سيما سمر: افغانستان کې بشري حقونه د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوي

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو موضوع د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوې ده.