طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

طالبانو په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غرونو دننه د تونلونو، د ځمکې لاندې پوځي زېرمتونونو او دفاعي تاسیساتو دجوړولو چارې پراخې کړې دي.

طالبانو په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غرونو دننه د تونلونو، د ځمکې لاندې پوځي زېرمتونونو او دفاعي تاسیساتو دجوړولو چارې پراخې کړې دي.
د کندهار ښار د عینو مېنې په څنډه کې د غره په لمنو کې د خاورو ډېرۍ پرتې دي. له لرې د دغه غره تر څنګ د کیندنو نښې او غره ته دننه تللې یوه لاره یا تونل هم لیدل کېږي، خو د تونل کیندنې سیمو ته ورتګ، یا ترې انځور اخېستل د طالبانو د امنیتي قیوداتو له امله ستونزمن دي.
په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه باخبره سرچینې وايي، د تونلونو د جوړولو او پراخولو چارې شاوخوا یو نیم کال مخکې پیل شوې دي. د غره دننه د وسلو د زېرمه کولو ترڅنګ د ځینو مجهزو ودانیو او نورو اسانتیاوو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د سیمې د خلکو، کارګرو او د طالبانو له پوځي او اداري جوړښتونو سره د نږدې سرچینو په وینا، طالبان په دغو تونلونو کې د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو لپاره داسې زېرمتونونه جوړوي، چې د هوايي بریدونو پر وړاندې خوندي وي او په ورته وخت کې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو لپاره پټنځایونه هم واوسي.
افغانستان انټرنشنل له څو معتبرو سرچینو او هغو کارګرو سره خبرې کړې دي، چې د کندهار په بېلابېلو سیمو کې یې د تونلونو په کیندلو کې برخه اخیستې ده. د دوی د معلوماتو له مخې، دا فعالیتونه د کندهار ښار د عینو مېنې له غرنۍ سیمې نیولې، د ملا محمد عمر تر پخواني کور،کندهار هوايي ډګر،میوند، ژیړۍ، او د سپین بولدک تر ولسوالۍ پورې رسېږي.
په میوند ولسوالۍ کې ځینې خندقونه او تونلونه له دې وړاندې هم کیندل شوي وو، چې ډېری یې په ځمکو کې دي او یوازې د انسانانو تګ راتګ پکې شونی دی. طالبانو له افغان حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو سره د جګړې په کلونو کې له دغو تونلونو ګټه اخېسته.
د افغانستان انټرنشنل څیړنډلې د نویو تونلونو د سپوږمکۍ انځورونه څیړلي او ښيي، چې د کندهار ښار د عینو مینې د غره لور ته د غره په داخل کې کېندنې شوې دي او یوه لاره ښکاري چې دې تونل ته ورغلې او بهر ته د خاورو رااېستل شوې ډیرۍ معلومیږي.
یوه سرچینه چې په کندهار کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه معلومات لري، وايي، «د تونل په داخل کې د استوګنې او نورو اړتیاوو لپاره مجهزې ودانۍ جوړې شوې دي».
د هغو معلوماتو له مخې، چې د تونل کیندنې له فعالیتونو سره بلدو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، دغه تونلونه د جوړښت، پراخوالي او احتمالي کارونې له مخې له یو بل سره توپیر لري او په ډېرو برخو کې یې عرض څه باندې دوه متره دی. د تونلونو ارتفاع هم دومره ده چې یو انسان په ولاړه پکې تګ راتګ کولی شي.
د دغو تونلونو ځینې برخې د عادي تګ راتګ لپاره جوړې شوې، خو په ځینو برخو کې پراخ دي. د سرچینو په وینا، دغه پراخې برخې د لویو پوځي وسایلو او وسلو د ساتنې لپاره په پام کې نیول شوې دي.
د تونلونو د جوړولو لپاره تر ډېره له غرنیو، غونډۍ لرونکو او لرې پرتو سیمو ګټه اخیستل کېږي. د ځینو تونلونو جوړښت خام او د طبیعي خاورې او ډبرو پر بنسټ دی، خو د نورو برخو په ساختماني پلانونو کې د سیخانو، سیمنټو ، ډبرو او ګچد کارولو یادونه هم شوې ده.
د دغو ځمکلاندې تاسیساتو یوه بله ځانګړتیا د هوا او برېښنا د برابرولو سیستم دی. د سرچینو په وینا، د هوا د جریان لپاره په تونلونو کې ځانګړي پایپونه کارول کېږي او د برېښنا د برابرولو لپاره له پرمختللو لیتیمي بیټریو ګټه اخیستل کېږي.
د سرچینو په وینا، د تونلونو په کیندلو کې ډېری انساني ځواک کارول کېږي او د درندو ساختماني ماشینونو حضور پکې کم لیدل کیږي. همدارنګه، د امنیتي محدودیتونو له امله د کارکوونکو تګ راتګ او د ودانیزو فعالیتونو بهیر ډېر کله د شپې له خوا وي.
د ملاصاحب سرای طالبان بېرته رغوي
د کندهار په نهمه حوزه کې د ملا محمد عمر پخوانی کور، چې د «ملاصاحب سرای» په نوم پېژندل کېږي، د طالبانو د نویو کیندنو د بلې مهمې سیمې په توګه یادېږي.
ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر استوګنځی و. له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي ځواکونو پر دغه سرای «کمپ ګیکو» نوم کېښود. وروسته د امریکايي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري توماس ماهولیک په نامه ونومول شو. له دغه کمپ نه په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د صفر درې قطعې د عملیاتو ملاتړ کېده.
د پخوانۍ صفر ۳ قطعې ځینې افسران وايي، چې په دغه مرکز کې پټ او خوندي تاسیسات موجود دي.
د ملاصاحب په سرای کې اوس د طالبانو د «عمري قطعې» جنګیالي اوسیږي، چې د هبتالله د ساتنې ترڅنګ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره هم کارول کېږي.
د روان کال د سپټمبر پر ۲۳مه پاکستاني الوتکو د ملاصاحب سرای ته څېرمه پر یوه شاړه دښته بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې څو تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. طالبانو ددغه برید اصلي هدف ونه ښود، خو ځینې خلک شک ښيي چې «ښايي په برید کې تونل په نښه شوی وي».
اوس د همدې سرای او څنګ ته پراته غره ترمنځ د تونلونو د جوړولو چارې روانې دي.
په سیمه کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته وویل، « د ملاصاحب سرای په سیمه کې د تونلونو د کیندلو لپاره ګڼ کسان ګومارل شوي دي. هره ورځ لسګونه کسان د کیندلو له وسایلو سره په دې سیمه کې کار کوي».
د سیمې یو اوسېدونکی وايي، د ملاصاحب سرای پر لور تلونکو لارو کې لویې لوحې لګول شوې دي چې «سیمه امنیتي ده او عکس اخیستل پکې منع دي».
طالبانو د دې سیمې امنیتي محدودیتونه دومره سخت کړي، چې د سیمې خلک هم په ازاد ډول د هغې په شاوخوا کې نه شي ګرځېدای.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د ملاصاحب سرای په شاوخوا کې له دې وړاندې هم د امنیتي خوندیتوب لپاره کیندنې شوې وې. په دې سیمه کې یو لوی خندق هم اېستل شوی، چې د کور شاوخوا ته لاسرسی او د موټربم برید امکانات محدودوي.
زر افغانۍ د تونل کیندنې ورځنۍ لاسباړه
یو کارګر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو دی او یو شمېر نور کسان د کندهار ښورابک ولسوالۍ ته لېږدولي وو، څو هلته د تونلونو په کیندلو کې بوخت شي.
هغه ته د کار په بدل کې هره ورځ زر افغانۍ ورکول کېدې. ځینو کسانو ته بیا د لسو یا شلو مترو په اوږدوالي د تونلونو د کیندلو کار په ټېکه سپارل شوی و.
هغه وايي، شاوخوا یوه میاشت یې په دې پروژه کې کار وکړ، خو د سخت کار له امله یې پرېښود.
یو بل کس چې د عینومېنې په څنډه کې یې د یوولسمې حوزې په سیمه کې د تونل په کیندلو کې کار کړی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د غره دننه د ډبرو د ماتولو لپاره له چاودېدونکو توکو استفاده کېږي».
هغه زیاته کړه، « د غره ډبرینې برخې په عادي وسایلو نه ماتېږي او د کیندنو پر مهال بارود کارول کېږي. د غره دننه د تونل د پراخولو چارې روانې وې».
دغه کارګر د تونل د جوړولو د اصلي موخې په اړه بشپړ معلومات نه لرل، خو د اوبو، خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو لپاره یې د ودانیزو چارو نښې لیدلې دي.
یو بل کس چې د تونلونو یوه برخه یې له نږدې لیدلې، وايي چې د غره په دننه کې د استوګنې لپاره خونو ته ورته ځایونه جوړ شوي دي.
د تونل کیندونکو د روایتونو له مخې، د ځینو تونلونو د جوړولو لپاره خلک له یوه ځایه بل ځای ته په داسې شرایطو کې لېږدول شوي چې سترګې یې ور تړل شوې وې.
یو تن کارګر، چې د ښورابک په تونل کې یې کار کړی، وویل، « د سترګو تړلو هدف داو، چې کارګران د کار سیمې او د تګ راتګ لارې ونه پېژني او د تونلونو د موقعیتونو په اړه معلومات ترلاسه نه کړي».
له هوايي ډګر څخه تر قول اردو پورې د تونل کیندنې نښې
د افغانستان انټرنشنل د څېړنیزې ډلې د معلوماتو له مخې، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو او د کندهار هوايي ډګر په شاوخوا کې د پوځي فعالیتونو او کیندنو نښې لیدل شوې دي.
دا سیمه د کندهار له مهمو پوځي او لوژستیکي مرکزونو ګڼل کېږي، خو د لیدل شویو کیندنو ماهیت او له ځمکې لاندې پوځي تاسیساتو سره یې تړاو لا نه دی تایید شوی.
پاکستان د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د کندهار پر بېلابېلو تاسیساتو د هوايي بریدونو ادعاوې وکړې.
د پاکستان دولتي چارواکو د مارچ په ۱۴مه او ۱۵مه وویل، چې ځواکونو یې د ۲۰۵ قول اردو د لوا پر مرکز او د مهماتو پر زېرمتونونو او یوه تونل بریدونه کړي دي، خو د دغو هدفونو د څرنګتیا او اوښتو زیانونو په اړه د پاکستان ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د مارچ په ۱۳مه هم پاکستاني سرچینو ادعا وکړه، چې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه یې د تېلو زېرمتونونه او لوژستیکي تاسیسات په نښه کړي دي. د طالبانو ویاند وروسته وویل، چې د کامایر د تېلو زېرمتون په برید کې په نښه شوی و. د هوايي ډګر یوه چارواکي هم وویل، چې دغه زېرمتون د کامایر او د ملګرو ملتونو د الوتکو د سونتوکو لپاره کارېده.
د افغانستان انټرنشنل د څېړنیزې ډلې د معلوماتو له مخې، د طالبانو ځینې سرچینې وايي چې د پاکستان د هوايي بریدونو له ډېرېدو وروسته د وسلو او پوځي تجهیزاتو د خوندي ساتلو لپاره د ځمکې لاندې تاسیساتو جوړولو ته پاملرنه زیاته شوې ده.
په کندهار کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تونلونو د جوړولو چارې د پاکستان له بریدونو مخکې پیل شوې وې، خو د دواړو لوریو ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو سره یې چارې چټکې شوې دي.
د ټرمپ خبرداری او د پاکستان بریدونه
کندهار د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د واک او پرېکړو اصلي مرکز ګڼل کېږي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هبت الله په کندهار کې پاتې شوی او د دې ډلې د سیاسي او مذهبي رهبرۍ مهمې پرېکړې له همدې ځایه اداره کوي.
د طالبانو اړوند ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي هبت الله د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې شفاهي امر کړی و، چې د کابل په ګډون له ولایتونو څخه د وسلو ډیپوګان کندهار ته ولېږدوي او د خوندي کولو لپاره یې خپلو لاس لاندې طالب چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې په غرونو کې تونلونه او لاندې په ځمکه کې زیرمې جوړې کړي.
سرچینې دا سپارښتنه د بګرام زندان او امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرداریو سره «هممهاله» بولي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۱۹مه، د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې په واشنګټن ډيسي کې د یوې غونډې پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات بېرته متحده ایالاتو ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که طالبان دغه تجهیزات بېرته ورنه کړي، امریکا به له افغانستان سره خپلې مالي مرستې مشروطې کړي.
د ټرمپ له څرګندونو لس ورځې وروسته د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۹مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکايي وسلو موضوع په رسمي ډول راپورته کړه. د دغه وزارت ویاند وویل چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې پرمختللې وسلې د پاکستان د امنیت او د دغه هېواد د وګړو د خوندیتوب لپاره د جدي اندېښنې وړ دي.
د امریکايي وسلو موضوع د اسلاماباد لپاره پر طالبانو د فشار یوه برخه هم وګرځېده.
د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې هغه پوځي تاسیسات، د مهماتو زېرمتونونه، تخنیکي مرکزونه او تونلونه په نښه کړي چې د دوی په وینا، د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلهوالو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو، تجهیز او ملاتړ لپاره کارېدل.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا تر برید وروسته د طالبانو لومړی حکومت نسکور شو او د دې ډلې مشران او جنګیالي د افغانستان له مهمو ښارونو او پوځي مرکزونو ووتل او پاکستان ته لاړل. خو د اوسني وضعیت شرایط له هغه وخت سره توپیر لري. پاکستان، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له سقوط وروسته د دې ډلې د ډېرو مشرانو او جنګیالیو لپاره د پناه او بیا راټولېدو مهم ځای و، اوس له طالبانو سره په شخړه کې دی. د دواړو لوریو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې، د پاکستان هوايي بریدونه او د طالبانو پر وړاندې د اسلاماباد سخت دریځ دا اټکل کم کړی چې طالبان دې د ۲۰۰۱ کال په څېر په پاکستان یا بل هېواد کې یوځل بیا خوندي عقبي جبهه ومومي.
د افغانستان د پوځ پخواني لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي افغانستان انټرنشنل ته وویل ، چې «که د طالبانو او پاکستان وضعیت داسې حالت ته رسیږي، چې له یوبل سره مخامخ شي، طالبان به له مقاومت پرته بله لار ونه لري».
جنرال کریمي وايي، د نن ورځې د محاربوي ټکنالوژۍ پر وړاندې ډیپوګان او بلنداژونه یو مهم دفاعي تدبیر دی او د افغانستان په دفاعي ستراتیژي کې مهم دي، خو دده په وینا، د بلنداژ او موضع جوړول د وسلې په څرنګوالي پورې تړاو لري او څومره، چې وسله پیاوړې وي، هومره به بلنداژ لوړ مقاومت او لګښت غواړي.
هغه د طالبانو د تونلونو په اړه، چې په یو شمېر سیمو کې یې کار پیل شوی، وویل، « د ډیپوګانو محرمیت مهم دی، ځکه هرڅوک باید ترې خبر نه وي»، خو په همدې ترڅ کې یې زیاته کړه، چې « کېدای شي یو دولت د اصلي ډیپوګانو پرځای په بله سیمه کې د Deceptionیا فریب پلان هم ولري او داسې ډیپوګان جوړ شي، چې په اصلي ډول ترې استفاده نه کیږي، خو د دښمن د فریب لپاره کارېدای شي».
د ایران د تونلونو د تجربو انتقال
ځینې سرچینې د طالبانو د تونل جوړونې په ستراتیژي کې د ایران د تجربو انتقال هم شونی بولي.
ایران په تېرو څو لسیزو کې د خپلې پوځي ستراتیژۍ او بودجې یوه مهمه برخه د ځمکې لاندې تاسیساتو جوړولو ته بېله کړې ده. دغه هېواد په غرونو او ژورو ځمکنیو جوړښتونو کې د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او پوځي تجهیزاتو لپاره پراخې زېرمې او تاسیسات جوړ کړي دي.
د ایران او اسراییل-امریکا په جګړه کې د دغو تاسیساتو رول ټاکونکی بلل کیږي. د امریکا او اسراییل هوايي بریدونو د ایران ګڼ پوځي تاسیسات په نښه کړل، خو تر ځمکې لاندې زېرمو او تونلونو د ایران د پوځي ظرفیتونو د بشپړې ویجاړۍ مخه ونیوله.
د پوځي څېړونکو له نظره، د طالبانو مشران ښايي د ایران له دې پوځي تجربې څخه د زده کړې هڅه کوي.
د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې طالبان د هوايي ځواک او د پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو د لرلو په برخه کې محدود ظرفیت لري، د ځمکې لاندې تاسیسات د هغو کمو انتخابونو له ډلې یو کېدای شي چې د احتمالي هوايي بریدونو پر وړاندې یې د خپلو پوځي تجهیزاتو د خوندیتوب لپاره په پام کې نیولي دي.
جنرال کریمي دا احتمال نه ردوي، چې طالبانو د ایران له تاکتیکونو او ستراتیژیکو اجرااتو الهام اخېستی وي، خو وايي، « ایران د پیاوړي اقتصاد څښتن دی او له پخوا ورسره دا ستراتیژیک هدف و، چې له اسراییل سره به مخ کیږي او د دوی ځمکني تاسیسات له پخوا او په داسې ځای کې وو، چې الوتکو پرې د بمبارۍ لپاره استقامت نه شوای برابرولی».
خو هغه ډاډه نه دی، چې طالبان د ایران په څېر د تاسیساتو جوړولو اقتصادي توان لري او که نه.
د هغه په وینا، دفاعي زیرمې او تونلونه په صعب العبور سیمو او تنګو درو کې جوړیږي، خو د صعب العبور اراضي ډیپوګان تر ارامو او نرمو هغو ګران پرېوځي.
له طالبانو وړاندې پخوانیو مجاهدینو هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې تونلونه او سمڅې جوړې کړې وې، چې مشهورې هغه یې د ننګرهار د تورې بوړې او د ژورې سمڅې وې.
«سیمه ییز خلک د سمڅو مخالف دي»
د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په سپارښتنه د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې د ژورې پخوانیو مرکزونو او سمڅو د رغونې لپاره د سروې یوه ډله لاړه او د دې سیمې او ور تلونکې لارې د سروې چارې یې بشپړې کړې.
د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ژورې مرکز ته د جوړېدونکي سړک سروې هم بشپړه کړه. دغه سړک غلام خان ګمرګ ته څېرمه د شاوه ولي خان دوکانونو له سیمې نه د ژورې مرکز پر لور په پام کې نیول شوی و. خو د ګوربزو له قبیلې سره د اختلاف له امله د سمڅو او سړک جوړولو چارې وځنډېدې.
د خلکو له مخالفت وروسته د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني یادې سیمې ته لاړ او خلکو ته یې وویل، چې « [د حقاني شبکې مشر] جلال الدین حقاني د دغو مرکزونو په بدل کې د سیمې خلکو ته وسلې ور کړې وې او باید د بیارغونې مخه یې ونه نیول شي».
د ګوربزو ولسوالۍ دوو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سمڅو او سړک جوړونې چارې د خلکو د مخالفت له امله تراوسه ځنډېدلې، ځکه د سیمې خلک ویریږي چې دغه مرکزونه یوځل بیا د جګړې په ډګر او د بهرنیو جنګیالیو په پټنځایونو بدل نه شي.
په دغو مرکزونو کې په ۱۹۸۱ کلونو کې د حضرت عمر په نامه د افغان او عرب جنګیالیو غونډ اوسېده، چې وروسته د ژورې په غونډ مشهور شو. دغه غونډ څلور پلي او یو محافظ ټولي او د استحکام، دافع هوا، مخابرې، راکټ، توپچي او صحي څانګې لرلې، چې د افغان مجاهدینو تر ټولو مجهز او غښتلی غونډ ګڼل کېده.
د ژورې د ودانیزو چارو او تونل لګښت شتمنو عربو او اسامه بن لادن پر غاړه اخستی و.
ټاکل شوې وه، چې دغه سمڅې په پخوانۍ نقشه بېرته رغیږي او بارې او استنادي دیوالونه ولري.
طالبانو پر تونلونو او سمڅو سربېره، د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې د خندقونو په کیندلو هم لاس پورې کړی دی.
د روان کال په می میاشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې ډلې په خوست ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه خپلو امنیتي پوستو ته د خندقونو د کېندلو چارې پیل کړې دي. دغه خندقونه په ځاځي میدان، علیشیرو، ګوربزو، تڼیو او سپیره ولسوالۍ کې وکیندل شول. دغه راز په کندهار او هلمند کې هم د ورته خندقونو کیندل په پام کې دي.
څو تنو، چې ددغو خندقونو د کیندلو په چاره کې ښکیل دي، وویل، چې طالبان دا چاره خپلو پوستو ته د خوندي اکمالاتي لارو په موخه کوي، ځکه له پاکستان سره په جګړو کې یې ځینې امنیتي پوستې د اکمالاتي ستونزو له امله زیانمنې شوې او «حتا تخلیه شوې» وې.
ددغو خندقونو د کیندلو له چارو سره نږدې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په لومړي ګام کې پلان دادی، چې دغه خندقونه د شاوخوا یو متر بر په درلودو ووهل شي، چې جنګیالي او د وسلو او اکمالاتو لپاره کارېدونکي څاروي ( خر، اس او کچره) پکې ازاد تګ او راتګ وکړای شي».
د سرچینې په وینا، په دویم ګام کې ټاکل شوې په اوارو سیمو کې دوه متره او شل سانتي خندقونه جوړ شي، چې موټر هم پکې په خوندي توګه تګ او راتګ وکړای شي.
په خیبرپښتونخوا کې د افغان سوداګرو استازي سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګري د سیاست قرباني شوې او دواړو لورو ته یې میلیارډونه ډالره تاوان اړولی دی. د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي.
سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانهنیستل شي.
هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې.
د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له شاوخوا یوه کال راهیسې دغه کاروبار په ټپه درېدلی او افغان او پاکستاني سوداګر ټول بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سید نقیب باچا وویل، له پاکستان څخه به هم هر کال په ټنونو سمنټ، درمل، د تشنابونو او ودانیو د پاکوالي سامانونه، کېلې، مالټې او کچالو افغانستان ته صادرېدل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې به سوداګرو ترې ګټه ترلاسه کوله. خو اوس دغه ټول سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، افغان سوداګرو څو ځله د حکومت له چارواکو او له پالیسۍ جوړوونکو سره ناستې کړي او د ستونزې د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي، چې په هغو کې افغان سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو ورکول او نورې اسانتیاوې شاملې دي.
خو د نوموړي په خبره، دوی لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانانو څه غواړي او ولې غواړي چې په خپله د خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د هغه په وینا، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغان وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي او هغه افغان محصلین هم بېرته لېږي چې د پاکستان حکومت په خپله ورته د زده کړو بورسونه ورکړي وو.
نوموړي وویل، دا ډول اقدامات به په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته کړي، چې په هېڅ صورت د پاکستان په ګټه نهده.
سید نقیب باچا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو پالیسۍ د احساساتو او غبرګونونو له مخې پر مخ وړل کېږي او په هره موضوع کې سیاست ورګډ شوی دی.
هغه زیاته کړه، په پاکستان کې داسې فکر موجود دی چې افغان طالبان د دوی د هڅو په پایله کې واک ته رسېدلي، د شلو کلونو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دلته اوسېده، د جګړې پلانونه یې هم له همدې ځایه جوړېدل، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د پاکستان د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي.
سید نقیب باچا وویل، طالبان اوس ځانونه د یوه خپلواک حکومت په توګه ګڼي او داسې اشارې ورکوي چې پاکستان باید له دوی سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي. د نوموړي په باور، همدا هغه اساسي ستونزې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو اړیکې په هر اړخ کې دومره ژورې او سره تړلې دي چې بېلېدل یې ناشوني ښکاري. نو په داسې وضعیت کې د دښمنۍ اړتیا څه ده؟ ټولې ستونزې باید د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا لس لکه داسې کسان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلوي لري او ودونه یې کړي دي؛ یعنې افغان ښځو له پاکستاني نارینهوو سره او پاکستانۍ ښځو له افغان نارینهوو سره ودونه کړي دي.
هغه پوښتنه وکړه، له دومره ژورو خپلویو او نږدې اړیکو سره سره، ایا دواړه ولسونه له یو بل څخه بېلېدای شي؟
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نیول شویو طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال پر خپلو کړنو پښېماني څرګندوله، د بښنې غوښتنه به یې کوله او د خوشې کېدو لپاره به یې زارۍ کولې، خو د دوی دا شېبې یې د انساني کرامت د درناوي لهمخې نه ثبتولې.
امرالله صالح د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کلونو په اوږدو کې یې د طالبانو له ګڼو منځنیو غړو او یو شمېر مشرانو سره د نیول کېدو پر مهال تفصیلي خبرې کړې دي.
د صالح په وینا، د طالبانو نیول شویو غړو به د څارنوال او قاضي پر وړاندې د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال د ټولنیزو رسنیو د اوسني انځور خلاف، له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله او د بښنې غوښتنه به یې کوله.
نوموړی زیاتوي، نیول شویو طالبانو به ویل، چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي او د خپلو هېوادوالو پر وژلو به یې پښېماني څرګندوله.
هغه ادعا کوي، چې د ګرویږنو پر مهال یې له فزیکي شکنجې کار نهاخیست او باور یې درلود، چې د حوصلې، دقت او جزییاتو ته د پاملرنې له لارې هم له تورنو کسانو اعتراف اخیستل کېدای شي.
صالح د ملا شهابالدین په نوم د یوه طالب قاضي کیسه هم کړې چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی و او د جمهوري نظام پر مهال نیول شوی و. د ده په وینا، نوموړی د حامد کرزي په غوښتنه ارګ ته ولېږدول شو، له ولسمشر سره یې خبرې وکړې او وروسته یې دوسیه وتړل شوه او له یو څه پیسو او امکاناتو سره خپل کور ته ولېږل شو.
د صالح په وینا، د ملا شهابالدین خلاف، هغه ځوانان چې د طالبانو له لیکو یا رهبرۍ څخه نیول کېدل، د خبرو کولو روحیه یې نه لرله او د خوشې کېدو لپاره یې زارۍ کولې.
نوموړي ویلي، د انساني کرامت د درناوي له مخې یې د نیول شویو طالبانو د زاریو او پښېمانۍ شېبې نه ثبتولې.
صالح همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو د اوسني امنیتي سکتور ځینې مرستیالان په تېرو وختونو کې د دوی استخباراتي همکاران وو او ګڼې شبکې یې ورته افشا کړې وې.
هغه وايي، اوس د طالبانو د مبالغهامیزو څرګندونو په اورېدو کله ناکله زړه یې غواړي چې د هغوی د اعترافونو د ثبت شویو پروتوکولونو یوه کاپي خپره کړي، خو لا هم د دغو اسنادو د ساتلو او کارولو اړتیا ویني.
امرالله صالح دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د «زندان تر سیوري لاندې» تر سرلیک لاندې یوه خپرونه خپروي چې د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د نیول شویو جنګیالیو د زندان د وخت کیسې او تجربې وړاندې کېږي او هغوی د بند پر مهال د خپلو شرایطو او چلند په اړه خبرې کوي.
د افغانستان انټرنشنل د یوه راپور له مخې، د طالبانو په دې خپرونه کې د دې ډلې پخواني غړي د جمهوري نظام پر مهال د خپل بند د تجربو په اړه خبرې کوي، خو د راپور په وینا، هغوی د خپلو نیول کېدو اړوند تورونو ته اشاره نهکوي.
د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د نسکورېدو پرمهال لینا ۸ کلنه وه. مور یې د طالبانو له راتګ مخکې ښوونکې وه او په کور کې یې د لیک او لوست لومړني درسونه ورکړي وو، خو لینا لا نه پوهېده چې د ښوونځي دروازې به یوه ورځ د هغې پر مخ هم پرانیستل شي.
د طالبانو له سقوط وروسته، چې ښوونځي بېرته پرانیستل شول، لینا په دویم ټولګي کې شامله شوه. هغه وايي، د ښوونځي چاپېریال ورته یوه نوې نړۍ وه او په دې اړه یې له دې وړاندې یوازې له نورو خلکو اورېدلي وو.
د زدهکړو همدې فرصت د هغې د راتلونکي تصور بدل کړ. لینا وروسته خبریالي د خپلې خوښې مسلک وټاکه او اوس له افغانستان نه بهر رسنیز فعالیتونه کوي.
خو د هغې په کورنۍ کې ټولو نجونو ورته فرصت ونه موند. د لینا مشرانې خویندې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ښوونځي له زدهکړو پاتې شوې وې. د هغې په وینا، کله چې د نجونو لپاره د زدهکړو دروازې بېرته پرانیستل شوې، د عمر او ټولنیزو شرایطو له امله یې مشرو خویندو خپلې نیمګړې زدهکړې بېرته پیل نه کړای شوې.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زه ډېره بختوره وم چې په مناسب عمر کې راباندې د زدهکړو رڼا ولګېده، خو له مشرانو خویندو سره مې بخت یاري ونه کړه. هغوی تر اوسه خپلې زدهکړې نه دي بشپړې کړې».
له پنځه کلنې چوپتیا وروسته د ښځو بېرته راڅرګندېدل
د طالبانو د لومړي حکومت په پنځه کلنه دوره کې هم د اوس په څېر ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي او ټولنیزو فعالیتونو او د عامه ژوند له ګڼو برخو منع شوې وې. د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ محدودیتونو او په عامه فضا کې د هغوی د حضور مخنیوي د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند اغېزمن کړی و.
ځینې کورنۍ د همدې محدودیتونو له امله له افغانستان نه وتلو ته اړې شوې او هغه ښځې چې په هېواد کې پاتې شوې، د خپلو فعالیتونو لپاره یې له سختو محدودیتونو سره ژوند کاوه.
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له سقوط سره ښځو ته ګڼ فرصتونه په لاس ورغلل.
د همدې بدلون یوه مهمه صحنه د کابل په بیړنۍ لویه جرګه کې لیدل کېده.
په دې جرګه کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۵۵۱ استازو ګډون کړی و، چې شاوخوا ۲۰۰ یې ښځې وې. د ښځو دغه حضور په داسې وخت کې و چې یوازې څو میاشتې وړاندې هغوی د طالبانو د حکومت پر مهال له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه په پراخه کچه څنډې ته شوې وې.
د افغانستان د یوه سویل ختیز ولایت یوې ښځینه استازې، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې پنځه کاله په کور کې تېر کړي وو او د خپل راتلونکي په اړه یې هیڅ روښانه تصور نه درلود.
هغې تر دې وړاندې د ښوونکې او سرښوونکې په توګه کار کړی و، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په پټه د قرانکریم د زدهکړو په نوم ټولګي جوړ کړي وو. د هغې په وینا، له ۳۰ ډېرو نجونو ته یې د لیک او لوست زدهکړې ورکړې وې.
کله چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ او ښوونځي بېرته پرانیستل شول، د هغې لپاره تر ټولو خوشحالوونکې شېبه دا وه چې همغه نجونې ښوونځیو ته ولاړې.
هغه په خپله سیمه کې کور په کور ګرځېده او له کورنیو یې غوښتل چې خپلې لوڼې او خویندې ښوونځیو ته ولېږي. خلکو د هغې هڅو ته ارزښت ورکړ او د همدغو فعالیتونو له امله یې د بیړنۍ لویې جرګې لپاره د خپلې استازې په توګه وټاکله.
هغه وايي، د جرګې په تالار کې د ښځو او نارینهوو ګډ حضور ورته د افغانستان د راتلونکي په اړه د هیلو نوی انځور و: « کله مې چې له اوږدې مودې وروسته نارینه او ښځې په یوه ډګر کې له جنسیتي توپیر پرته یو ځای ولیدل، د افغانستان راتلونکي ته مې هیلې پیدا شوې».
«د چادري سیاست نور پای ته رسېدلی»
ایا یوه ښځه کولای شي چې د خپلې خوښې جامې واغوندي او له وېرې پرته خپل کار ته ولاړه شي؟
حلیمې احمدي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دې پوښتنې ته ځواب نه درلود، خو د ۲۰۰۱ کال له بدلون وروسته هغې داسې ورځې هم ولیدې چې له چادري پرته یې لرې پرتو سیمو او کلیو ته سفرونه کول.
د طالبانو له سقوط وروسته د یوه کاري سفر پر مهال احمدي د لومړي ځل لپاره د کابل ولایت یوې لرې پرتې سیمې ته له چادري پرته ولاړه. هغې د کابل د ښځو دودیزې جامې اغوستې وې او ټیکری یې هم پر سر و، خو د سیمې د خلکو لپاره د هغې دا بڼه دومره نااشنا وه چې فکر یې کاوه له کوم بل هېواد څخه مېلمنه راغلې ده.
د هغې په وینا، دا ورځ یې هېڅکله له یاده نه وځي، ځکه ددې په وینا، «هم جالبه تجربه وه او هم د ژوند یوه خوږه خاطره».
هغې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هم په تخار ولایت کې د «اکټیډ» موسسې د ښځو اړوند په یوه پروژه کې دنده درلوده، خو له وضعیت نه خوښه نه وه، ځکه ددې په وینا، دغه فرصت ټولو افغان ښځو ته برابر نه و.
کله چې د نوي دولت په چوکاټ کې د ښځو وزارت جوړ شو، له احمدي وغوښتل شول، چې له تخار نه کابل ته لاړه شي او هغه هم له کورنۍ سره یوځای کابل ته لاړه.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په لاره کې مې خاوند څو ځلې رانه وغوښتل چې د امنیتي دلایلو له مخې چادري پر سر کړم خو ما به په ډاډ ورته ویل چې ارامه اوسه هیڅ مشکل نشته، د چادري سیاست نور پای ته رسېدلی».
هغې څو کاله وروسته د ښځو چارو د رییسې په توګه کار پیل کړ، خو د پنځه کلن محرومیت اغیزې یې تر پایه احساسولې.
د پخوانیو هیلو بېرته محدودېدل
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو د افغان ښځو د ژوند هغه بهیر په بنسټیز ډول بدل کړ چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته پیل شوی و.
هغه ښوونځي چې د لینا په څېر د نجونو لپاره یې د لومړي ځل لپاره د زدهکړو دروازې پرانیستې وې، یو ځل بیا د ډېرو نجونو پر مخ وتړل شول. د پوهنتونونو، دولتي ادارو، رسنیو او عامه فعالیتونو په برخو کې د ښځو ونډه په پراخه کچه محدوده شوه.
د ښځو چارو وزارت هم منحل شو او ودانۍ یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته وسپارل شوه. په دې توګه، هغه دولتي بنسټ چې شاوخوا شل کاله یې د ښځو د حقونو او ټولنیز حضور د ملاتړ مسوولیت درلود، له منځه ولاړ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د رپوټ له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲،۶ میلیون ډېرې افغان نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په یوه رپوټ کې ویلي چې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ نږدې ۸۰ سلنه افغانې ښځې نه زدهکړې کولی شي، نه کار لري او نه په مسلکي برخو کې ونډه لري.
حلیمه احمدي د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه وايي، چې «د تېرو کلونو لاسته راوړنې باید په داسې توګه له منځه نه وای تللې».
هغه د طالبانو بیا واکمنېدل د افغان ښځو د لاسته راوړنو لپاره یو لوی شاتګ بولي. نوموړې په دې باور ده چې افغان ښځو او نارینهوو باید د طالبانو د بیا واکمنېدو د مخنیوي لپاره تر وروستۍ شېبې مبارزه کړې وای، څو د هغې په اند، د بهرنیو هېوادونو د سیاستونو په پایله کې دغه ډله یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوې نه وای.
له دې سره سره، هغه هیله منه ده، چې د ۲۰۰۱ کال په څېر به د طالبانو اوسنۍ دوره هم پای ومومي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: په دغه رپوټ کې د ځینو ښځو نومونه د هغوی امنیتي اندېښنو ته په پام په مستعار ډول راوړل شوي دي.
د ایران د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي وایي، د خوزستان د بندري، سړکونو او رېلپټلیو ظرفیتونه کولای شي افغانستان د عراق، متحده عربي امارات، کویټ او د خلیج فارس له نورو بازارونو سره ونښلوي او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیټ لګښتونه او وخت راکم کړي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي محمد نجفیان ویلي، د هرات اقتصادي فعالان کولای شي د خوزستان د ترانسپورټي ظرفیتونو په کارولو سره خپل تولیدي او صادراتي توکي د عراق، متحده عربي امارات او کویټ په ګډون د سیمې بازارونو ته ولېږدوي.
د هغه په وینا، د خوزستان د بندرونو او ګډې ترانسپورټي شبکې کارول کولای شي د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد لګښتونه او د سیمې سویلي بازارونو ته د رسېدو وخت راکم کړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانیزي.
نجفیان د اقتصادي راکړو ورکړو په برخه کې د خنډونو د لرې کولو لپاره د سوداګریزې ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ایران د نوي سوداګریز سلاکار د کار پیل هم کولای شي د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د نویو برخو د پېژندلو لپاره ښه فرصت برابر کړي.
نجفیان د هرات کرنیز ظرفیتونه د خوزستان د پروسس کوونکو صنایعو ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره مناسبه زمینه بللې او ویلي یې دي، چې هرات د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په تولید کې د پام وړ ظرفیت لري او خوزستان هم د پروسس، د خوراکي توکو د تولید او بستهبندۍ د صنعتونو په لرلو سره د دغو محصولاتو د ارزښت د ځنځیر په بشپړولو کې رول لوبولی شي.
هغه زیاته کړې، د خوراکي توکو په صنعت، د کرنیزو محصولاتو په پروسس او د بستهبندۍ د کرښو په جوړولو کې ګډه پانګونه کولای شي د محصولاتو ارزښت لوړ کړي او د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د هغوی د رسولو زمینه برابره کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، ایران او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیټي او رېلپټلیو د مسیرونو پراختیا د خپلو همکاریو له مهمو برخو څخه ګرځولې ده.
د هرات اسلامکلا او د ایران د رضوي خراسان ولایت دوغارون بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دي. د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځله د لاریو د تګ راتګ د ظرفیت پر زیاتوالي، د ګمرکي تشریفاتو پر کمولو او د سوداګرۍ پر اسانتیاوو ټینګار کړی دی.
د خواف ـ هرات رېلپټلۍ هم د ایران او افغانستان ترمنځ د رېلپټلۍ د نښلولو له مهمو زیربناوو څخه ده. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دې لارې له لارې د افغانستان د توکو او کانونو د محصولاتو لېږد د ایران سویلي بندرونو او نورو بازارونو ته ممکن شوی دی.
په کندهار کې د درملو سوداګر وایي، هغه درمل چې په قانوني اسنادو هېواد ته راوړل کېږي، د ګمرکي چارو او کیفیت معلومولو په نوم د اوږدې مودې لپاره په نامناسبو شرایطو کې ساتل کېږي، چې له امله یې د خرابېدو او د کیفیت د له منځه تلو خطر زیاتېږي.
د کندهار په ګمرک کې د قانوني وارد شوو هندي درملو د تخلیې او په ازاده فضا کې د اېښودلو موضوع د درملو د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي.
د درملو یو شمېر سوداګر شکایت کوي چې د کندهار په ګمرک کې د درملو له موټرو څخه د درملو کښته کول او د لمر او باران په وړاندې اېښودل د درملو د کیفیت لپاره جدي ګواښ دی.
د دوی په خبره، د درملو په ساتنه کې د نړیوالو معیارونو نه مراعاتول نه یوازې د سوداګرو پانګې ته زیان رسوي، بلکې د ناروغانو روغتیا هم له خطر سره مخ کوي.
د درملو یو سوداګر په خپره شوې ویډیو کې وایي: «موږ په قانوني اسنادو درمل واردوو، خو په ګمرک کې یې له موټرو کښته کوي، لمر ته یې ږدي او د کیفیت د معلومولو په نوم یې له داسې حالت سره مخ کوي چې د خرابېدو امکان یې ډېر دی. کله چې دا درمل بازار ته وړاندې شي، بیا همدا مسوولین یې له خلکو راټولوي او سوداګر د بېکیفیته درملو په پلورلو تورنوي. نو که درمل په خپله د ګمرک په انګړ کې خرابېږي، د دې مسوولیت به څوک مني؟.»
یو بل درمل پلورونکی وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د ګمرک په انګړ کې درمل له اوږدې مودې څخه پاتې کېږي او د ساتنې مناسب شرایط ورته نه برابرېږي.
د هغه په وینا، تر دې وړاندې هم داسې درمل د اوږدې مودې لپاره په ګمرکونو کې درول شوي چې وروسته یې د ختمېدو نېټه تېره شوې او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
نوموړی زیاتوي: «درمل عادي سوداګریز توکي نه دي چې هر چېرې او په هر ډول وساتل شي، ځینې درمل د تودوخې او رڼا پر وړاندې ډېر حساس دي، که د ساتنې شرایط یې مراعات نه شي، کیفیت یې له منځه ځي، بیا ولې سوداګر د داسې درملو د خرابېدو مسوول ګڼل کېږي چې د خرابېدو زمینه یې خپله طالبان برابروي؟.»
د سوداګرو په خبره، دوی د ګمرکي ځنډ، د درملو د تخلیې او د نامناسبې ساتنې له کبله له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي.
دوی ادعا کوي چې د خپلو قانوني وارداتو د خلاصون لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د دوی شکایتونو ته هم لازم پام نه کېږي.
د درملو د یوه سوداګر په وینا، د دې وضعیت دوام سوداګر له داسې رواني او اقتصادي فشار سره مخ کړي چې نور یې د زغملو توان نه لري.
هغه خبرداری ورکوي چې که د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه ونه شي، د دې وضعیت پایلې به ډېرې درنې وي.
بل خوا په کندهار د طالبانو ګمرک ریاست د خلکو د شکایتونو او ویډيوګانو خپرېدو وروسته دغه ادعاوې رد کړې دي او وایي، د یادې محمولې یوه اندازه درمل د کیفیت د ازموینې لپاره د شرکت په رضایت تخلیه شوي، بېرته بار شوي او وروسته ځانګړې سړې خونې ته لېږدول شوي دي.
د ګمرک مسوولینو ټینګار کړی چې د ازموینې تر پایلې پورې به درمل د ساتنې په مناسبو شرایطو کې وساتل شي.