• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو علومو اکاډمي: په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې دې د "حدود او قصاص پېژندنه" اضافه شي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د علومو اکاډمۍ د دې ډلې د پوهنې او لوړو زده کړو له وزارته غوښتي، چې د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې دې «حدود او قصاص پېژندنه» شامله کړي. دغه بنسټ له طالبانو هم غوښتي چې د هغو کسانو پر وړاندې چې دغه ډله یې «باغیان» بولي، اسلامي شریعت نافذ کړي.

باختر اژانس د طالبانو تر کنټرول لاندې د يکشنبې په ورځ ( د لړم په ٢٨مه ) خبر ورکړ، چې د دغې ډلې د علومو اکاډمۍ د "شريعت د حدودو د تطبيق او د امنيت په تامينولو کې د هغې د رول" په اړه يو پروګرام جوړ کړی و.

د دې پروګرام برخه والو یو پرېکړه لیک صادر کړی، چې پکې راغلي: "د امکان تر حده د ډېرو خلکو د منلو لپاره باید حدود او قصاص د خلکو په مخکې په عام محضر کې پلي شي".

د ۱۴۰۰ لمریز کال په اسد میاشت کې واک ته د بیرته راستنېدو وروسته طالبانو په عام محضر کې ډېری خلک په مختلفو تورونو په دورو ووهل.

دا ډله د خپلو خلکو او نورو اتباعو پر وړاندې د "دوه ګوني چلند" په کارولو تورنه ده.

طالبان هم په دې تورن دي، چې د خلکو د نیولو او محاکمه کولو پر مهال یې د عادلانه عمل اصول او طریقې نه مراعات کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکايي پوځ د بګرام له اډې د وتلو د شېبې نوی فلم خپور کړ

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۰

له څه باندې دوو کلو وروسته امریکايي پوځ له بګرام اډې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نوی فلم خپور کړ. امریکايي پوځ د جمعې په شپه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۱مه په افغانستان کې له خپلې اصلي هوايي اډې بګرام څخه ووتل.

هغوی له بګرام څخه د افغان حکومت له خبرولو پرته وتلي و.

دغه اوه نیمې دقیقې فلم "په افغانستان کې د ۷۵ځانګړو ځواکونو د کنډک میراث" په نوم په امریکا کې د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مناسبت خپور شو.

د امریکا پوځ د جګړې فلم اخیستونکی لانډون کارټر په بګرام کې د امریکايي پوځیانو د وروستیو لسو ورځو د شتون او له دې ستراتیژیکې اډې د وتلو د وخت شېبې ثبت کړې.

د فلم موضوع د امریکا د پوځ د ۷۵ ځانګړو ځواکونو د کنډک فعالیتونه دي، هغه ځواکونه چې شل کاله یې په بګرام کې پراته وو، او د بهرنیو ځواکونو وروستۍ ډله وه چې د کابل له سقوط څخه ۴۲ ورځې مخکې د چنګاښ د میاشتې په ۱۱ مه نیټه له دغې اډې څخه ووتله.

په ویډیو کې ښکاري چې امریکايي پوځیان د شپې په تیاره کې د بګرام په هوايي اډه کې د دغه هېواد بیرغ راښکته کوي او په یوه C-130 کارګو الوتکه کې سپاره او له افغانستانه وځي.

د بګرام هوايي اډه شاوخوا شل کاله په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهم او ستر مرکز و، چې په افغانستان کې د امریکا سل زره پوځیان پکې ځای پر ځای و.

دغه ستراتیژیکه اډه چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي ټلوالې د ځواکونو له خوا جوړه شوې وه، د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې ځواکونو اصلي مرکز و.

طالبان: نړیوالې مرستندویه ټولنې باید له راستنېدونکو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت یو شمېر چارواکو دغه خبرې د یوې ایټالیاوئ موسسې له مشرې سره په لېدنه کې یادې کړې.

د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محمد ارسلان خروټي د ایټالیاوئ موسسې له مشرې سوسانا فیورټي سره په لېدنه کې افغان ستنېدونکو کډوالو سره د یادې موسسې د مرستو د ستاینې ترڅنګ وویل چې نړیوالې مرستندویه ادارې باید د افغانستان اوسنیو سختو شرایطو ته په کتو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

100%

ښاغلي خروټي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې، له کډوالو باید سیاسي استفاده و نه شي او له دوی سره یې پر انساني چلند ټینګار کړی.

د یادولو ده چې میرمن فیورټي هم په جبري توګه له اېستل شویو کډوالو سره د دغې موسسې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

افغان کډوال په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان په ګډون له یو شمیر ګاونډیو هیوادونو څخه په داسې حال کې اېستل کیږي چې له یوې خوا افغانستان له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او له بلې خوا د ژمي په رارسېدو سره زرګونه ستانه کړای شوي کډوال بې کوره شوي.

د راپورونو له مخې، یو شمیر هیوادوال شکایت لري چې د نړیوالو مرستې دوی ته په سمه توګه نه رسیږي.

ځینې ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې دي ښیي چې یا مرسته شوي توکي په بازارونو کې خرڅیږي او یا هم هغو کسانو ته ورکول کیږي چې طالبان وي او یا له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري.

د هلمند اوسېدونکي: طالبان مو پلرنۍ ځمکې راڅخه لاندې کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او سنګین ترمنځ دوه لارې د سیمې اوسېدونکي وايي طالبان یې په زور له خپلو مېنو څخه شړي او د دوی خپلې پلرنۍ ځمکې د ټوپک په زور ترې لاندې کوي.

د دغې سیمې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي له تېرو دوه ورځو راهیسې د ځايي طالبانو او د سیمې د اوسیدونکو تر منځ اخ وډب رامنځته شوی طالبان هڅه کوي چې د سیمې له اوسېدونکو د دوی کرنیزې ځمکې لاندې او خپلې کړي.

هغه ویډیوګانې او انځورونه چې له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته استول شوي د سیمې اوسېدونکي شکایت کوي او وايي، طالبان یې له خپلو ۳۰ کلنو کرنیزو ځمکو او مېنو څخه په زور شړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي: «کورونو ته مو راننوتل، زموږ څخه یې لمریزې هندارې یا شمسیانې، بیطرۍ او نور وسایل په زور یووړل. موږ چیرې ولاړ شو، هلته مو پاکستان نه پریږدي دلته مو طالبان نه پریږدي.»

د سیمې یوبل اوسیدونکی وايي: «له تېرو ۳۰ کلو راهیسې په دغه سیمه کې په کر‌کيله بوخت يو خو اوس طالبانو د کرنې له پاره اوبه راباندې بندې کړې.»

د سیمه ییزو طالبانو او سیمې د اوسېدونکو تر منځ تیره ورځ اخ و ډب هم شوی دی.

دا کسان وايي: «غږ مو نه اوریدل کیږي د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د دوی د ظلم په اړه چوپ پاتې دي او طالبان غواړي په سیمه کې اباد کورونه، ونې او باغونه ویجاړ کړي.»

بل خوا سرچینې وايي، طالبان غواړي د کندهار هرات عمومي سړک ته څېرمه لښکرګاه ښار ته نږدې په دغه سیمه کې صنعتي پارک جوړ کړي.

هلمند کې د موټر ښوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه دي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۷ GMT+۰

د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوبو ویالې ته د موټر لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ کسان مړه شوي دي. دا پېښه نن دوشنبه د (لړم ۲۹مه) له غرمې مخکې د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د شپږم ډراب په سیمه کې رامنځته شوې.

د پېښې له ځایه عینې شاهدان وايي، د سورلۍ یو وړوکی موټر چې د یوې کورنۍ شپږ تنه پکې سپاره و د یادې ولسوالۍ له مرکزه د ولسوالۍ بلې سیمې ته په لاره وو، موټر یې له اوبو ډکې ویالې ته وغورځېد او ډوب شو چې پکې ناستو ټولو ژوند له لاسه ورکړ.

د پېښي شاهدان وايي، د سیمې اوسېدونکو د یادو کسانو د ژغورلو ډېرې هڅې وکړې خو ونه توانېدل چې د دغو کسانو ژوند وژغوري.

شاهدان وايي، په دغه پېښه کې موټر چلونکی، یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي.

د موټر د غورځېدو لامل لا نه دی معلوم خو ډیری وخت داسې پېښې د موټر چلولو پر مهال د ناپامۍ له امله رامنځته کیږي

د چمن پرلت والو د سپین بولدک ـ چمن تر منځ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۸ GMT+۰

پرلت وهونکو څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی و چې که غوښتنې یې و‌ نه منل شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لویه لاره او د چمن او کوټې تر منځ لارې به بندې کړي. د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر صادق خان وایي د پرلت دوهم پړاو یې پیل کړ.

دغه پرلت وهونکي چې له تېرو ۳۱ ورځو راهیسې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ويزه د تګ راتګ په غبرګون اعتراض پیل کړی د پاکستان حکومت له لوري یې د غوښتنو نه منل کیدو په غبرګون نن دوشنبه د (لړم ۲۹مه) د افغانستان ـ پاکستان او کوټې- چمن ترمنځ لارې بندې کړې.

100%

د دې اعتراض دوهم پړاو کاربندیز او د دولتي ادارو او لویو لارو بندول دي.

نوموړی وايي: «یوه میاشت پوره شوه د پاکستان حکومت مو غږ نه اوري اوس موږ د پرلت او اعتراض دوهم پړاو پیل کړ موږ لارې بندې کړې او تر دې وروسته به په سوېلي پښتونخوا کې دولتي ادارې هم بندې کړو. موږ ټرانزیت او د موټرونو تګ راتګ او ګمرک بند کړ اوس به وګورو چې پاکستان زموږ غږ اوري او که نه.»

د معلوماتو له مخې د لاریون د پای ته رسولو په موخه تېره ورځ د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅګزي ویلي و چې د پاکستان حکومت له لوري به هره میاشت اته زره لغړیانو (پلنډیانو) ته شل، شل زره پاکستانۍ کالدارې ورکول کیږي دوی دې پرلت پای ته ورسوي او پر دغه دروازه دې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ ومني.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر دغه وړاندیز ته د چمن د لغړیانو اتحاد او د پرلت وهونکو سخت غبرکون ښودلی.

د چمن د لغړیانو اتحادیې مشر غوث الله یې په غبرګون ویلي: «جان اڅګزی دې دا وړاندیز خپلې کورنۍ ته وړاندې کړي موږ دلته د چا خیرات ته نه یو ناست موږ خپل کاروبار کوو. دا خبرې د نوموړي سره لازمې نه دي او که جان اڅګزی د دې خبرو توان لري دلته په چمن کې دې یې موږ ته مخامخ وکړي چې موږ خوله ورته ماته کړو.»

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې د چمن د روان پرلت ۳۱مه ورځ روانه ده او پرلت وهونکي وايي پلان لري چې د سوېلي پښتونخوا په نورو ښارونو کې هم پرلتونه پیل کړي.