پښتونخوا کې سږ کال د «ترهګرۍ ۸۰۶ پېښې» شوې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره خپل کلني راپور کې وايي، چې په دغه صوبه کې پر ۲۰۲۳ کال د «ترهګرۍ» ۸۰۶ پېښې شوې دي.

دا اداره وايي، د پښتونخوا تر نورو سیمو ډېرې پېښې په دېره اسماعیل خان کې شوې چې شمېر ۱۳۲ ته رسېږي.

ور پسې په خیبر کې ۱۰۳، پېښور کې ۸۹، شمالي وزیرستان کې ۸۶، سوېلي وزیرستان کې ۵۰ پېښې شوې دي.

روان کال کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو سره تر ډېره امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

په دې راپور کې یوازې پر پولیسو بریدونو ته اشاره شوې او پکې راغلي چې سږکال دې پېښو ۲۴۳ کې پولیس په نښه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترهګرۍ ضد امنیتي ځواکونو ۸۳۷ وسلوال نیولي چې له دې ډلې ۲۴۵ په پېښور، ۵۷ خیبر، ۵۸ کوهاټ او ۳۹ په چارسده کې نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ