د پاکستان پوځ: د بلوچستان د کلات ولسوالۍ په عملیاتو کې دوه مخالف وسله‌وال وژل شوي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د پاکستان پوځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د (نومبر په ۲۸مه) امنیتي ځواکونو د کلات ولسوالۍ د ناګو غرونو په سیمه کې د وسله‌والو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.

د پوځ په وینا، د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته شوې چې په پایله کې يې دوه تنه وسله‌وال وژل شوي او د هغوی څخه يوه اندازه وسله، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ خبرپاڼه زیاتوي، وژل شوي وسله‌وال د امنيتي ځواکونو پر وړاندې په ترهګریزو کړنو او د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې لاس درلود.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ