د طالبانو د بندیزونو دوام: په هرات کې د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل شول

په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل. په دغه ولایت کې د یوې سیمه ییزې خبریالې د راپور له مخې، طالبانو یوه اونۍ مخکې د ښځینه و د جامو ګنډلو مرکزونو ته خبرداری ورکړی و چې خپلې چارې بندې کړي.