• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د کابل د کارته نو سیمې په طلايي ښارګوټي کې د طالبانو د پولیسو د یوه قوماندان په کور کې د شپې تر درې نیمو بجو د موسیقۍ محفل روان و. د رباب او تبلې غږونه له هارمونیې سره یوځای کېدل او سندرغاړي د ګډونوالو په غوښتنه سندرې ویلې.

دا محفل د قوماندان د زوی د زیږېدو په مناسبت جوړ شوی و. د کور په یوه برخه کې موسیقي‌ غږوونکي ناست وو او د طالبانو یو شمېر غړي یې شاوخوا راټول وو. د کور دباندې طالب ساتونکو پهره کوله.

د محفل یوه ګډونوال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه بنډار کې د طالبانو د پولیسو او استخباراتو غړو هم ګډون درلود.

د نوموړي په وینا، د موسیقۍ له پیل مخکې دوو طالبانو له خپلو جېبونو ګولۍ راوایستلې او په چایو کې یې واچولې. هغه وویل: «ما ته د ټابلیټ کا په څېر ښکاره شوې».

کله چې د موسیقۍ ډلې خپل وسایل برابر کړل، سندرغاړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کوربه لپاره د نورو ورته ښادیو دعا وکړه او د ملنګ جان د یوې سندرې د ویلو اجازه یې وغوښته.

هغه وویل: «ټول ستړي مه شئ، الله دې د قوماندان صیب کره نورې ښادۍ هم راولي، زه به په پیل کې د ملنګ جان یوه سندره ووایم، که د ټولو خوښه وي».

سندرغاړي دا سندره پیل کړه:

«خاوره یې د سرو ده، هر یو کاڼی یې مرجان دیزه چې پرې مین یم، دا هغه افغانستان دی»


د ملنګ جان په اصلي شعر کې د افغانستان پر ځای د پښتونستان نوم راغلی، خو د سندرې په ځینو هغو بڼو کې چې افغان سندرغاړي یې اجرا کوي، د افغانستان نوم کارول کېږي.

د سندرې پر مهال سندرغاړي له هارمونیې لاسونه پورته کړل او چکچکې پیل شوې. د مجلس ځینو طالب ګډونوالو هم ورسره لاسونه وپړکول او نورو د سندرې له تال سره سرونه ښورول.

د محفل یوه ګډونوال د مجلس د نورو جزئیاتو په اړه وویل چې په زیرزمینۍ کې د سګرټو لوګي خپاره وو او د چرسو بوی هم ډېر و. د هغه په وینا، ځینې ګډونوال به د لنډ وخت لپاره له خونې بهر وتل او بېرته به راننوتل.

هغه وویل: «په ټوله زیرزمینۍ کې د سګرټو دود و، د چرسو بوی بېخي ډېر و، موسیقي هم روانه وه او یو نیم کس به د څه وخت لپاره دباندې هم وتلو. زه هم ووتم، بهر مې د چرسو له لوخړو لرې پاکه هوا تنفس کړه او بېرته ننوتم».

د ګډونوال په وینا، محفل د شپې په درې نیمو بجو له ستونزې پرته پای ته ورسېد. د موسیقۍ ډلې خپل وسایل راټول کړل او د یوه طالب په موټر کې خپلو ځایونو ته ولېږدول شول.

«راشه چې اوس دې سم کافر کړمه»

خو د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه کلي کې د واده په مراسمو کې د موسیقۍ د محفل انجام بل ډول و. د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د موسیقۍ محفل په زور ودراوه او یو شمېر ګډونوال یې ووهل.

دا پېښه د روان کال د تلې میاشتې پر ۱۷مه، د پنجشنبې په ماښام، د بهسودو ولسوالۍ په خوشکنبد کلي کې شوې ده. سندرغاړي اغا ګل، د هغه ورور او تبله‌غږوونکي ریدي ګل او رباب‌غږوونکي جاوېد د یوه ځايي اوسېدونکي د واده په مراسمو کې په پټه موسیقي غږوله. د کلي یو شمېر ځوانان او د واده زلمی هم په دې محفل کې ناست وو. د تبلي او رباب له چټک غږ سره به کله ناکله یو ځوان د خونې منځ ته ورټوپ کړل او وبه نڅېده.

د واده یو ګډونوال افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل: «ساز ګرمه کې روان و، اغاګل دا سندره ویله چې که بې له تا مې زړه خوږېږي نو کافر دې شمه. په همدې شېبه کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان او ورسره ساتونکي حجرې ته راننوتل.

یاد ګډونوال زیاتوي: «دروازه یې په لغته ووهله، طالبان راننوتل او په وهلو ډبولو یې شروع وکړه. سندرغاړی یې له ویښتو کش کړو او ورته ویې وویل، راشه چې اوس دې سم کافر کړمه».

د سرچینې په وینا، طالبانو د واده د زلمي د کورنۍ د غړو په ګډون یو شمېر ګډونوال وډبول او بیا یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د طالبانو امنیه قوماندانۍ نظارت خانې ته یووړل.

100%
دا د هغو وسیلو انځور دی چې د موسیقۍ له دې ډلې څخه نیول شوې وې.

دوی د همدې ورځې پر سبا د تلې میاشتې پر ۱۸مه نېټه د جمعې په ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د قومي مخورو په تضمین خوشې شول. له دغو سندرغاړو او موسیقۍ غږوونکو څخه طالبانو لیکلي تضمینونه واخیستل چې نور به موسیقي نه کوي او وسایل یې ترې ضبط کړل.

له دغو سندرغاړو څخه نیول شوې وسیلې څو اونۍ وروسته په ننګرهار کې طالبانو وسوځولې.

100%
په دغو سوځول شویو وسیلو کې د سندرغاړي اغا ګل هارمونیه او د هغه د ورور تبله هم وې.

د همدې تلې میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپې مهال د کابل ولایت د نهمې حوزې اړوند په پکتیا کوټ سیمه کې سندرغاړي عصمت معصوم او ملګرو یې نږدې ۲۰۰ کسانو ته موسیقي کوله. د شپې شاوخوا یوه بجه وه چې د طالبانو د امربالمعروف د حوزې کشر مولوي محمد عباس عباسي د نورو محتسبانو په ملتیا د موسیقۍ دغه بنډار ته له وسلو سره ورننوت.

100%

د موسیقۍ د ډلې یو غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «یو ځل ګډوډوي شوه،‌ هلکانو وویل چې طالبان راننوتل او په دې کې یو کس ما ته لغتې ونیولې. ورپسې یې له ګرېوانه ونیولم او په مخ یې څپېړې راکړې. زما له سترګو اوښکې روانې وې او بل کس ته یې غږ کړل چې دې خنځیر ته ولچک واچاوه».

نوموړي د هغو وسایلو دا انځور هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړ چې طالبانو ترې ضبط کړي دي.

100%

د هغه په وینا، طالبانو یوه شپه په نهمه حوزه کې وساته او سهار یې خبرداری ورکړ چې موسیقي په اسلام کې حرامه ده او که بیا ځل ونیول شو، نو دوه کاله به زنداني شي.

هغه زیاته کړه: «دا اول ځل و چې موږ ونیول شوو، موږ په پټه ډېر مجلسونه کړي دي. خپله طالبانو هم دعوت کولو، موږ پسې رینجر موټرو کې راغلي دي‌ او پروګرامونو ته یې وړي یو».

د معصوم په وینا، اوس هم په پټه د موسیقۍ ډلې فعالې دي او هغه سندرغاړي چې د طالبانو په خوښویو کې موسیقي غږوي، امنیت یې نیول کېږي‌ او هېڅ ډول ستونزې ورته نه پېښېږي، خو برعکس بیا د عامو وګړو په ودونو کې چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، په پټه موسیقۍ پکې له خطره خالي‌ نه وي.

عصمت معصوم د هغو سندرغاړو له ډلې یو تن و، چې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خیبر پښتونخوا ته لاړ او هلته یې په ډاډه زړه د موسیقۍ پروګرامونه کول، خو د افغان کډوالو خلاف د پاکستاني پولیسو عملیاتو د دوی ژوند هم هلته تریخ کړ او د ۲۰۲۵ کال په پای کې له پېښور نه بېرته افغانستان ته لاړ.

معصوم د طالبانو له بندیزونو سره سره، په پټه د موسیقۍ په بنډارونو او پروګرامونو کې برخه اخېسته، خو د کابل د نهمې امنیتي حوزې د مسوولانو تر ګواښونو وروسته، د موسیقۍ محفلونو ته نه ځي.

د طالبانو چاپې او پټې اچازې

نعمت سرحدي په جلال اباد ښار کې د محلي موسیقۍ ډله لري. هغه له چمبې سره په سندرو ویلو مشهور دی او پر ننګرهار سربېره یې په کابل کې هم د موسیقۍ پټ پټ بنډارونه کړي دي. ملګري یې وایي، چې څو ځله طالبانو نیولی دی او ضمانتونه یې ترې اخیستي چې موسیقي به نه کوي، خو د ګټې وټې بل هنر ورسره نشته.

100%
څو میاشتې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شپنۍ موسیقۍ انځور

یو شمېر سندرغاړو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نور هنرونه یې زده نه دي او مجبور دي چې په پټه له همدې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.

په خوست کې یو فعال سندرغاړی وایي: «له چا سره چې مجلس ته ځو، پوښتنه ترې کوم چې د کورنۍ کوم غړی یا خپلوان یې په طالبانو کې شته او که نه؟ که وي، نو بیا ورته وایو چې د پټې اجازې اخیستلو څه غم دې وکړي».

د سندرغاړو‌ په وینا، ځینې کورنۍ د خوښیو پر مهال د طالبانو د ځايي حوزو له مسوولینو سره پېژندګلوي کوي او د هغوی په ډاډ د موسیقۍ مجلسونه برابروي چې دا ډول اقدام دوی په محلفونو کې یو څه ډاډه کوي.

د طالبانو امر بالمعروف د کابل او ولایتونو د ودونو په تالارونو کې هم د موسیقۍ پر پروګرامونو بندیز لګولی دی.

ددغو بندیزونو په پایله کې د کابل د ودونو په تالارونو کې د خوښۍ د نمانځلو دود هم بدل شوی او ډېرځله داسې پېښ شوي، چې په واده کې د طالبانو ترانې، مشاعرې، زمزمې یا هم مذهبي تبلیغ کیږي.

خو په ځینو تالارونو کې، چې مسوولان یې د طالبانو له امنیتي حوزو سره نږدې اړیکې لري، د پیسو په بدل کې په ټیټ غږ، یا هم د ښځو په تالار پورې محدودې موسیقۍ ته اجازه ورکول کیږي. طالبان ددې په بدل کې د «خوښۍ شیریني» په نامه له ۱۵ نه تر ۲۵ زرو پورې افغانۍ اخلي.

د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دغې ډلې د موسیقۍ د وسیلو نیولو او سوځولو لړۍ هم روانه ساتلې ده.

هره اونۍ د طالبانو اړوندې ادارې په ولایتونو کې د موسیقۍ د سلګونو الو د نیولو خبر ور کوي.

تازه د نومبر پر ۲۵مه په خوست کې د‌ طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز اعلان وکړ، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راپه دې خوا نیول شوې ۶۵۰ بېلابېلې الې د محتسبینو په شتون کې وسوځول شوې.

100%

له دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال د می میاشتې په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او روداتو ولسوالیو کې هم له ۱۶۹ څخه زیات د موسیقۍ الات له سیمه‌ییزو خلکو او هنرمندانو راټول شوي وو او اور ته واچول شول.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د موسیقۍ پر خپرولو او غږولو سخت او متواتر بندیزونه لګول شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۱۴مه په یوه رسنیز کنفرانس کې اعلان کړی و چې یوازې په همدې کال کې یې د کابل، هرات، پروان، پنجشېر او ننګرهار په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۱ زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې راټولې کړې او له منځه وړې دي.

که د بدخشان، نیمروز، سرپل، لغمان، هلمند او زابل ولایتونو ټول متفرق راپورونه هم له دغو شمېرو سره یوځای شي، په تېرو پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د موسیقۍ وسایل د طالبانو محتسبانو سوځولي دي.

د طالبانو د سختو قیوداتو، پر ودونو د څارنې او پر محفلونو د چاپو لګولو له امله د هېواد د هنر او موسیقۍ ټولنه له ګڼو ګواښونو او ستونزو سره مخ ده. په تېرو پنځو کلونو کې له ۶۰۰ زیات محلي سندرغاړي، د ډول او موسیقۍ د نورو الاتو غږوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ غږولو پر سر توقیف شوي، تعزیري سزاوې ورکړل شوې او بنديان شوي دي.

سندرغاړي جرابې او پوکاڼۍ پلوري

د کابل په لومړۍ ناحیه کې کوچه خرابات، چې یو مهال د موسیقۍ او هنرمندانو د راټولېدو مشهور ځای و، اوس یې هنري رنګ پیکه شوی.

هغه هنرمندان چې ژوند او هنري فعالیتونه یې له دې کوڅې سره تړلي وو، اوس ډېری د خپل پخواني مسلک پرېښودو ته اړ شوي او په نورو کارونو بوخت دي. ځینې یې په هټیو کې خوراکي توکي او د ماشومانو د لوبو وسایل پلوري او ځینې نور په لاسي کراچیو کې توکي پلوري.

فرید احمد (مستعار نوم) چې یو تبله غږوونکی دی، دا کسب ورته له نیکونو په میراث پاتې و،‌ خو اوس د کابل ښار منډوي بازار ته نږدې د لاسي توکو یوه کراچۍ لري چې جرابې، بنیانونه او نور ژمني توکي پکې پلوري.

هغه د اوړي په موسم کې د کابل کوڅو کې ګازي پوکاڼۍ پلورلې، خو د ژوند چاره یې پرې نه کېده.

100%

دغه سندرغاړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې که څه هم ځینو پټو ناستو ته سندرغاړو وربللی و، خو ده نه غوښتل چې نور خطر په سر واخلي او د طالبانو له وهلو او ترټنې سره مخ شي.

نوموړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د موسیقۍ یو بنډار ته روان و چې د تالاشۍ په یوه پوسته کې طالبانو ودراوه او پر سپکو سپورو سربېره یې تبله هم په چاقوانو ترې وڅیرله.

نوموړی وايي،سختې بدې ردې ورته وویل شوې او پرېکړه یې وکړه چې نور ددغو سپکو سپورو توان نه لري.

هغه اوږد اسویلی و اویست او بیا یې وویل: «تقریبا له څلور و ډېرکالونه وشول چې بیا مې په تبلې ګوتې نه دي اېښې».

هنرمندان په جلا وطنۍ کې

د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ او د هنرمندانو ټولنې د ارقامو له مخې، تر ۸۰ سلنې زیات مسلکي او سیمه‌ییز سندرغاړي چې له ۱,۵۰۰ زیات هنرمندان او د هغوی د کورنیو غړي کېږي، له هېواد څخه وتلو او جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ټول ۳۵۰ تنه استادان او محصلین په ډله ییزه توګه پرتګال ته ولېږدول شول او هلته یې خپل انسټیټیوټ بېرته فعال کړ. سلګونه نور محلي سندرغاړي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ پېښور، کوټې او مشهد ته کډوال شول او پیژندل شویو موسیقارانو په اروپا، امریکا او کاناډا کې پناه واخېسته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او یونسکو سازمان د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په جریان کې خپرو شویو راپورونو کې دا کړنې د افغانستان کلتوري میراث ته سخت زیان بللی، خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لا هم ټینګار کوي چې د موسیقۍ اورېدل او غږول د دوی د قانون له مخې «غیر شرعي» کار دی.

ډېر افغان سندرغاړي په پېښور، کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې میشت دي او ځینې یې بهر ته د تګ دوسیې لري.

په پېښور کې د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان وايي، چې اوسمهال په پېښور او کوټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي. دغه سندرغاړي له پاکستان نه د افغان کډوالو د اخراج په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د عصمت معصوم په څېر یې ځینې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

100%

د احمدخان په وینا، ددوی ټولنه د افغان هنرمندانو د حقونو د دفاع او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د محکمې پرېکړې د دې زمینه برابره کړې، چې دغه هنرمندان په جبري توګه افغانستان ته ونه اېستل شي.

د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر پر پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.

په پېښور کې میشت یوه افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په پېښور کې د ۱۰۹ افغان هنرمندانو کورنیو محکمې ته عریضې کړې دي،څو افغانستان ته د دوی د جبري ستنولو مخه ونیسي.

د هغه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي، ازاد تګ‌راتګ نه‌شي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.

هغه په پېښور او کوټه کې د افغان هنرمندانو د شمېر په اړه وویل، « دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. محکمې ته مو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی موږ ونیسي یا وځوروي. له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند تر یوه بریده نرم شوی دی».

وفا ټینګار کوي، چې افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای، ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زده‌کړو مخه یې هم نیول شوې ده. نوموړي استدلال وکړ، چې «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي».

ډېر لیدل شوي

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې
۱

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲

د مارګلا ناسته: «پاکستان نه غواړي افغانستان د هند غېږې ته ولوېږي»

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د طالبانو پوهنې وزارت د لومړنیو زده‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو ګډ راپور رد کړ

۴

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۵

د طالبانو له واکمنۍ تر جلاوطنۍ؛ په پاکستان کې افغان هنرمندان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

فریده: له ۳ میاشتو راهیسې مې غاښ درد کوي، ښځینه ډاکټره نشته، نارینه ته مې طالبان نه پرېږدي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
100%

ګارډین ورځپاڼې له نارینه ډاکټرانو څخه د ښځینه ناروغانو د منع کولو په اړه د طالبانو بندیز رپوټ کړی او ویلي، چې د فریدې په نوم د هرات یوه اوسېدونکې له ۳ میاشتو راهیسې د غاښ درد زغمي، خو د ښځینه ډاکټرې د نشتوالي له امله نارینه ډاکټر ته نه شي تلای.

د راپور له مخې، که څه هم طالبان په دې اړه کوم رسمي فرمان نه دی خپور کړی، خو ښځو او ډاکټرانو ګارډین ته ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري دا محدودیتونه عملي کېږي او نارینه ډاکټرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو درملنه ونه کړي.
د هرات اوسېدونکې ۳۷ کلنه فریده ویلي، چې د غاښونو د شدید درد له امله یوې کلینیک ته ورغله او ډاکټرانو ورته د څو خرابو غاښونو د ایستلو او نوي درملنې سپارښتنه وکړه.
هغې ویلي، چې د درملنې لګښت یې مخکې له مخکې ورکړی و، خو کله چې د درملنې وروستي پړاو ته ورسېده، کلینیک ورته وویل چې نور یې درملنه نه شي کېدای.
فریده ګارډین ته ویلي چې د کلینیک کارکوونکو ورته ویلي: «د امر بالمعروف وزارت امر کړی چې نارینه د غاښونو ډاکټران نورې ښځینه ناروغانې نه شي درملنه کولی.»
د راپور له مخې، له هغې پېښې درې میاشتې تېرې شوې، خو د فریدې درملنه لا هم نیمګړې پاتې ده.
یو جراح چې ګارډین د امنیتي دلایلو له امله د «سمیع» په مستعار نوم یاد کړی، ویلي چې په شمالي افغانستان کې ورته ویل شوي ښځینه ناروغانې نه شي معاینه کولی، حتی که د ناروغ وضعیت بیړنی هم وي.
هغه ویلي: «اجازه نه لرو ښځینه ناروغانې مستقیمې معاینه کړو، ځکه موږ یې محرم نه یو. دا مهمه نه ده چې ناروغي څومره ساده یا خطرناکه وي.»
راپور وايي، په ځینو مواردو کې ښځې له داسې شرایطو سره مخ کېږي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې لا ستونزمن کوي.
د کونړ اوسېدونکې رحیمې ویلي، چې د هغې یوه مشره خپلوانه اړ شوې چې د غاښونو د درملنې لپاره کندهار ته سفر وکړي، ځکه د کورنۍ نارینه‌وو نه غوښتل چې په خپل ولایت کې نارینه ډاکټر ته ورشي.
راپور لیکي چې دغه محدودیتونه په داسې وخت کې پراخېږي چې طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې ښځې له طبي زده‌کړو هم منع کړې دي.
د راپور له مخې، یو شمېر روغتیايي کارکوونکو تایید کړې چې پر روغتونونو فشار شته څو ښځینه کارکوونکې ونه ګماري، په داسې حال کې چې پاتې ښځینه ډاکټرانې هم د محرم د شتون شرط سره مخ دي.
راپور د بلې ناروغې کیسه هم رااخلي چې وایي، له خپل پلار سره یو روغتیايي مرکز ته تللې وه، خو هلته ورته ویل شوي وو چې باید د بلې ښځینه ناروغې او د هغې د محرم تر راتګ پورې انتظار وباسي، ځکه نارینه ډاکټر اجازه نه لرله چې یوازې هغې ته طبي معاینه ترسره کړي.
ملګري ملتونه مخکې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي او د سازمان یو شمېر کارپوهانو د طالبانو پر تګلارو د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح کارولې ده.
راپور ټینګار کوي چې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ترڅنګ، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کمېدل د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره یوه بله جدي ننګونه ګرځېدلې ده.

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی ۲۰ ورځې مخکې د افغان کډوالو او بندیانو د ستونزو د ارزولو په موخه ترکیې ته تللی وو او پرون یې خپل راپور وړاندې کړ. په دې راپور کې د ترکیې او ایران تر منځ په ګډه پوله کې د ۸ مړه شویو افغان کډوالو په تړاو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

خبري سرچینو د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د ایران او ترکیې په پوله د اتو کډوالو د مړو ویډیو افغانستان انټرنشنل ته راولېږله. په دې ویډیو کې د اتو نارینه‌وو مړي لیدل کېږي چې زنې یې تړل شوې دي. دغه جسدونه د ترکیې د وان ولایت «اوزالپ» اړوند د «یوکاری‌تولګالی» سیمې ته نږدې د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره واټن کې موندل شوي او د ترکیې رسنیو د هغوی د مړینې لامل سخته یخني بللې، خو د مړینې اصلي لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دی تایید شوی.

په ترکیې کې د پناه غوښتونکو ټولنې او د مړه شویو کسانو کورنیو هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړې ده. د دوی په وینا، چې تر دې مهاله په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندنې یا لیدلو لپاره روغتون ته لاړ شي، خو د ډېریو دغو مړو هویت افغان بلل شوی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر د رییس سعید احمد بنوري په مشرۍ یو پلاوی ۲۰ ورځې مخکې (د تلې ۳۰مه) د افغان کډوالو او بندیانو د ستونزو د ارزولو په موخه ترکیې ته تللی وو او پرون (چهارشنبه د لړم ۲۰مه) خپل راپور یې وړاندې کړ. په دې راپور کې د ترکیې او ایران تر منځ په ګډه پوله کې د ۸ مړه شویو افغان کډوالو په تړاو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ترکیې ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د دغه وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري پر مشرۍ تللي پلاوي د خپل سفر راپور د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر عبدالکبیر سره شریک کړ.

د دغه پلاوي په راپور کې راغلي، یاد طالب پلاوي په ترکیې کې د افغان کډوالو له مېشتغالو لیدنې کړي او هلته یې د مېشتو افغانانو د خوراکي توکو، روغتیایي او نورو اړینو خدمتونو ته د لاس‌رسي ارزونه شوې او له ترکي چارواکو سره یې د حل‌لارو په اړه خبرې شوې دي.

عبدالکبیر د یاد راپور له اورېدو وروسته په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې یاد وزارت به په بهر کې د ټولو مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ارزونې ته دوام ورکړي او د هغوی د ستونزو حل په موخه به له کوربه هېوادونو سربېره، د ملګرو ملتونو له استازو سره هم خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مړو شویو کسانو کورنۍ له ترکي، ایراني او طالب چارواکو غواړي، چې کابل ته د مړه شویو کسانو د مړو په لېږدولو کې همکاري وکړي، څو کورنۍ یې خاورو ته وسپارلی شي.

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۰
100%

په کندهار کې د درملو د مارکېټونو مخې ته د طالبانو او درمل‌پلورونکو ترمنځ له نښتې وروسته، طالبانو د پېښې د ویډیوګانو خپروونکي ګواښلي، که دغه ویډیوګانې له خپلو خواله رسنیو پاکې نه‌کړي؛ نو وبه نیول شي.

د پېښې یو ویډیو خپروونکی وایي، د طالبانو له‌خوا د هغه د ځای او کور پته پوښتل شوې او دی د نیول کېدو له وېرې له کوره تښتېدلی او په یوه پټ ځای کې اوسېږي.

د چهارشنبې په ماسپښین د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند پر نوي سړک د درملو د مارکېټونو مخې ته د طالبانو او درمل پلورونکو ترمنځ له نښتې وروسته ګڼو کسانو د پېښې ویډیوګانې ثبت کړې او پر خواله رسنیو یې خپرې کړې.

د معلوماتو له مخې، د پېښې په اړه د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته طالبانو ګڼو هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د نښتې ویډیوګانې یې پر خپلو فیسبوک او نورو خواله حسابونو خپرې کړې وې. طالبانو له دغه کسانو غوښتي، چې دغه ویډیوګانې پاکې کړي، کنه د نیول کېدو له ګواښ سره به مخ شي.

د دغه ګواښونو له امله ګڼو کسانو خپلې خپرې کړې ویډیوګانې له خواله حسابونو لرې کړې دي؛ خو په ځینو مستعارو حسابونو کې لا هم د پېښې ویډیوګانې شته.

یو کس چې د پېښې ویډیو یې پر فیسبوک خپره کړې وه وایي، د یوه ملګري له لارې خبر شوی چې طالبان یې د ځای او پتې په اړه پوښتنې کوي او د نیولو پلان یې هم درلود. نوموړی وایي، له دې خبرتیا وروسته یې ویډیو له خپل فیسبوک حساب پاکه کړې او د نیول کېدو له وېرې یې کور پرېښی دی.

هغه وایي، اوس په یوه پټ ځای کې دی او د امنیتي اندېښنو له امله کور ته د تلو جرات نه‌لري.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د پېښې ویډیوګانې ځکه ګڼو کسانو خپرې کړې وې چې د طالبانو یوشمېر وسله‌وال د غلو په څېر د درملو مارکېټونو ته ورغلي وو او غوښتل یې درمل په خپل سر ټول کړي؛ چې وروسته خلکو د همدې چلند او شخړې د ثبتولو لپاره ویډیوګانې اخیستې وې.

د دوی په باور، خلکو فکر نه کاوه چې طالبان به د دغه ویډیوګانو د خپرېدو په غبرګون پر خپروونکو فشار راوړي؛ خو د پېښې له خپرېدو وروسته د طالبانو پام د درملو راټولولو او د خلکو پر وړاندې د وسله‌والو د چلند پر ځای هغو کسانو ته واوښت، چې د پېښې ویډیوګانې یې ثبت او خپرې کړې وې.

خلک وایي، طالبانو د پېښې په اړه د خپل‌سري چلند د څېړلو پرځای عام خلک ملامت کړي چې ولې یې پر طالبانو لاس پورته کړی او د هغوی موټر یې تخریب کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د همدې پېښې په تړاو تر دې وړاندې د ۲۲ کسانو د نیول کېدو او د نورو کسانو د نیولو د ګواښ راپورونه هم ورکړل شوي وو.

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۰
100%

د عراق د پارلمان رییس امر کړی، چې یوه لنډمهاله کمېټه دې د ایران له لارې افغانستان ته د کرکوک د تېلو له سیمو او د کردستان له خودمختاره اقلیم څخه د تېلو د قاچاق په اړه استخباراتي راپورونه وڅېړي.

ورته مهال د عراق لومړي وزیر هم امر کړی، چې په دغه هېواد کې د تېلو د محصولاتو د غلا او قاچاق په اړه څېړنې وشي. عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې د عراق د پارلمان رییس هبت الحلبوسي افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

د عراق د پارلمان د رسمي خبرپاڼې له مخې، دغه کمېټه به د ایران له لارې افغانستان ته د کرکوک او د کردستان له اقلیم څخه د تېلو د قاچاق د راپورونو ترڅنګ، د کردستان په اقلیم کې د «خور مور ګازي» ډګر وروستی برید هم وڅېړي.

دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د امریکا د منځني ختیځ رسنیزې شبکې اړوند الحره خبري شبکې د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوه ۱۹ مخیز محرمانه ارزونې راپور په اړه معلومات خپاره کړل.

دغه ارزونه چې د اکتوبر په میاشت کې چمتو شوې، د عراق د بابل ولایت په جرف‌النصر سیمه کې د مېلیونونه ډالرو په ارزښت د تېلو د غلا موضوع افشا کړې ده. د دغه راپور له مخې، د عراق د پلازمېنې بغداد په ۶۰ کیلومترۍ کې سوېل لوېدیځ ته په جرف‌النصر سیمه کې د تېلو غلا په ۲۰۲۱کال کې پیل شوې ده. د یادې غلا عاملانو د دولتي نل لیکو ناقانونه څانګې جوړولې او له دې لارې یې تېل ایستل.

په دې څېړنه کې د تېرو پنځو کلونو د سپوږمکۍ انځورونو او د ډیټابېسونو د معلوماتو د پرتله کولو له لارې څلور ځایونه پېژندل شوي دي. په دغه ځایونو کې غلا شوي تېل د لومړنیو او ابتدايي تصفیوي تاسیساتو له لارې تر ځمکې لاندې کندو ته لېږدول کېدل او هلته زېرمه کېدل.

د راپور له مخې، د ۳۶زره لېټرو ظرفیت لرونکو ټانکرونو تېل له درېیو لارو د بغداد او نړۍوالو لویو لارو پر لور لېږدول کېدل او له رسمي امنیتي پوستو څخه یې تېرول.

د ۲۰۲۲کال د اکتوبر میاشتې د سپوږمکۍ انځورونو په دغه ځایونو کې په یوه کې د ۲۱ ټانکرونو شتون ثبت کړی دی. خو د عراق د کورنیو چارو وزارت ارزونه ښيي، چې د تېلو د بارولو ګڼې چارې د شپې له‌خوا ترسره کېدې.

د عراق د کورنیو چارو وزارت همداراز راپور ورکړی، چې په جرف‌النصر سیمه کې د تېلو غلا لا هم روانه ده. دغه وزارت د دولتي نفتو لېږد رالېږد شرکت او د تېلو د محصولاتو د وېش دولتي شرکت د مسوولانو د قانوني څار غوښتنه کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دغو مسوولانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې خپله دنده سمه نه ده ترسره کړې.

د جرف‌النصر سیمه د حزب‌الله لواګانو (کتایب حزب‌الله) تر کنټرول لاندې ده؛ دا یوه وسله‌واله ډله ده چې د ایران ملاتړ ورسره دی. د الحره د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دغه ډله پر ټوله سیمه بشپړ کنټرول لري.

د عراق رسمي خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر علي الزیدي د سې‌شنبې په ورځ د تېلو د محصولاتو د غلا او قاچاق دوسیې د څېړلو لپاره د یوې جلا اجرایوي کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۰
100%

د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې د درملو د مارکېټونو پر سر د طالبانو او خلکو ترمنځ له نښتې وروسته طالبانو ۲۲ کسان نیولي او یوشمېر نور کسان هم د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د سیمې اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، طالبان د درملو راټولولو لپاره په زور بازارونو ته ورتلل او د خلکو له اعتراض سره یې په تاوتریخوالي ځواب ورکاوه.

د چهارشنبې په ماسپښین (د لړم ۲۰مه) د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند پر نوي سړک د درملو د مارکېټونو مخې ته هغه مهال شخړه رامنځته شوه، چې د طالبانو د نهمې حوزې یوشمېر وسله‌وال د درملو راټولولو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

د عیني شاهدانو او درمل پلورونکو د معلوماتو له مخې، د نهمې حوزې وسله‌والو غوښتل د درملو مارکېټونه په خپل سر وپلټي او درمل ترې یوسي؛ خو د لومړۍ حوزې له طالبانو سره د همدې موضوع پر سر لفظي شخړه پیل شوه، چې وروسته په فزیکي نښته واوښته او عام خلک هم ورسره ښکېل شول.

سرچینې او د پېښې عیني شاهدان وايي، طالبانو د یادې پېښې په تړاو تراوسه ۲۲ کسان نیولي او د سیمې د درمل پلورونکو په وینا، د نورو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي. یو درمل پلورونکی وایي، په پېښه کې د لسګونه کسانو د ښکېلتیا له امله یوشمېر نور کسان هم د نیول کېدو له وېرې له سیمې تښتېدلي دي.

هغه وایي: «۲۲ تنه تراوسه نیول شوي او لا هم ځینې کسان د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي؛ خو اوس له سیمې وتلي دي ځکه دوی په دې شخړه کې ښکېل بلل شوي دي. په دې پېښه کې په لسګونه کسان ښکېل وو؛ خو هغه کسان چې اوس یې د نیولو ګواښ کېږي، ځینې په لاسي ډول طالبانو ته ورپېژندل شوي او یا په ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالبانو موټر ته زیان رسوي».

د سیمې نور عیني شاهدان وایي، د طالبانو له‌خوا د درملو راټولولو تکراري هڅو خلک سخت په غوسه کړي وو او د همدې زور زیاتي پر وړاندې یې غبرګون وښود. د دوی په وینا، طالبانو تر دې وړاندې هم له یادو مارکېټونو درمل وړي دي، پرته له دې چې د یادې ډلې د عامې روغتیا وزارت اړوند مسوول کسان ورسره ملګري وي؛ خو سوداګرو د طالب وسله‌والو د زور له امله د اعتراض او مخنیوي توان نه درلود.

یو بل درمل پلورونکی وایي: «موږ خو نور خبر نه یو، چې دا څوک دي خو وسلې ورسره وې، هر وخت راتلل او پاکستاني درمل یې ټولول، دا ځل د نورو طالبانو له‌خوا په ډاګه شول چې دا کسان د غلو په شکل دلته راځي، نو ځکه خلک ډېر ورته په غوسه وو او له دوی سره یې شخړه وکړه».

د درمل پلورونکو دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو وسله‌والو له‌خوا د درملو د راټولولو، د سوداګرو د اعتراض د ځپلو او د پېښې ښکېلو کسانو د نیولو راپورونه په کندهار کې د سوداګرو او عامو خلکو ترمنځ د وېرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.