• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالب ضد اړخونو څلور اصلي خبرې

صفدر سلېمانخېل

مېلمه لیکوال

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰

په تاجکستان کې د هرات امنیتي ناسته د افغانستان په اړه یوه وروستۍ مهمه غونډه وه چې پر خارجي لوریو سربېره اویا کسه افغان شخصیتونو هم پکې برخه واخیسته او د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې پکې وشوې.

د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو مخالفان په ګڼو لویو او وړو غونډو کې په مختلفو مناسبتونو سره یو ځای شوي او د هېواد د برخلیک په اړه یې بحثونه سره کړي دي.

د دوی د بحثونو، ویناوو او مرکو مرکزي ټکي دغه څلور دي:

یو، طالبانو د افغانستان د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړې دي. بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته یې درناوی نه دی کړی، د خلکو سیاسي ازادۍ یې غصب کړې دي، دولتي سیستم یې ویجاړ کړی دی، بې قانونه حالت یې راوستی دی، خپل مخالفان په تېره بیا پخواني نظامیان وژني، سیاسي مخالفان بندیخانو ته اچوي، فردي ازادیو ته درناوی نه لري، قومي توازن نه رعایتوي، کانونه او نورې ملي شتمنۍ یې لیلام ته وړاندې کړې دي او د هېواد اقتصاد ته یې ډېر تاوان رسولی دی.

د طالبانو په مخالفانو شاید نیوکه وشي چې شکایتونه یا حد اقل ځینې شکایتونه په مبالغه امیزه بڼه کوي، مګر دې کې به لږ کسان شک ولري چې طالبانو د افغانستان خلکو ته دغه ټول یا ځینې مشکلات جوړ کړي دي. د طالبانو د مخالف لوري له دغو خبرو سره د هېواد دننه همدردي موجوده ده او کیدای شي چې نړیوال هم د افغانستان ستونزو ته متوجه کړای شي.

دوه، د طالبانو مخالفان وایي چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه هماهنګ دریځ ولري او پر طالبانو سیاسي، اقتصادي او حتا نظامي فشارونه واچوي چې له نورو افغانانو سره واقعي خبرو ته چمتو شي او په دې ډول پراخ بنسټه نظام ته لاره اواره شي.

دا غوښتنه د جمهوریت له سقوط وروسته ډېره تکرار شوه خو لږ تر لږه تر اوسه داسې ښکاري چې سیمه او نړۍ که د افغانستان په اړه کومه هماهنګي لري هغه دا ده چې طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني خو نور نو څه خاص فشار ورباندې نه اچوي.

کله کله پاکستان یا ایران د ټي،ټي،پي یا اوبو په سر له طالبانو سره کشمکش کړی دی خو دغه کشمکش د دغو ملکونو د خپلو منافعو لپاره وي، نه هاغسې چې د طالبانو مخالفان یې غواړي او د افغانستان د خپلو ستونزو د حل یا د مخالفانو په ګټه وي.

د طالبانو یو شمېر مخالفان په دې هم ګیله من دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره مالي مرستې کېږي. پخواني خارجه وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د روان کال د سپتمبر په اتمه په خپل ایکس کې ولیکل چې افغانستان د دنیا یوازینی هېواد دی چې یوه ظالم بنسټ پال سیستم ته د نړۍ د ولسواکو هېوادونو له خوا د اونۍ څلوېښت میلیونه ډالر ورکول کېږي.

مرستندویان استدلال کوي چې دوی دا پیسې د افغانستان خلکو ته استوي چې اقتصادي فشارونه یې کم شي. دغو مالي مرستو د افغانۍ د ثبات په ساتلو کې برخه لرلې ده چې په نهایت کې قیمتونه ورسره کنټرولېږي.

حقیقت دا دی چې که بهرنۍ مالي مرستې نه وي، دا تضمین نشته چې د څو ویشت کاله پخوا غوندې د افغانیو ارزښت زر برابره راپرېوځي چې طبعا د خلکو ژوند نور هم ورسره بربادېږي.

درې، د طالبانو مخالف لوري وایي چې طالبان نه یوازې د افغانستان خلکو ته صدمه رسوي بلکې د نړۍ هېوادونو ته ستونزې پېښوې، د تروریزم ملاتړي دي او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

د دې خبرې له کولو مطلب دا دی چې نړیوال رامخکې شي او د خپلو ګټو په پار د طالب خلاف جدي دریځ ونیسي. داسې ښکاري چې دغه خبره په نړۍ کې چندان نه ده اورېدل شوې.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې څو ځله په مرکو کې وویل چې امریکا د طالبانو له هغو اقداماتو راضي ده چې د داعش په وړاندې یې کوي.

که څه هم مختلفو منابعو تایید کړې ده چې طالبانو له القاعدې سره رابطه نه ده غوڅه کړې او ان معلومه شوه چې ایمن الظواهري ته طالبانو په کابل کې پناه ورکړې وه، مګردغه رابطه نړیوالو ته تر هغو پورې د خطر د زنګ حیثیت نه لري چې القاعده د افغاسنتان له خاورې د لویدیځ د امنیت خلاف اقدامات نه وي کړي.

د هرات په وروستۍ امنیتي ناسته کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل چې یو شمېر طالبان د تاکتیکي اتمي وسلو د ترلاسه کولو په احتمال فکر کوي.

د دې خبرې له کولو د ښاغلي نبیل مطلب طبعا دا دی چې دنیا ووېروي چې د طالب شتون درته امنیتي خطر پېښولای شي.

څلور، د طالبانو د مخالفانو په ناستو، ویناوو او مرکو کې یوهمهمه خبره دا وي چېباید په خپلوکې سره منسجم شو، خپل اهداف توحید کړو او مشترک کار ته چمتو واوسو.

که څه هم د تاجکستان د وروستۍ غونډې یوه برخه وال، محمد اسماعیل خان وویل چې د طالبانو مقابل لوري په خپلو کې سره مشکل نه لري، خو حقیقت دا دی چې د طالبانو مخالف لوري یوازې په یوه ټکي کې سره متحد دي او هغه له طالبانو سره مخالفت دی. البته د مخالفت په اندازه کې یې فرق دی. ځینې په سیاسي مخالفت تاکید کوي، ځينې نور یې په نظامي مخالفت.

د طالبانو مخالفان که غواړي چې هم د ولس پراخ حمایت جلب کړي او هم د نړیوالو، نو فعلا یې تر ټولو لوی کار چې په مخ کې دی، همدا انسجام دی.

بې له شکه چې ملت له طالبانو په تنګ دی خو دا احتمال کم دی چې د هغوی په غیر منسجمو مخالفانو باندې زیاته تکیه وکړي، ځکه خلک له بې نظمي او انارشي سخته وېره لري.

له شوروي سره د جهاد په وخت کې چې تنظیمونو په خپلو کې انسجام نه درلود، ملت ډېر تاوان وکړ او بیا چې کله مجاهدینو خپل حکومت جوړ کړ نو همدې عدم انسجام هر څه ګډوډ کړل او د طالب ظهور ته زمینه مساعده شوه.

دغه تجربې د ولس نه هېرېږی او له تیت و پرک حالت څخه وېره لري.

له بلې خوا دنیا، چې نن سبا د داعش له ترهګري په وېره کې ده، په افغانستان کې صرف هغه وخت د یو مثبت حرکت حمایت ته زړه ښه کولای شي چې په افغانستان کې انارشي رانه شي.

طالب مخالف لوري که په خپلو موخو، فعالیتونو او تشکیلاتو کې انسجام راولي، بیا دا احتمال هم زیاتېږي چې طالب ورسره واقعي خبرو ته ځان مجبور وویني.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان والي د چمن پرلت وهونکو څخه د دوی د غوښتنو د حل په موخه پنځه ورځې وخت غوښتی

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۸مه) د چمن د پرلت وهونکو مشرانو او د بلوچستان صوبې، ایالتي مشر تر منځ ناسته شوې. د بلوچستان والي (ګورنر) ملک عبدالولي کاکړ تېره ورځ له څلوېښت ورځو وروسته د چمن پرلت وهونکو سره د پرلت وهونکو د غوښتنو د حل په موخه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بلوچستان ایالتي مشر د پرلت وهونکو څخه پنځه ورځې وخت وغوښت چې د دوی غوښتنې به د مرکزي حکومت سره شریکې کړي او د حل لار به ورته راوباسي.

د پرلت د کمېټې غړی قاري امداد الله چې د بلوچستان له ګورنر سره یې د تېرې ورځې په ناسته کې ګډون درلود وايي: «د بلوچستان ګورنر سره مو ناسته ښه وه او ګورنر د پرلت وهونکو څخه پنځه ورځې وخت وغوښت چې دغه مسله په هر اړخیز ډول هواره کړي.»

نن د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۹مه) ۴۲ ورځې وشوې چې زرګونه کسانو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبرې کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، که د پرلت غوښتنې یې ونه منل شي نو دوی به په چمن کې حکومت ته هیڅ ډول مالیه نه ورکوي.

نوموړی وایي: «په پنجاب او نورو صوبو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کیږي هلته قانون یو ډول دی او دلته بیا بل ډول، دلته نه خدمتونه شته او پر موږ ځانګړی قانون پلي کیږي. موږ دلته کار او روزګار غواړو موږ پاسپورټ نه منو، دا که په زور وي که په رضا وي زموږ غوښتنو ته به حکومت غاړه ږدي.»

تر دې مهاله پاکستاني چارواکو د چمن پرلت وهونکو غوښتنو ته غوڅ دریځ نه دی ښودلی، خو پرلت وهونکي هیله مند دي، چې تر راتلونکو پنځو ورځو به د سپین بولدک ـ چمن د دروازې په اړه د حکومت دریځ روښانه شي.

د طالبانو سټنډرډ ملي اداره: ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته واستول شول

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د طالبانو سټنډرډ ملي اداره وايي، د فراه له بندر څخه یې د بې کیفیته تېلو ۲۴ ټانګره بېرته ایران ته ور وګرځول. دغه اداره وايي هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوی وکړي.

د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۹مه) په خپله اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې، په تېرو دوه ورځو کې یې د فراه د ۷۸ میل بندر کې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ستانه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرد ملي اداره له سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې هیواد ته د بې کیفیته تېلو د واردولو څخه ډډه وکړي کنه له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري ایران ته د بې کیفیته تېلو د ستنولو بهیر چټک شوی دی.

دوه ورځې وړاندې هم دغې ادارې د بې کیفیته تېلو ۱۲ ټانکره بېرته ایران استولي وو.

همدارنګه د طالبانو د سټنډرډ اداره د دوشنبې په ورځ هم ایران ته د تېلو د ۴۳ ټانکرو د بېرته ستنولو خبر ورکړی و.

اوچا: ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۷.۵ میلیون ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۵ GMT+۰

په هرات ولایت کې له خونړۍ زلزلې او د هغې له ټکانونو وروسته ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې د مرستې له پاره تر اوسه پورې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۸ مه) په خپل راپور کې زیاته کړې ده چې، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې له دې شمیر څخه یې یوازې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په هرات ولايت کې د تلې ۱۵مې نیټې د زلزلې له امله له ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسانو سره مرسته شوې ده.

اوچا دغه راز په هرات کې د ټولو زيانمنو شويو سره د ستونزو د هواري له پاره د زياتو مرستو په ترلاسه کېدو ټینګار کوي او له اړوندو مرستندویه بنسټونو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

په هرات کې د تلې ۱۵مې نېټې زلزلې او وروسته له هغې ټکانونو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

له ویجاړونکې زلزلې وروسته د ژمي سړې هوا د زیانمنو کورنیو ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي چې ډیری مرستندویه او نړیوالې ادارې په افغانستان کې د انساني ناورین رامنځته کېدو اندېښمن کړي دي.

د هرات ولایت یو شمیر اوسیدونکي، طالبان د مرستو په ناسم وېش او په هغو کې په درغلیو تورنوي او وایي چې دا ډله په خپله خوښه پر خلکو مرستې ویشي.

يو این ډي پي: د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (یو این ډي پي) وایي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو زیانمنو کورنیو ته د مرستو په موخه ۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغې ادارې په خپله اېکس پاڼه نن پنجشنبې (د لیندۍ ۹مه) د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې ده، د هرات له زلزلې څخه ژوندي پاتې شوي کسان، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، په خیمو کې ژوند کوي او له سخت ژمي سره مخامخ دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه زیانمن هراتیان اوبو، روغتیایي پاملرنې، خوړو او مناسبې سرپناه ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې پراختیایي ادارې له راپور سره یوه ویډیو هم خپره کړې چې د نفیسې په نامه د هرات د زلزلو یوه زیانمنه میرمن د زلزلې د اوښتو زیانونو او د خپل ژوند د وضعیت په اړه په کې خبرې کوي.

میرمن نفیسه چې د خپل ویجاړ کور تر مخ ولاړه ده وایي، په دې ساړه ژمي کې له خپلو ماشومانو سره په ډیرې ویرې او اندیښنې سره د خیمو ترلاندې ژوند کوي.

د هغې په خبره: «تېره شپه سخت توپان و او مونږ فکر کاوه، چې دغه توپان به مو ماشومان او خیمې یوسي، ماشومان مې سخت ویریدلي و او دا دردونکی حالت دی.»

100%

نوموړې همداراز زیاته کړه چې، دوی اوسمهال خوړو او مناسبې سرپناه ته اړتیا لري.

یو این ډيپي د ۲۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې په غوښتنې سره غواړي چې د اغیزمنو کسانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دغه اداره د دې پلان موخه د سرپناه چمتو کول بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د تلې په ۱۵مه د خونړۍ زلزلې له امله د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه ورسیدل.

له زلزلې وروسته ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ډیری زیانمنې کورنۍ اوسمهال د ژمي په سړه هوا کې تر خيمو لاندې ژوند کوي.

سره له دې چې د ايران، چين، ترکيې او یو شمیر نورو هېوادونو او نړیواله مرستندویه ادارو له خوا د هرات ولایت له زیانمنو کسانو سره مرستې شوي، خو د دغه ولايت اوسېدونکي لا هم د خپل ژوند له ناوړه شرايطو شکايت کوي.

سرچینې: پاکستاني پولیسو یو شمېر هغه افغانان نیولي، چې جرمني ته کډوال کیدل

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۱ GMT+۰

په اسلام اباد کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پولیسو د چهارشنبې په ورځ یو شمېر هغه افغانان نیولي، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه څیړل کیدو په حال کې دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان ۱۱ کسه دي او د کډوالو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي.

سرچینو ویلي، د نیول شویو کډوالو د کډوالې چارې په جرمني کې مخه په خلاصیدو وې. دغو سرچینو زیاته کړه چې د دغو کسانو مصاحبه د جرمني په سفارت کې ترسره شوې وه، صحي معاینات یې بشپړ او جرمني‌ ته د پرواز لپاره ویزو ته په تمه وو.

په سیمه کې د پولیسو د عملیاتو څخه افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي انځورونه ښیي چې پولیس د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې د دې افغانانو په نیولو لګیا دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا او يو شمېر نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوال ونه باسي، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې د طالبانو د وېرې له امله له افغانستانه وتلي دي.

همدا راز د پاکستان حکومت له دغو هېوادونو سره ژمنه کړې وه چې هغه افغانان به نه باسي چې د ویزې ترلاسه کولو او لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي.