• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلون په لسو ډېرو زیانمنو هیوادونو کې دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی، یوناما، د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۸ غونډې بهیر کې وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې په لسو زیانګالو هېوادونو کې دی، خو له دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

یوناما پر ټولو ښکیلو اړخونو غږ کوي چې له پوهاوي مرحلې د عمل پر لور ولاړ شي،‌ ځکه چې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغیز کوي.

یوناما په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان په بیړنۍ او یا بحراني توګه د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د درېیم کال لپاره پرله پسې وچکالي، اقتصادي ستونزې او په تیرو دوو کلونو کې د دوو ویجاړونکو زلزلو په ګډون د طبیعي پیښو زیان کچه لوړه شوې.

د اقلیم بدلون په روغتیا، حفظ الصحې، بې وزلۍ، کډوالۍ او په کور دننه بې ځایه شوو وضعيت لا پسې خراب کړی دی.‌

ملګرو ملتونه وايي، په داسې حال کې چې دوی او نورې مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرسته کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه وکړي خو دغه مرستې بسنه نه کوي.

له افغانستان سره برشي مرستې مخ په کمیدو دي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مرستې هم ځنډول شوې دي.

د افغانانو غږ د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې نه پورته کیږي.

د افغانستان حاکم چارواکي لا ندي توانیدلي چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی وايي، طالبان باید سملاسي لویه جرګه جوړه کړي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د افغان کشالې د حل لپاره سملاسي لویه جرګه جوړه کړي او له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړي. محمود خان اڅکزي دا خبرې د کوټې ښار په ایوب سټیډیم کې د خپل پلار خان عبدالصمد خان اڅکزي په ۵۰ تلین کې وکړې.

هغه د خپلې وینا ډېره برخه د پاکستان پر راتلونکو ټاکنو او د دغه هېواد پر حکومت څرخېده.

نوموړي په دې وینا کې وویل: «موږ داسې پاکستان غواړو چې عدالت پکې حاکم وي، اساسي قانون پاکې حاکم وي او پارلمان یې خپلواک وي.»

محمد خان اڅکزي په داغه غونډه کې چې زرګونو کسانو پکې ګډون درلود د پاکستان راتلونکو ټاکنو ته په اشاره وویل: موږ ته ډیموکراسي ګرانه ده او په دې برخو کې له هیچاسره جوړجاړی نه کوو.

په پاکستان کې او بهر تر ډېره نیوکه دا وي چې د ولسواکۍ په جامه کې او د ټاکنو له لارې واک ته داسې کسان رسېږي چې له اسټبلشمنټ سره جوړ وي.

محمود خان اڅکزي دې خبرې ته له اشارې پته وویل: دودیزې ټاکنې نه شي کولې راټولې شوې ستونزې هوارې کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د یوې ډیموکراتیکې لارې رامنځ ته کولو لپاره چې ډیموکراسۍ ته لار هواره کړي د ‌ذینفع اشخاصو تر منځ یو درې ورځني کنفرانس ته اړتیا ده.

هغه له ټولو په ځانګړې توګه له نواز شریف، بلاول او مولانا فضل رحمان څخه وغوښتل، چې له فرصت څخه دې ګټه پورته کړي او هېواد دې له اوسنۍ نا څرګندتیا او ناورین څخه وباسي.

اڅکزي له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې په چمن کې د اعتراض کوونکو غوښتنې ومني او له بشري حقونو څخه د سرغړونو د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړ چې باید ودرول شي.

محمود خان اڅکزي دا خبرې نن د ډیسمبر دویمه د پښتنو د وتلي مبارز خان عبدالصمد خان د ۵۰ تلین غونډه کې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پلار خان عبدالصمد خان د ۱۹۷۳ کال ډیسمبر په دویمه په کوټه ووژل شو.

خان عبدالصمد خان د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته د پښتنو لپاره سیاسي مبارزه کې مهم رول درلود.

سرچینې: د ایران په یزد ښار کې د یوه ۱۷ کلن ځوان وژل کېدلو د افغان کډوالو حالت ستونزمن کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د ایران په یزد ښار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته په دغه ښار کې د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت شوي دي. د یزد ولایت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، قاتل یو «بهرنی دی» او نیول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، تورن افغان دى او د يزد د کډوالو په ښارګوټي کې ژوند کوي.

دوی ویلي چې د پنجشنبې په شپه د یزد ښار په «میبد» سیمه کې یو ۱۷ کلن ایرانی ځوان له شخړې وروسته وژل شوی دی.

ایراني رسنیو د یزد د والي د سیاسي امنیت مرستیال علي اکبر عزیزي له قوله لیکلي، چې قاتل بهرنی وګړی دی او د یزد په ازاد شهر کې نیول شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پیښې وروسته د سیمې خلک په قهر شوي او د افغان کډوالو پر کورونو یې بریدونه کړي او سوځولي یې دي.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښیي، چې د دې شخړې رسنیز کول د دې لامل شوی چې یوه ډله خلک د افغان کډوالو پر ښارګوتي برید وکړي. دا انځورونه ښیي چې کورونو اور اخیستي دي.

ظاهراً په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو د استوګنې په لور د قهرجنو خلکو راتګ له ایراني پولیسو سره د نښتې سبب شوی دی.

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر له زیاتیدو وروسته د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې ورته پیښې راپور شوې چې ایراني اتباعو افغان مهاجر وهلي او د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی.

پاکستاني طالبان: محسن داوړ د افغانستان پر ځای په وزیرستان کې د جګړې ارمان پوره کولی شي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د پاکستان طالبانو غورځنګ د محسن داوړ دې خبروته توند غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو، «افغان طالبان باید د وسلې په زور بې واکه شي.» دا ډله د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، که محسن داوړ د جکړې شوق لري، نو د افغانستان پر ځای په وزیرستان کې دا شوق پوره کولی شي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ تېره دوشنبه په تاجکستان کې د هرات امنیتي کانفرنس ته وینا کې وویل: « طالبان د ټوپک په زور افغانستان ته راغلي او باید د ټوپک په زور له افغانستانه واېستل شي.»

د نوموړي دا څرګندونې په افغانستان او پښتونخوا کې پر عادي خلکو سربېره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له نیوکو سره هم مخ شوې.

محسن داوړ ته په ځواب کې د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران خپل اېکس کې ولیکل: :« هغه دوه مخي چې په لر کې پر عدم تشدد او په بر کې بیا پر تشدد باور لري تل د افغان وژنې نندارچیان پاتې شوي.»

محسن داوړ پرون خپل اېکس کې د خالد ځدراڼ په ځواب کې ویلي: :« دوی د راولپنډۍ پروژه ده او د دوی هویت ترهګري ده.»

د نوموړي د دې نظر خبر چې افغانستان پښتو انټرنشنل خپور کړی، د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان یاد کړی او لیکلي یې دي چې «د حکیم الله، بیت الله او عمر خالد خراساني شهید لارویان باید دداسې منحوسو کسانو خولې د تل لپاره بندې کړي.»

د نوموړي تر څرګندونو وروسته د پاکستاني طالبانو ویاند عمر خراساني هم د اعلامیې خپرولو سره محسن داوړ «د عدم تشدد جعلي پیروکار» بللی دی.

ښاغلی خراسانی په هرات کانفرانس کې د ښاغلی داوړ خبرو ته په اشاره لیکي، چې نوموړی په افغانستان کې جنګ غوښتلو سره «خپل باداران خوشالوي.»

د هغه په خبره، طالبانو «د محسن داوړ ملګرو ته په افغانستان کې ماته ور کړه او تېښتې ته یې اړ کړل» خو که ښاغلی داوړ د جګړې شوق لري، نو د افغانستان پر ځای په وزیرستان کې دا شوق پوره کولی شي.

پاکستاني طالبان وايي، محسن داوړ ځکه په افغانستان کې جنګ غواړي چې خپل ملګري یې مات شوي او اوس افغان پوځي چورلکې د نوموړي په خدمت کې نه دي.

د دوی اشاره ښايي د جمهوریت پر مهال کابل ته د محسن داوړ سفر ته وي چې پر تورخم تر اوښتو او ننګرهار ته تر رسېدو وروسته چورلکه کې کابل ته ورسول شو.

محسن داوړ، علي وزیر او ځینې نور پښتانه مشران هغه مهال د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دویم ځل ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته بلل شوي وو.

د جبریل ښارګوټي اوسیدونکي: یا امنیت ټینګ کړئ او یا وسلې راکړئ چې خپل امنیت ونیسو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د هرات ښار د جبریل ښارګوټي ځینې اوسېدونکو په یوه غونډه کې د طالبانو والي ته وویل، یا دې د خلکو امنیت ونیسي او یا دې وسلې ورکړي، چې خپل امنیت ونیسي. سرچينې وايي د جبريل ښارګوټي اوسېدونکو په هرات کې د شيعه ديني عالمانو د پرلپسې وژنو د عاملينو د نيولو او مجازاتولو غوښتنه هم وکړه.

په هغه غونډه کې چې نن، د هرات د والي په دفتر کې د طالبانو له خوا جوړه شوې وه، د دغه ښار اوسېدونکو په هرات کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د وژل شویو جسدونو له ښخولو انکار

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د هرات د جبریل ښارګوټي اوسېدونکو د جمعې په ورځ د وژل شویو کسانو د جسدونو له ښخولو ډډه وکړه.

خو په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام جار نن په یوه غونډه کې د جبریل د خلکو له استازو وغوښتل چې د دغو کسانو جسدونه ښخ کړي.

په هرات کې د طالبانو والي د جمعې د ورځې برید له «دښمنانو» سره تړلی چې د ده په وینا د خلکو د ویشلو هڅه کوي.

د هرات سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له والي سره تر لیدنې وروسته د جبریل ښارګوټي د خلکو استازو پرېکړه وکړه چې د وژل شویو جسدونه سبا ښخ کړي.
​ناڅرکندو وسله والو د جمعې په ورځ د هرات په جبریل ولسوالۍ کې د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان ووژل.

دغه برید د جمعې په ورځ لیندۍ په لسمه ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د هرات ولایت د جبریل ښارګوټي اړوند د شهدا ښارګوټي او کور میلي ښارګوټي ترمنځ سیمه کې په کې ترسره شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د هرات د انجيل ولسوالۍ د خوشرود په سيمه کې د يوه هزاره ديني عالم د مرګ ٤٠ له مراسمو څخه د راستنېدو په حال کې وو، چې پرې ډزې وشوې.

د دغو شپږو هزاره وګړو له وژل کېدو وروسته د جبریل ښارګوټي اوسېدونکو د قربانیانو جسدونه له ځانه سره لیږدولو سره د هزاره ګانو د پرلپسې وژنې پر ضد یې مظاهرې وکړې.

دغه برید د افغانستان د سیاسي مشرانو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ډیری دا برید د "هزارع نسل وژنې " لپاره د یو لړ بریدونو یوه برخه ګڼلې ده.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي وايي، د هرات د برید په غبرګون کې په افغانستان کې هزاره ګان او شیعه ګان په سیستماتیک ډول وژل کېږي.

ښاغلي خلیلي په یوه بیان کې لیکلي، چې طالبان د هزاره ګانو د وژنې په پټولو سره هڅه کوي چې د امنیت د تامینولو دروغجنه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا د رهبرۍ غړي محمد محقق هم د دغه برید په غبرګون کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي په رپوټ کښې د «امنیت د ښه والي» په څرکندونو نیوکه وکړه.

محمد محقق په بیان کې لیکلي: "په ظاهره د هزاره ګانو او شیعه ګانو سیستماتیک وژنه عامه امنیت ته ګواښ نه ګڼل کېږي."

کریم خلیلي: طالبان د امنیت ټینګولو ادعا سره د هزاروو پر وژنه پرده اچول غواړي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر په هرات کې پروني برید ته په اشاره وايي، «په افغانستان کې هزاره ګان او شیعه یان په سیستماتیک ډول وژل کېږي.» کریم خلیلي په خپل بیان کې زیاتوي «طالبان د هزاروو د وژنې په پټولو سره هڅه کوي چې د امنیت ټینګولو پوچه ادعا یې له پوښتنې سره مخ نه شي.»

د افغان ولسمشر پخواني مرستیال د هزاروو او شیعیانو د وژنې له غندلو سره پر طالبانو غږ کړی «د وحشیانه او هدفي وژنو ننداره او بې غوري مه کوئ.»

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالی شورا د مشرتابه غړی محمد محقق په هرات کې د شپږو هزاره وګړو وژنې ته په اشاره د امنیت د ښه والي په هکله د ملګرو ملتونو د استازي پر راپور نیوکه کوي.

محمد محقق وايي، «داسې ښکاري چې د هزاروو او شیعه یانو سیستماتیکه وژنه د عمومي امنیت خنډ نه بلل کېږی.»

د محقق اشاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي فریدون سینیور اوغلي راپور دی چې تېره میاشت امنیت شورا ته وړاندې شو.

وسلوالو کسانو پرون د هرات په جبریل سیمه کې د دوو روحانیانو په ګډون شپږ هزاره ووژل او درې یې ټپیان کړل.

دا کسان د یوه روحاني د څلوېښتۍ مراسمو کې له ګډون وروسته هرات ښار ته ستنېدل چې برید پرې وشو.