• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل خان: طالبانو ته یوازې ایران نه، بلکې د نړۍ حوصله تنګه شوې ده

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۰

جهادي مشر اسماعیل خان په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ وویل، چې طالبانو ته نه یوازې ایران بلکې نړۍ حوصله تنګه شوې ده. هغه وویل، چې نړۍ د طالبانو سیاست او د افغانستان وضعیت ته په کتو سره دا جرئت نه کوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي؛ ځکه د دې کار پایلې به سختې وي.

پخواني جهادي مشر اسماعیل خان د لیندنۍ په ۷ مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات د امنیتي غونډې په دویمه ورځ وویل، چې طالبان به یوازې په منبرونو، جوماتونو او کورونو کې په وهلو ډبولو ظلم سره د مقاومت بنسټ پیاوړی کړي.

اسماعیل خان زیاته کړه: "مقاومت به ظلم له منځه یوسي. د هېواد لومړی مقاومت د همدې ادب پر ​​بنسټ پاتې شو او مخ پر وړاندې روان شو. د نن ورځې مقاومت د همدې عقیدې پر بنسټ ولاړ دی".

هغه زیاته کړه، چې طالبان له خپلو مخالفینو غواړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا ډله ومني.

دغه پخواني جهادي مشر ټینګار وکړ، چې د طالبانو د واکمنۍ په ۸۰۰ ورځو کې بېکاري او بې وزلي خپل اوج ته رسېدلې ده.

پخوانی جهادي مشر اسماعیل خان وايي؛ طالبان هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې د پاکستاني مهاجرینو د ځای پر ځای کولو سره د خلکو جوړښت بدل کړي او د هېواد په شمال کې ناامني رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې لسګونه زره "ځانمرګي ښوونځي" جوړ شوي، چې د سیمې د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

دغه پخواني جهادي مشر ټینګار کړی، چې دی له هغو مشرانو او سیاستوالو سره بحث او خبرې کوي، چې د افغانستان له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي.

د هرات د امنیتي کنفرانس یوولسم پړاو "په افغانستان بیا فکر کول، بېلابېلې حل لارې" تر سرلیک لاندې په دوشنبې کې د دوو ورځو لپاره جوړ شوی.

اسماعیل خان څو اونۍ وړاندې له طالبانو سره په جګړه بوخت و، چې له څه مودې مقاومت وروسته په هرات ولایت کې د طالبانو لاس ته ولوېد.

کله چې هرات د طالبانو لاس ته ولوېد، اسماعیل خان د دې ډلې له خوا ونیول شو او څو ورځې وروسته خوشې شو.
​

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت وهونکو د اعتراض په نوې څپه کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړ

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۳ GMT+۰

پرلت وهونکي وايي، که يې پیل کړې مبارزه بایلوده بیا به په چمن کې هم د اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي. بل خوا د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، د چمن په پرلت کې ۸۰ سلنه افغانان دي، پرلت وهونکي دې خپل اعتراضونه پای ته ورسوي موږ د چمن د خلکو ته سترې سوداګریزې تګلارې پلې کوو.

دغه پرلت وهونکي چې له تېرو ۳۹ ورځو راهیسې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کیدو په غبرګون پرلت وهلی، وايي‌ له خپلې مبارزې نه پرشا کیږي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي اجازه نه ورکوي چې په چمن کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی شي، نوموړی وايي تر څو چې حکومت د دوی غوښتنه نه وي منلي تر هغو به د حکومت له لوري د پلې کیدونکو برنامو مخنیوی کوي.

غوث الله وايي: «د پاکستان حکومت که مو غوښتنه نه مني دفترونه یې وربندوو، موږ مخکې هم ویلي و، چې نور د ګوزڼ ضد کمپاین په چمن کې بند دی، خو د چمن د پولیسو مشر د چمن په ځینو سیمو کې یاد کمپاین پیل کړی دی د چمن خلکو دا کمپاین بند کړی او که هره پيښه وشوه مسولیت یې د چمن د پولیسو پر غاړه دی. هغه کسان چې د ګوزڼ ضد واکسین په برنامه کې کار کوي له دې کاره دې لاس واخلي که نه مسولیت د دوی په خپله غاړه دی.»

بل خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی د چمن پرلت ته په غبرګون کې وايي، د چمن په پرلت کې۸۰ کې سلنه ناست کسان افغانان دي.

نوموړی وايي، په پاکستان کې د ډيرو سیاسي ګوندونو پلویان افغان کډوال دي او د سیاسي ګوندونو مالي ملاتړ کوونکي هم دي.

نوموړي د پاکستان د دولتي ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلي: «په پرلت کې ناست کسان ۸۰ سلنه افغانان دي د سیاسي ګوندونو پلویان او مالي ملاتړ کوونکي یې هم افغانان دي.»

نوموړی وايي د چمن خلک دې د روانو اعتراضونه پای ته ورسوي ځکه د پاکستان حکومت پلان لري چې د چمن د خلکو له پاره د معیاري سوداګرۍ سیسټم جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي: «د چمن د خلکو له پاره موږ هلته صنعتي ښارګوټی جوړوو، د مرکزي اسیا او منځني ختیځ او چمن تر منځ د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرو او هغه کاروبار چې دوی فکر کوي د افغانستان له لوري ورته زمینه برابره شوې ده هغه امکانات موږ ورته برابروو او تر دې مهاله چې د هغه سیمې خلکو هر څومره پیسې ترلاسه کړې دي د پاکستان حکومت له لوري ورسره هیڅ حساب او کتاب نه کیږي. او له چمن څخه به دویم ګوادر جوړ کړو.»

له یوې میاشتې زیاته موده وشوه چې دغه پرلت د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې دوام لري چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ پر پاسپورټ او ویزه تر سره شي.

د چمن پرلت د بلوچستان ایالت د ګڼو سیاسي ګوندونو ملاتړ هم له ځانه سره لري او وايي تر راتلونکو ورځو به د پرلت د دویم پړاو اعتراض هم پیل کړي.

پر طالبانو د نن شپې درېیم برید؛ازادۍ جبهې په درېیم برید کې درې طالبان وژلي او دوه ټپیان دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ (اېکس) کې په یو لیکلي پیغام کې ویلي، چې نن دوشنبه یې په خپل درېیم برید کې په پلازمنې کابل کې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دغه برید چې د شپې ۰۸:۳۰ بجې د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د طالبانو د استخباراتو په لوجستیک ریاست شوی، د جبهې په وینا دوه طالبان پکې زخمیان شوي هم دي.

تر دې وړاندې نن د شپې په دوو نورو بریدونو د جبهې له خوا د شپږ طالبانو د وژل کیدو او درېیو نورو د زخمې کېدو خبر ورکړل شوی و.

دغه بریدونه د کابل په څلورمه او نهه حوزه کې شوي وو.‌

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو او د یو بل د ټپي کېدو ادعا کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې په یو بل برید کې څلور طالب وسلوال وژل او یو بل یې ټپي کړی دی. دغې جبهې پر خپلې اېکس پاڼې د دغه خبر تایید کړی دی.

په پیغام کې ویل شوي، چې نن دوشنبه ماخوستن مهال یې د پلازمنې کابل په څلورمه حوزه کې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوسته برید کړی او څلور طالب وسلوال یې وژلي دي.

دغه برید چې د جبهې په وینا؛ د ماخوستن نېږدې اووه بجې د سلیم کاروان څلور لارې ته څېرمه ترسره شوی دی، یو طالب جنګیالی پکې زخمي شوی هم دی.

تر دې وړاندې یادې جبهې ویلي وو، چې د دوشنبې په ورځ یې په نهمه حوزه کې د طالبانو د تالاشۍ پر پوستې برید کې دوه طالب وسلوال وژلي او دوه نور یې زخمیان کړي دي.

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال له هېواده ایستلي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) خبر ورکړ، چې په تېرو لسو ورځو کې ۲۴۸۸۴ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د راپورونو له مخې؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د لېږل شويو کډوالو شمېر شاوخوا ۳۲۸ زرو تنو ته رسېږي.

د ایران د خراسان رضوي سرحدي قوماندان مجید شجاع په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د بهرنیو هېوادونو اتباع باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي که نه نو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي.

په دې وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

چینايي سوداګر په کندهار کې د سوداګريزو اړیکو د پراختیا په نوم له طالبانو سره اړیکې جوړوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

له کندهاره یو شمېر سوداګر وايي، چې یو شمېر چینايي سوداګر له کندهاري سوداګرو سره د اړیکو په نوم په کندهار کې په کانونو او له کندهاري طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.

نن دوشنه ( د لیندۍ ۶مه) يو شمېر چینايي سوداګر د کندهار له سوداګرو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.

دغه ليدنه د کندهار په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې تر سره شوې.

په ليدنه کې چنيايي سوداګرو ويلي؛ پلان لري چې د کندهار انار د چين هېواد ته صادر کړي.

ددوی په خبره؛ غواړي پلټنه وکړي، چې افغانستان د چين کومو توکو ته اړتيا لري؛ تر څو د صادراتو او وارداتو لړۍ پيل کړي.

د کندهار يو سوداګر چې نه غواړې نوم یې واخیستل شي؛ کندهار ته د چینایانو تګ ته په اشارې وايي؛ دوی اکثره وخت د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په نوم د کانونو پلټنې کوي او يا هم د واکمنو طالبانو سره خپلې اړيکې جوړوي.

د دغه سوداګر په خبره؛ له چين هېواد څخه چې هره ډله د سوداګريزو اړيکو د پراختیا او يا هم پانګونې په نوم کندهار ته راغلي، تر تګ وروسته پسې ورکه شوې او بيا یې هېڅ درک نه دی معلوم شوی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې مشر حاجي محمد صديق مومند د چينایي سوداګرو سره په کتنه کې ويلي؛ په کندهار کې د تازه مېوو حاصلات زيات دي او پيل به یې د انارو د صادراتو وکړي.

مومند د چینایي سوداګرو د ورتګ اصلي موخه روښانه نه کړه؛ خو وایي چې سیمه امن شوې او د نړۍوالو سوداګرو پاملرنه ورته ډېره شوې ده.

مومند په دې کتنه کې له چنایي سوداګرو غوښتنه وکړه، چې افغان سوداګرو ته دې چين ته د تګ زمينه برابره کړي څو دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې زياتې شي.

اوس مهال په سويلي حوزه کې د تازه مېوو د حاصلاتو وخت دی؛ خو يو شمېر سوداګر او باغ لرونکي په کور دننه او بهر د حاصلاتو لپاره د بازار د نشتوالي سره مخ دي.

په دې کتنه کې سوداګرو هيله مندي ښودلې، چې که چېرې زمينه برابره شي د تازه مېوو حاصلات به یې د چين په بازار کې په ښه قيمت وپلورل شي.

د یادونې وړه ده، چې په روان ۲۰۲۳ عيسوي کال کې کندهار ته دا د چینايي سوداګرو درېيمه ډله ده، چې دې ولایت ته سفر کوي.