محمود، چې کرۍ ورځ د کابل پر خامه سړکونو ټکسي چلولې وه او ماسخوتن له ده افغانان څخه د کور پر لور روان و، په لاره کې په پوځي او پیکپ موټرو کې وارخطا طالبان له ښاره په تېښته لیدل.
هغه وایي: «کور ته په لاره کې مې شاوخوا کتل، له دولتي دفترونو او کورونو څخه له خلکو بار موټرې په تېزۍ وتلې، په ځینو موټرو کې به کسان نه وو او یوازې وسایل پکې بار وو. په دوو سرو پیکپونو کې بسترې هم بار وې».
په کابل کې هغه شپه هیڅوک نه پوهېدل چې سبا سهار به څه پېښېږي. له خلکو سره ګڼې پوښتنې وې، چې د طالبانو جنګیالي به بېرته راستانه شي؟ ایا مخالف ځواکونه به ښار ته ننوځي؟ کابل به له کلونو تاوتریخوالي او جګړو وروسته یو ځل بیا د وسلهوالو ډلو د جګړې په ډګر بدل شي؟
د همدې سختې او ویروونکې شپې پر سهار محمود په خپله خونه کې له یوه واړه ټيپ څخه د نغمې کیسټه را وایسته او پنځه کاله وروسته یې د موټر په ټیپ کې واچوله. هغه له ویرې پرته د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳مه نېټه په لوړ غږ خپل موټر کې سندره چالانه کړه او د هغه ښار کوڅو ته ووت چې نور پکې هغه ځواکونه نه لیدل کېدل چې خلکو ته یې په موسیقۍ اورېدو سختې سزاوې ورکولې.
د طالبانو لومړی حکومت په څه باندې دوو میاشتو کې له داسې ځواک څخه، چې د افغانستان پر ډېری برخو یې واک درلود، داسې حالت ته ورسېد چې په تېښته تېښته کې یې د خپلو بهرنیو مېلمنو د انتقال لپاره هم موټر نه درلودل.
د تېښتې دغه بهیر د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه د امریکا او بریتانیا له پوځي بریدونو سره هممهاله پیل شو او د همدغه کال د ډسمبر په لومړیو کې له کندهاره د طالبانو په وتلو پای ته ورسېد.
د امریکا ځانګړي ځواکونه د افغان قوماندانانو ترڅنګ ځای پر ځای شول او د طالبانو د مورچو د پېژندلو او د هغوی د دقیقو مختصاتو په ټاکلو سره یې د دې ډلې پر دفاعي لیکو هوايي بریدونه رهبري کړل.
دې همکارۍ پوځي انډول په چټکۍ بدل کړ. طالبانو، سره له دې چې وسلهوال ځواکونه یې لرل او پر لویو ښارونو یې واک درلود، د هوايي بریدونو او د مخالفو ځمکنیو ځواکونو د پرمختګ پر وړاندې د خپلو پرلهپسې جبهاتو د ساتلو توان له لاسه ورکړ.
د شمال او لوېدیځ د جبهاتو ماتېدل
د طالبانو د سقوط لومړی مهم پړاو د ۲۰۰۱ کال د نومبر په نهمه د مزارشریف نیول وو.
مزارشریف د خپل جغرافیایي موقعیت او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د نښلوونکو لارو پر سر د واقع کېدو له امله ستراتیژیک اهمیت درلود. د طالبانو لپاره د دې ښار ساتل په شمال کې د پوځي او اداري اړیکو د دوام په معنا وو.
د عبدالرشید دوستم ځواکونو د امریکا په هوايي ملاتړ او د نورو مخالفو ډلو په همکارۍ، د طالبانو پر مورچو پراخ برید پیل کړ. د دې ډلې د دفاعي لیکو له ماتېدو وروسته مخالف ځواکونه ښار ته ننوتل.د مزارشریف سقوط د افغانستان په شمال کې د طالبانو د پوځي او ارتباطي شبکې یوه مهمه برخه له منځه یووړه.
دوه ورځې وروسته، د نومبر په یوولسمه، طالبانو د تخار ولایت مرکز تالقان ښار، هم له لاسه ورکړ. په همدې ورځ د متحدې جبهې اړوندو هزاره ځواکونو د بامیان کنټرول هم ترلاسه کړ.
د نومبر په دولسمه، د اسماعیل خان اړوند ځواکونه هرات ته ننوتل او د دې مهم لوېدیځ ښار کنټرول یې بېرته له طالبانو واخیست.
یوازې په څو ورځو کې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې څلور مهم مرکزونه د طالبانو له کنټروله ووتل. دغو بدلونونو وښوده چې طالبان نور نه شي کولای په څو جبهاتو کې د مخالفو ځواکونو د هممهاله پرمختګ پر وړاندې منظم مقاومت وکړي.
د مزارشریف، تالقان، بامیان او هرات له لاسه ورکولو د طالبانو د ځواکونو مورال هم کمزوری کړ او له نورو سیمو څخه یې د شاتګ زمینه برابره کړه.
پلازمېنه څنګه په یوه شپه د طالبانو له کنټروله ووتله؟
د ۲۰۰۱ کال د نومبر په دیارلسمه د کابل سقوط د طالبانو پر لومړي حکومت تر ټولو ستر ګوزار و.
د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د مهمو مرکزونو له سقوط وروسته، د متحدې جبهې ځواکونه له څو لارو د پلازمېنې پر لور وخوځېدل. په هغه وخت کې طالبان له دوو سختو انتخابونو سره مخ وو، چې یا به په کابل کې مقاومت کوي او یوې درنې ښاري جګړې ته به زړه ښه کوي، یا به شاتګ کوي او د خپلو ځواکونو د بشپړې محاصرې مخه به نیسي.
د نومبر په څوارلسمه جلالاباد هم د طالبانو له کنټروله ووت او مخالفو سیمهییزو ځواکونو د ښار اداره په لاس کې واخیسته.
په شمال کې د طالبانو وروستی لوی مرکز کندز تر محاصرې، سختو بمباریو او د قوماندانانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته د نومبر په ۲۵مه سقوط شو.
په کندهار کې د ملاعمر د تخت سقوط
کندهار د طالبانو د غورځنګ د رامنځته کېدو ځای او د ملا محمد عمر د واک اصلي مرکز و. د کابل او کندز له سقوط وروسته، دا ښار د طالبانو تر ټولو مهم پاتې مرکز ګڼل کېده.
د طالبانو مخالف ځواکونه له څو لارو د کندهار پر لور وخوځېدل. د حامد کرزي او ګلاغا شیرزي اړوند ځواکونو د هېواد په جنوب کې په جګړو کې مهم رول درلود او امریکايي ځواکونو هم د هوايي عملیاتو او د سمندري ځواکونو د ځای پر ځای کولو له لارې پر طالبانو فشارونه ډېرول.
په تورهبوړه کې سخت هوايي بریدونه د ډسمبر له درېیمې څخه تر اوولسمې پورې روان وو او غرني مورچلونه او د غارونو خولې یې په نښه کولې.
د دغو عملیاتو له پوځي ارزښت سره سره، د بمباریو انساني پایلې هم له پامه نه شوای غورځول کېدای. کورونه، بنسټیزې زېربناوې او یو شمېر ملکي مرکزونه زیانمن شول او عادي وګړي د مرګ، ټپي کېدو، بېځایه کېدو او د خپلو شتمنیو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شول.
خلکو یوځل بیا یوڅه ارامه سا واخېسته
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم لکه اوس ښځې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز حضور په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ وې. ډېری ښځینه کارکوونکې اړې شوې چې خپلې دندې پرېږدي او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه بېبرخې شوې.
خو دغو محدودیتونو د ښځو فعالیتونه په بشپړه توګه بند نه کړل. یو شمېر ښځو په خپلو کورونو او پټو ځایونو کې زدهکړو، اقتصادي فعالیتونو او فرهنګي کارونو ته دوام ورکړ او ځینو یې خپلې هیلې ژوندۍ وساتلې.
راحله، چې له طب نه فارغه او ډاکټره وه، له پنځه کلن بند وروسته په کابل کې خپل پخواني روغتون ته را وګرځېده.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د طالبانو په لومړني حکومت کې زه په کور ناسته وم. کورنۍ هم ددندې اجازه نه راکوله، خو په ۲۰۰۱ کال کې، چې طالبان مات شول، زه دولتي روغتون ته لاړم او دنده مې واخېسته. دا زما لپاره نه هېرېدونکې ورځ ده».
د نومبر په شپاړسمه د افغانستان راډیو له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د عبدالله مقري موسیقي خپره کړه. د ډېرو وګړو لپاره دا د فرهنګي او هنري فضا د ورو ورو بېرته راګرځېدو نښه وه.
۳۲ کلنه نبیله هاشمي هغه ښوونکې ده چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې په پټه د خلکو کورونو ته ورتلله او ۱۵ نجونو ته یې درس ورکاوه. هغه وایي: «خطر راته موجود و، خو ډېر احتیاط م کولو، نه مې غوښتل چې زنداني شم، ځکه که داسې شوي وای، نو کومو نجونو ته چې ما درس ورکولو هغوی بیا له زدهکړو محرومې کېدلې».
د ښځو د حقونو فعالې ثریا پرلیکا هم د طالبانو له سقوط وروسته د ښځو د ټولنو د بیا تنظیمولو هڅې پیل کړې. د هغې کوچنی کور د هغو ښځو د راټولېدو پر ځای بدل شوی و چې غوښتل یې د خپلو ټولنیزو او سیاسي حقونو په اړه خبرې وکړي.
خو له دې سره سره، ټولو ښځو د طالبانو له سقوط وروسته د خوندیتوب احساس نه کاوه. ځینو لا هم چادري اغوسته او غوره یې ګڼله چې تر هغه وخته خپل چلند او جامې بدلې نه کړي، څو د وضعیت له ثباته ډاډه شوې نه وي.
م. نېکبخت، چې د طالبانو په وخت کې د لنډې مودې لپاره کابل ته تللی و، وايي، طالبانو د ږیرې په تړاو خورا سخت او تریخ چلند درلود. د کابل په میونده جاده کې طالبانو هغه له دې امله ونیوه، چې ږیره یې کمه کړې وه او له ټوکر نه یې د ږیرې ویښتان راووتل.
د طالبانو د امر بالمعروف یو شمېر کسانو هغه مهال د ږیره کموونکو کسانو د معلومولو لپاره له ټوکر نه کار اخېست او د هرچا د ږیرې تارونه به چې له ټوکر نه ووتل، هغوی یې نیول او بندي کول.
د ټلوېزیون او ویډیو بېرته دودېدل هم یو نوی بدلون و. محمد داوود، چې د ټلوېزیون او ویډیويي دستګاوو (وي سي ار) د پټ پلورلو له امله څلور ځله زنداني شوی و، د طالبانو له سقوط وروسته یې خپل فعالیت بېرته پیل کړ.هغه پېښور ته ولاړ، د ټلوېزیون او ویډیو دستګاوې یې واخیستې او تر بېرته راستنېدو وروسته یې د خپل دوکان پر ښیښه ولیکل: «ټلوېزیون، وي سي ار او ویډیويي کیسټې موجودې دي».
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د کابل په کوڅو کې د موسیقۍ بېرته غږېدل، د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او د ښځو د کار او ټولنیز حضور د بیا پیل هیلې د یوه نوي افغانستان د جوړېدو زېری ورکاوه. ډېرو خلکو ګومان کاوه چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو سره به د هېواد سیاسي او ټولنیز مسیر د تل لپاره بدل شوی وي، خو تاریخ بل لوری هم وښود. هغه غورځنګ چې په ۲۰۰۱ کال کې یې په څو اونیو کې د افغانستان لوی ښارونه او د حکومت واګې له لاسه ورکړې وې، په راتلونکو شلو کلونو کې بېرته د جګړې په ځواکمن لوري واوښت. د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله حضور، د جمهوري نظام کمزورۍ، سیاسي اختلافونو، اداري فساد او د طالبانو د پوځي او تشکیلاتي بیا رغېدو په ګډه داسې شرایط برابر کړل چې دغه ډله یوځل بیا پر کابل واکمنه شي.
د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د ۲۷ کلن محمود په ږیره کې هېڅ سپین وېښته نه و، خو اوس په ۵۲کلنۍ کې هغه ږیره پرېښې او ټوله سپینه ده. هغه له پنځو کلونو راهیسې یوځل بیا د هغو بندیزونو شاهد دی، چې له دې وړاندې یې هم پنځه کاله تجربه کړي دي.
د هغو معلوماتو له مخې، چې د تونل کیندنې له فعالیتونو سره بلدو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، دغه تونلونه د جوړښت، پراخوالي او احتمالي کارونې له مخې له یو بل سره توپیر لري او په ډېرو برخو کې یې عرض څه باندې دوه متره دی. د تونلونو ارتفاع هم دومره ده چې یو انسان په ولاړه پکې تګ راتګ کولی شي.
یو تن کارګر، چې د ښورابک په تونل کې یې کار کړی، وویل، « د سترګو تړلو هدف داو، چې کارګران د کار سیمې او د تګ راتګ لارې ونه پېژني او د تونلونو د موقعیتونو په اړه معلومات ترلاسه نه کړي».
له هوايي ډګر څخه تر قول اردو پورې د تونل کیندنې نښې
د افغانستان انټرنشنل د څېړنیزې ډلې د معلوماتو له مخې، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو او د کندهار هوايي ډګر په شاوخوا کې د پوځي فعالیتونو او کیندنو نښې لیدل شوې دي.
دا سیمه د کندهار له مهمو پوځي او لوژستیکي مرکزونو ګڼل کېږي، خو د لیدل شویو کیندنو ماهیت او له ځمکې لاندې پوځي تاسیساتو سره یې تړاو لا نه دی تایید شوی.
پاکستان د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د کندهار پر بېلابېلو تاسیساتو د هوايي بریدونو ادعاوې وکړې.
د پاکستان دولتي چارواکو د مارچ په ۱۴مه او ۱۵مه وویل، چې ځواکونو یې د ۲۰۵ قول اردو د لوا پر مرکز او د مهماتو پر زېرمتونونو او یوه تونل بریدونه کړي دي، خو د دغو هدفونو د څرنګتیا او اوښتو زیانونو په اړه د پاکستان ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
جنرال کریمي دا احتمال نه ردوي، چې طالبانو د ایران له تاکتیکونو او ستراتیژیکو اجرااتو الهام اخېستی وي، خو وايي، « ایران د پیاوړي اقتصاد څښتن دی او له پخوا ورسره دا ستراتیژیک هدف و، چې له اسراییل سره به مخ کیږي او د دوی ځمکني تاسیسات له پخوا او په داسې ځای کې وو، چې الوتکو پرې د بمبارۍ لپاره استقامت نه شوای برابرولی».
خو هغه ډاډه نه دی، چې طالبان د ایران په څېر د تاسیساتو جوړولو اقتصادي توان لري او که نه.
د هغه په وینا، دفاعي زیرمې او تونلونه په صعب العبور سیمو او تنګو درو کې جوړیږي، خو د صعب العبور اراضي ډیپوګان تر ارامو او نرمو هغو ګران پرېوځي.
له طالبانو وړاندې پخوانیو مجاهدینو هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې تونلونه او سمڅې جوړې کړې وې، چې مشهورې هغه یې د ننګرهار د تورې بوړې او د ژورې سمڅې وې.
د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ژورې مرکز ته د جوړېدونکي سړک سروې هم بشپړه کړه. دغه سړک غلام خان ګمرګ ته څېرمه د شاوه ولي خان دوکانونو له سیمې نه د ژورې مرکز پر لور په پام کې نیول شوی و. خو د ګوربزو له قبیلې سره د اختلاف له امله د سمڅو او سړک جوړولو چارې وځنډېدې.
د خلکو له مخالفت وروسته د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني یادې سیمې ته لاړ او خلکو ته یې وویل، چې « [د حقاني شبکې مشر] جلال الدین حقاني د دغو مرکزونو په بدل کې د سیمې خلکو ته وسلې ور کړې وې او باید د بیارغونې مخه یې ونه نیول شي».
په خیبرپښتونخوا کې د افغان سوداګرو استازي سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګري د سیاست قرباني شوې او دواړو لورو ته یې میلیارډونه ډالره تاوان اړولی دی. د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي.
سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانهنیستل شي.
هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې.
د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له شاوخوا یوه کال راهیسې دغه کاروبار په ټپه درېدلی او افغان او پاکستاني سوداګر ټول بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سید نقیب باچا وویل، له پاکستان څخه به هم هر کال په ټنونو سمنټ، درمل، د تشنابونو او ودانیو د پاکوالي سامانونه، کېلې، مالټې او کچالو افغانستان ته صادرېدل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې به سوداګرو ترې ګټه ترلاسه کوله. خو اوس دغه ټول سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، افغان سوداګرو څو ځله د حکومت له چارواکو او له پالیسۍ جوړوونکو سره ناستې کړي او د ستونزې د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي، چې په هغو کې افغان سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو ورکول او نورې اسانتیاوې شاملې دي.
خو د نوموړي په خبره، دوی لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانانو څه غواړي او ولې غواړي چې په خپله د خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د هغه په وینا، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغان وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي او هغه افغان محصلین هم بېرته لېږي چې د پاکستان حکومت په خپله ورته د زده کړو بورسونه ورکړي وو.
نوموړي وویل، دا ډول اقدامات به په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته کړي، چې په هېڅ صورت د پاکستان په ګټه نهده.
سید نقیب باچا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو پالیسۍ د احساساتو او غبرګونونو له مخې پر مخ وړل کېږي او په هره موضوع کې سیاست ورګډ شوی دی.
هغه زیاته کړه، په پاکستان کې داسې فکر موجود دی چې افغان طالبان د دوی د هڅو په پایله کې واک ته رسېدلي، د شلو کلونو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دلته اوسېده، د جګړې پلانونه یې هم له همدې ځایه جوړېدل، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د پاکستان د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي.
سید نقیب باچا وویل، طالبان اوس ځانونه د یوه خپلواک حکومت په توګه ګڼي او داسې اشارې ورکوي چې پاکستان باید له دوی سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي. د نوموړي په باور، همدا هغه اساسي ستونزې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو اړیکې په هر اړخ کې دومره ژورې او سره تړلې دي چې بېلېدل یې ناشوني ښکاري. نو په داسې وضعیت کې د دښمنۍ اړتیا څه ده؟ ټولې ستونزې باید د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا لس لکه داسې کسان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلوي لري او ودونه یې کړي دي؛ یعنې افغان ښځو له پاکستاني نارینهوو سره او پاکستانۍ ښځو له افغان نارینهوو سره ودونه کړي دي.
هغه پوښتنه وکړه، له دومره ژورو خپلویو او نږدې اړیکو سره سره، ایا دواړه ولسونه له یو بل څخه بېلېدای شي؟
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نیول شویو طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال پر خپلو کړنو پښېماني څرګندوله، د بښنې غوښتنه به یې کوله او د خوشې کېدو لپاره به یې زارۍ کولې، خو د دوی دا شېبې یې د انساني کرامت د درناوي لهمخې نه ثبتولې.
امرالله صالح د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کلونو په اوږدو کې یې د طالبانو له ګڼو منځنیو غړو او یو شمېر مشرانو سره د نیول کېدو پر مهال تفصیلي خبرې کړې دي.
د صالح په وینا، د طالبانو نیول شویو غړو به د څارنوال او قاضي پر وړاندې د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال د ټولنیزو رسنیو د اوسني انځور خلاف، له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله او د بښنې غوښتنه به یې کوله.
نوموړی زیاتوي، نیول شویو طالبانو به ویل، چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي او د خپلو هېوادوالو پر وژلو به یې پښېماني څرګندوله.
هغه ادعا کوي، چې د ګرویږنو پر مهال یې له فزیکي شکنجې کار نهاخیست او باور یې درلود، چې د حوصلې، دقت او جزییاتو ته د پاملرنې له لارې هم له تورنو کسانو اعتراف اخیستل کېدای شي.
صالح د ملا شهابالدین په نوم د یوه طالب قاضي کیسه هم کړې چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی و او د جمهوري نظام پر مهال نیول شوی و. د ده په وینا، نوموړی د حامد کرزي په غوښتنه ارګ ته ولېږدول شو، له ولسمشر سره یې خبرې وکړې او وروسته یې دوسیه وتړل شوه او له یو څه پیسو او امکاناتو سره خپل کور ته ولېږل شو.
د صالح په وینا، د ملا شهابالدین خلاف، هغه ځوانان چې د طالبانو له لیکو یا رهبرۍ څخه نیول کېدل، د خبرو کولو روحیه یې نه لرله او د خوشې کېدو لپاره یې زارۍ کولې.
نوموړي ویلي، د انساني کرامت د درناوي له مخې یې د نیول شویو طالبانو د زاریو او پښېمانۍ شېبې نه ثبتولې.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زه ډېره بختوره وم چې په مناسب عمر کې راباندې د زدهکړو رڼا ولګېده، خو له مشرانو خویندو سره مې بخت یاري ونه کړه. هغوی تر اوسه خپلې زدهکړې نه دي بشپړې کړې».
له پنځه کلنې چوپتیا وروسته د ښځو بېرته راڅرګندېدل
د طالبانو د لومړي حکومت په پنځه کلنه دوره کې هم د اوس په څېر ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي او ټولنیزو فعالیتونو او د عامه ژوند له ګڼو برخو منع شوې وې. د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ محدودیتونو او په عامه فضا کې د هغوی د حضور مخنیوي د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند اغېزمن کړی و.
ځینې کورنۍ د همدې محدودیتونو له امله له افغانستان نه وتلو ته اړې شوې او هغه ښځې چې په هېواد کې پاتې شوې، د خپلو فعالیتونو لپاره یې له سختو محدودیتونو سره ژوند کاوه.
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له سقوط سره ښځو ته ګڼ فرصتونه په لاس ورغلل.
د ایرنا د راپور له مخې، ایران او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیټي او رېلپټلیو د مسیرونو پراختیا د خپلو همکاریو له مهمو برخو څخه ګرځولې ده.
د هرات اسلامکلا او د ایران د رضوي خراسان ولایت دوغارون بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دي. د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځله د لاریو د تګ راتګ د ظرفیت پر زیاتوالي، د ګمرکي تشریفاتو پر کمولو او د سوداګرۍ پر اسانتیاوو ټینګار کړی دی.
د خواف ـ هرات رېلپټلۍ هم د ایران او افغانستان ترمنځ د رېلپټلۍ د نښلولو له مهمو زیربناوو څخه ده. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دې لارې له لارې د افغانستان د توکو او کانونو د محصولاتو لېږد د ایران سویلي بندرونو او نورو بازارونو ته ممکن شوی دی.