د پېښور محکمې بیا د سهیل اپرېدي د نیولو امر وکړ

د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا د پخواني اعلی وزیر سهیل اپرېدي او د پاکستان تحریک انصاف د فعال امیر خان چمکني د نیولو حکم بیا صادر کړی دی. یاده قضیه د ۲۰۲۳ کال له اعتراضونو سره تړاو لري، چې پر مهال یې د راډیو پاکستان د پېښور پر ودانۍ برید، ورانکاري او اورلګونه شوې وه.
د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي ولي محمد خان د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو او پخوانیو ایالتي وزیرانو تیمور سلیم جھګړه او کامران بنګش او د ګوند د پېښور د څانګې د مشر عرفان سلیم موقتي ضمانت هم د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې غځولی دی.
د سهیل اپرېدي وکیل علي زمان محکمې ته ویلي چې د هغه د موکل د اوسېدو ځای لا هم معلوم نه دی. هغه ادعا کړې چې اپرېدی د اکټوبر په ۱۱مه، هغه ورځ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه شوه، د اعلی وزیر له ماڼۍ څخه وړل شوی، خو تر اوسه یې نیول په رسمي اسنادو کې نه دي ثبت شوي.
د دفاع وکیلانو د قضیې د لا چمتووالي لپاره د وخت غوښتنه وکړه، چې محکمې ومنله او د قضیې اورېدنه یې د نومبر تر ۱۷مې وځنډوله.
محکمې د سهیل اپرېدي او امیر خان چمکني د نیولو حکم وروسته له هغې بیا صادر کړ چې د اکټوبر په ۲۸مه صادر شوي پخواني حکمونه عملي نه شول.
راپورونه وايي، سهیل اپرېدي د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. د پاکستان یوه فدرالي وزیر له هغې یوه ورځ وروسته تایید کړې وه چې اپرېدی او د هغه د کابینې ځینې غړي په احتیاطي توقیف کې ساتل شوي دي. ویل کېږي امیر خان چمکني هم نیول شوی دی.
تېره میاشت څارنوالۍ محکمې ته یو تکمیلي چالان وړاندې کړ، چې پکې سهیل اپرېدي او د پاکستان تحریک انصاف څلور نور غړي د تورنو کسانو په نوملړ کې شامل شوي دي، حال دا چې د قضیې په لومړني راپور او تورپاڼه کې یې نومونه نه وو شامل.
د څارنوالۍ په وینا، دغه نوي تورونه د پنجاب عدلي ساینسي ادارې او نادرا د راپورونو پر بنسټ شامل شوي، چې پکې د پېښې ویډیوګانې او د شکمنو کسانو انځورونه ارزول شوي دي.
د پلټنو د افسر خوشحال خان د راپور له مخې، د راډیو پاکستان پېښور مشر طفیل احمد د عدلي ارزونو له ترلاسه کېدو وروسته تکمیلي بیان ثبت کړی او یاد پنځه کسان یې د پېښې له تورنو سره تړلي بللي دي.
خو نوي نومول شوي تورن کسان د دغو ویډیوګانو اعتبار ردوي او وایي چې وړاندې شوې ویډیوګانې له یادې پېښې سره تړاو نه لري.
دا مهال محکمه د دې قضیې د ۷۵ تورنو کسانو محاکمه پر مخ وړي، چې پکې اوسني او پخواني پارلماني غړي هم شامل دي.
د یادونې وړ ده چې دا قضیه د ۲۰۲۳ کال د مې په ۱۰مه د هغه مهال د پولیسو د مرکز مشر ارباب نعیم حیدر په شکایت د ختیځ کنټونمنټ پولیسو مرکز کې ثبت شوې وه.
