• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محسن داوړ: طالبان د راولپنډۍ پروژه ده او د دوی هویت ترهګري ده

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د پخوانۍ قامي اسمبلۍ غړی او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله اېکس پاڼه د طالبانو وروستي غبرګون په ځواب کې لیکلي، چې د هرات امنیتي ناستې ته طالبانو داسې غبرګون ښودلی لکه د افغانانو رښتیني استازي چې وي.

هغه لیکلي:« دوی د راولپنډۍ پروژه ده او د دوی هویت ترهګري ده.»

هغه زیاته کړې:« هغه کسان چې د خلکو ملاتړ لري خپل مشروعیت د ټاکنو له لارې ثابتوي؛ نه د ډارولو او ترهې له لارې.»

محسن داوړ دغه خبرې د هرات امنیتي ناستې ته د طالبانو هغه غبرګون په ځواب کې کړي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ډلې د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي و:« هغه دوه مخي چې په لر کې پر عدم تشدد او په بر کې بیا پر تشدد باور لري تل د افغان وژنې نندارچیان پاتې شوي.»

هغه د محسن داوړ د تصویر په خپرولو سره لیکلي و:« دا ګوډاکۍ څېرې اوس دلته پېژندل شوي، په ټولنه کې یې هغه وقار، عزت او حیثیت له لاسه ورکړی دی.»

محسن داوړ د هرات امنیتي ناستې ته د وینا پرمهال ویلي و:« په افغانستان کې په زور واکمني نه شي کېدی؛ طالبان د ټوپک په زور افغانستان ته راغلي او باید د ټوپک په زور له افغانستانه واېستل شي.»

خو د محسن داوړ دغه څرګندونو په پښتونخوا کې پراخ ملاتړ له ځانه سره درلود.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۴

د طالبانو سفیر: د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي پر اسانتیا کار کوو

۵

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده