• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو شمېر کې کموالی؛ خو ستونزې د پخوا په څېر په خپل حال پاتې دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۵ GMT+۰

ستنېدونکي افغان کډوال وايي، اوس چې د پاکستاني چارواکو په غوښتنه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي؛ خو په ستنولو کې یې هم دوی ته دومره ستونزې راولاړېږي چې د هوارولو له پاره یې افغان کډوال بې وسه دي.

دوی وايي، دوه او درې شپې پرې په هغو کمپونو او انتظار ځایونو کې تېرېږي چې پاکستاني چارواکو په پېښور او لنډي کوتل کې د دوی له پاره جوړ کړي دي.
عبدالودود هغه افغان کډوال دی چې د لاهور څخه د هېواد پر لورې روان شوی تر اوسه یې درې شپې تېرې شوې؛ خو لا هم د تورخم دروازې ته نه دی رسېدلی.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« موږ چې کله پېښور ته راورسېدو دوه ورځې او یوه شپه مو دلته په هغه انتظار ځای کې تېره کړه، چې په پېښور کې ستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شوی دی. دلته نه ډوډۍ شته، نه اوبه هر څه په خپله ستنېدونکي کډوال د ځان لپاره چمتو کوي، ستونزې خورا زیاتې دي کومه یوه به یې څوک یاده کړي.»
په ټوله کې د پاکستان بېلابېلې اړونده ادارې د ستنو شویو کډوالو په انتظارخونو کې دندې لري.

د ستنېدونکو کډوالو د کور ټول کاڼي کودي پلټل کېږي او د سکرین ماشینونو نه تېرېږي د ناقانونه توکو پر لېږد بندیزونه وار له مخې لګول شوي دي.
خو ګڼ ستنېدونکي کډوال وايي، دوی ته تر دې مهاله د ناقانونه توکو نوملړ نه دی ښودل شوی چې کوم څېزونه د وړلو اجازه لري او کوم یې نه لري.

تر دې وړاندې دوی ته ویل شوي و، چې د کور له پاره یخچالونه، ټلویزیونونه هم دوی له ځانه سره نه شي لېږدولای، چې د دغو ستنېدونکو په وینا دوی ټول د خپل کور د اړتیا وړ سامانونه په نیمه بیه وپلورل.
په تورخم او لواړګه کې ځايي خبریالان وايي، چې پخوا به د تورخم له لارې زرګونه افغان کډوال ستنول کېدل؛ خو اوس چې دغه شمېر شپږو یا اووه سوه کسو ته راټیټ شوی، لا هم ستونزې هماغسې د پخوا په شان پر خپل حال پاتې دي او ستنېدونکي کډوال د پخوا په څېر د سترو ستونزو سره مخامخ دي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، تر دې مهاله له څلورو لکو زیات افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړل شوي دي؛ خو پاکستاني چارواکو وار د مخه ویلي چې دوی به په لومړی پړاو کې د یو مېلیون کډوالو څخه زیات بېرته افغانستان ته ستنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت وهونکي: موږ په زور د پاکستان هیڅ قانون ته غاړه نه ږدو

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۰ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي چې د تېرو څلوېښت ورځو راهیسې یې د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون پرلت وهلی وايي د پاکستان هیڅ داسې قانون نه منو چې د پښتنو په زیان وي.

د سه شنبې (لیندۍ ۷مه) ماښام زرګونه کسان د سوېلي پښتونخوا چمن په ښار کې په پیل شوي پرلت کې راټول شوي وو، او د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبری کېدو په غبرګون کې يې د پاکستان د پرېکړې پر ضد شعارونه ورکول.
د دغه لاریون د ملاتړ په موخه تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون هم ورغلی و.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان هیڅ داسې قانون نه منو چې زموږ په زیان وي. موږ پر دغه دروازه په هیڅ ډول پاسپورټ نه منو. که د پاکستان حکومت خپله پرېکړه وانخلي موږ بیا اغزن تار له منځه وړو او په خپله سیمه کې د پاکستان هیڅ دولتي کارکونکي ته د کار کولو او ژوند کولو اجازه نه ورکوو.»

100%


دغه پرلت وهونکو د تېرو څلویښتو ورځو په اوږدو کې د ورځې له لوري د لسګونه زره کسانو په شتون کې خپلې غوښتني د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې وې خو دا لومړی ځل دی چي د زرګونو کسانو په شتون کې د شپې په سړه هوا کې راټول شوي کسان د پاکستان له لوري د پاسپورټ د جبري کیدو پرېکړې پر ضد شعارونه ورکوي.
د پښتون ژغورنې صوبايي مسول فدا محمد قبایل وايي: « که موږ د پاکستان د پاسپورټ پرېکړه ومنو نور د لر او بر افغان ناره پای ته رسیږي زموږ پښتونولي پای ته رسیږي دا زموږ وروستۍ جګړه ده چې باید خپل حق ترلاسه کړو. د پاسپورټ په جبري کېدو مو په لکونو وګړي بیکاره شوي دي او آن ډيری ځوانان ځان وژنه کوي خو موږ به نور د پاکستان داسې پرېکړو ته نه تسلیمږو او خپل حق به ترلاسه کوو.»
د پاکستان له لورې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زرګونو کسانو سوداګري او کاروبار بند شوی دی.
د یاد پرلت د ملاتړ په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم چمن ته ورغلی او تمه کیږي چې نن د چهار شنبې په ورځ د لیندۍ په اتمه هم دغه پرلت ته خپله وینا واوروي.

میاخیل: طالبانو په افغانستان کې استبدادي ملایي نظام رامنځته کړی چې په نړۍ کې ساری نه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۰

په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې په وروستۍ ورځ د افغانستان د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت مشر شاه محمود میاخیل وویل، چې طالبان پر خبرو اترو باور نه لري او کومه تګ لاره چې دوی غوره کړې، په افغانستان کې بلې جګړې ته لار پرانیزي.

هغه زیاته کړه: « طالبانو په افغانستان کې استبدادي ملایي نظام رامنځته کړی چې ساری یې د نړۍ په هېڅ اسلامي هېواد کې نه لیدل کیږي».

هغه وویل، چې افغانانو د تېرو نظامونو له سقوط څخه هېڅ عبرت نه دی اخیستی.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې افغان سیاستوال په دې نه دي توانېدلي، چې یو واحد موقف جوړ کړي، چې هم یې د افغانستان خلک ومني او هم نړۍواله ټولنه.

هغه دې ته په اشارې سره چې د سیمو هېوادونو هم د افغانستان د نظامونو له سقوط څخه عبرت نه دی اخیستی زیاته کړه، چې ټول په تعامل کې خوښ دي.

هغه وویل: «تعامل د سیاسي پلوه یوه بې معنا، ناچاره او بې نتیجې پروسه ده. هغه وخت موږ افغانستان لپاره کار کولی شو، چې هلته یو مشروع او قانونمنده نظام شتون ولري؛ که داسې نه وي افغانستان د سیمې او سیمه د افغانستان لپاره خطر ده».

هغه زیاته کړه، چې له پخوانیو روایتونو، پالیسیو او فکرونو چې د نظام د سقوط لامل شو؛ "نه شو کولې پر افغانستان حاکمیت ولرو".

نوموړي په سیمه او نړۍ کې له طالبانو سره د تعامل پر سیاست نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه سیاست په افغانستان او سیمه کې افراطیت زیاتوي: "د سیمې او نړۍ تر منځ د تعامل پالیسي به په سیمه کې افراطیت ته وده ورکړي" ځکه چې طالبان په سیمه کې له ټولو افراطي ډلو سره د مبارزې اراده او وړتیا نه لري . نه د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک مخi نیولی شي، نه د تحریر ګوند، نه هم د داعش او نه هم د القاعده ».

نوموړي د غونډې د یوې ګډنوالې د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په افغانستان کې ټولو اقشارو سربېره پر دې چې له جمهوري دولت په جوړښت کې په یو نه یو ډول دخیل وو، د هماغه نظام پښې وهلې او د نظام په تخریب کې یې رول لوبولی دی.

شاه محمود میاخېل په یادې غوڼډې کې د ملي سرود او پښتو ژبې ژباړن پر نشتون هم نیوکه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکو ورته مجلسونو کې ملي سرود وغږول شي او د غونډې د ګډونوالو لپاره د پښتو ژبې ژباړن هم موجود وي.

د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ او نېږدې سیمې زلزلې لړزولي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۶ GMT+۰

له بدخشان څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن د شپې ۹:۱۵ بجې یې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.

د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۴،۳ درجې وه، چې د بدخشان اشکاشم او فیض اباد سیمې یې لړزولې دي.

د یادې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې؛ د زلزلې ټکانونه په کابل، کندز، بغلان، ننګرهار، لغمان، پروان او پنجشیر ولایتونو کې هم حس شوي دي.

یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د تاجکستان او پاکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د متقي سلاکار: سیاسي مخالفین د ایران د پخواني پاچا د کورنۍ په څېر سرګردانه دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۰

په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې په دویمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سلاکار د دغې ډلې پر سیاسي مخالفینو سخته نیوکه کړې ده.

ذاکر جلالي د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې مخالفې څېرې محبوبیت نه لري او دا د طالبانو لپاره «یو سیاسي فرصت» دی.

ذاکر جلالي د مخالفینو برخلیک د ایران له شاه سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې دوی د ایران د پخواني پاچا د کورنۍ په څېر سرګردانه دي.

رضا پهلوي د ایران د پخواني شاه محمد رضا زوی له دغه هېواده بهر د ایران د مخالفو له مخکښو شخصیتونو څخه دی.

هغه له لویدیځو هېوادونو غواړي چې د ایران د نسکورولو لپاره دې سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

جلالي پر اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «د امارت له سیاسي فرصتونو څخه یو هم دا دی چې په وطن کې یې دښمنان منفوره دي، نړۍوال جاسوسان دي او دوي هېڅ ملي او دینې ارزښت ته پابنده نه دي».

هغه په ​​مسکو او دوشنبه کې د وروستیو غونډو پر ګډونوالو او رسنیو نیوکې وکړې او هغوی یې د «امریکا، فرانسې او اسراییل په خدمت» تورن کړل.

د هرات یوولسمه امنیتي غونډه چې "په افغانستان بیا فکر کول - بېلابېلې حل لارې" تر سرلیک لاندې د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۶ مه د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې ترسره شوه، د اسماعیل خان په ګډون د طالبانو پر ضد یو شمېر مخالفو څېرو مدنې فعالانو او د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو یو شمېر استازو ګډون درلود.

اېکسپرس ټرېبیون: طالبان له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي؛ طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره متبادلې لارې وړاندې کړي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې افغان طالبان اندېښمن دي، چې که د پاکستان تحریک طالبانو پر ضد اقدام وشي، نو د دوی جنګیالي به له داعش سره یوځای شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د طالبانو د تحریک پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د پاکستان ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۷مه) په یوه راپور کې د سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبان او پاکستان د "مناسبو چینلونو" له لارې تماس نیولی دی.

پاکستاني چارواکو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبان له تحریک سره جګړه وکړي او د هغوی پټنځايونه له منځه یوسي.

پاکستان وايي، چې ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې تخریبي ترهګریز فعالیتونه کوي.

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان هڅه کوي، چې پاکستاني طالبان بې واکه کړي؛ خو افغان طالبان له دغې ډلې سره د مقابلې لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ اسلام اباد د خپل پوځ د قوماندې له تغیر وروسته د طالبانو تحریک سره د خبرو اترو بهیر لغوه کړی.

د افغانستان تر واک لاندې طالبانو د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د منځګړیتوب هڅه وکړه، چې بريالي نه شوه.