شوي.

نور خبرونه

رادیو