نوموړي ویلي: «کله ناکله دا حقیقت ناارامه کوونکی و او کله ناکله یې هرکلی نه دی شوی؛ خو زما مسوولیت هېڅکله دا نه و چې حقایق د خلکو د خوښې وړ وګرځوم؛ بلکې مسوولیت مې دا و، چې د علمي شواهدو پر بنسټ حقیقت بیان کړم او په ځانګړې توګه هغه مهال روښانه خبرې وکړم چې حقیقت ویل ستونزمن وي».
ګوترېش زیاته کړې: «زه به د حقیقت ویلو ته دوام ورکړم او د هغه لپاره به مبارزه هم ونه دروم».
د دغو راپورونو په غبرګون کې د عراق د پارلمان مشر هیبت الحلبوسي د یوه لنډمهاله څېړنیز پلاوي د جوړولو امر کړی، څو له کرکوک او د کردستان له سیمې څخه د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق په اړه خپاره شوي معلومات وڅېړي. په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر هم په دغه هېواد کې د نفتي توکو د غلا او قاچاق په اړه د څېړنو امر کړی دی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برخه تېل له بهرنیو هېوادونو واردوي. ایران، عراق او ترکمنستان د افغانستان د تېلو له مهمو برابرونکو هېوادونو څخه دي.
سوداګر او پانګهوال وایي چې د ایران ډېره برخه تېل د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو او د اسلامکلا له بندر څخه افغانستان ته داخلېږي؛ خو د عراق قاچاقي تېل تر ډېره د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
یو پېژندل شوی سوداګر چې په دې بهیر کې ښکېل دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي چې د افغانستان د واردېدونکو سونتوکو ډېره برخه د ایران او ترکمنستان له لارو برابرېږي.
د هغه په وینا، د ترکمنستان سونتوکي د اقینې بندر له لارې افغانستان ته داخلېږي، په داسې حال کې چې د ایران د تېلو بارونه تر ډېره د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو هېواد ته رسېږي.
هغه وایي، له ایران څخه د سونتوکو د وارداتو کچه د پام وړ ده او د عراق د تېلو یوه برخه هم ایران ته تر لېږد او په دغه هېواد کې تر تصفیې وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د نوموړي په وینا، ځینې بارونه په مستقیم ډول له عراق څخه هم لېږدول کېږي.
هغه ادعا کوي چې امریکا له دغه بهیره خبره ده او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د طالبانو د قاچاقي همکاریو د درولو لپاره یې پر دې ډلې فشارونه زیات کړي دي؛ خو نوموړي د دغو فشارونو په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د تهران او طالبانو ګډې ګټې
افغانستان ته د تېلو د قاچاق یوه موخه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو څخه تېښته بلل کېږي. ایران له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی او طالبان هم تورن دي چې له دغو بندیزونو څخه د تېښتې په برخه کې، په ځانګړي ډول له ایران سره د جګړې وروسته، همکاري کوي.
په ایران کې د افغانستان پخوانی دیپلومات شفیق شرق وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو پر ادارې د لوېدیځو بندیزونو کچه او څرنګوالی یو شان نه دي.
د هغه په وینا، ایران د اقتصاد او مالیې په بېلابېلو برخو کې له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه بېل ماهیت او محدوده لري.
شرق باور لري چې تهران او د طالبانو اداره د یوې پټې راکړې ورکړې په چوکاټ کې د افغانستان له سوداګریزو امکاناتو څخه د تېلو د معاملو د دوام لپاره ګټه اخلي.
هغه وایي، په دې کړنلاره کې د عراق تېل د افغانستان په نوم پېرودل کېږي، ایران ته لېږدول کېږي او وروسته د ایراني توکو په نوم د افغانستان او سیمې بازارونو ته صادرېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او پهکې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.
پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دورهيي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمهییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمهییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمهییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمهییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».
سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې لهمخې افغانستان ته بلنه نهده ورکړې».
خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نهدی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نهده بلل شوې.