پښتین د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د پښتونخوا د کانونو د پلور په اړه په یوې نیم ساعته ویډیويي وینا کې ویلي، چې د نومبر په ۱۲مه او ۱۳ په اسلاماباد کې د نړۍ د کانکېندنې شرکتونو په ګډون یو پروګرام جوړېږي، څو د پښتونخوا د کانونو د استخراج او پلورلو په اړه پرېکړې وشي؛ خو د نوموړي په وینا، په دې پروګرام کې د پښتنو استازي ګډون نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلاماباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.
منظور پښتین له پښتنو وغوښتل چې د کانونو د پلورلو او استخراج په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د بهرنیو شرکتونو د مشرانو او اړوندو نړیوالو ادارو پام دې موضوع ته واړوي.
نوموړي وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ به په واشنګټن کې د نړیوال بانک مخې ته اعتراض وکړي او د پښتنو غږ به نړیوالو ته ورسوي. هغه همداراز د کانکېندنې په سیمو کې له خلکو وغوښتل چې د اعتراضونو، لاریونونو او لارو تړلو له لارې د کانونو د استخراج پر ضد خپل مخالفت څرګند کړي.
پښتین زیاته کړه چې د کانکېندنې له شرکتونو سره باید اړیکه ونیول شي او د پښتنو له رضایت پرته د طبیعي زېرمو د استخراج د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړې: «د کانونو د پلور او ترهګرۍ په وړاندې چپ پاتې کېدل پنجابی استعمار لا ځواکمن کوي».
نوموړي له ټولو پښتنو وغوښتل، چې هر یو تر خپله وسه غږ پورته کړي. هغه ویلي: «موږ د دغه کمپنیو او شرکتونو ایمیل ادرسونه او د مشرانو ادرسونه پيدا کړي، خپل د احتیجاج لیک ورته استوو چې دا کار په زور او ظلم کېږي او باید قراردادونه تر سره نه کړي». هغه له ټولو غوښتنه کړې، چې د دغه شرکتونو ایمیلونو ته د دوی لیکل شوی پیغام په فردي توګه ولیږي او په انلاین احتیجاج کې ټول برخه واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا امنیتي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په میرانشاه، بنو، اورکزیو، باجوړ او د بلوچستان په ځینو سیمو کې خلک د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او وېرې له وضعیت سره مخ دي.
هغه ویلي، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم د پښتنو په سیمو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی، جبري نیونې او زنداني کول دوام لري او د ولسي خلکو د غوښتنو غږ نه اورېدل کېږي.
پښتین د تېر کال په تېرا کې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، د پښتنو د مشرانو او ولس له مخالفت سره سره د پاکستان حکومت د عملیاتو پرېکړه وکړه او د خلکو غوښتنې یې له پامه وغورځولې.
هغه خبرداری ورکړ چې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو استخراج، که د سیمې د خلکو له رضایت پرته پیل شي، د فساد، ناامنۍ او هدفي وژنو د زیاتېدو لامل کېدای شي.