د پېښور پوهنتون کارکوونکو په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته د معاشونو او تقاعد د نه ورکړې پر ضد لاریون کړی او له ایالت حکومته یې غوښتي چې د پوهنتون د مالي بحران د حل لپاره دې سمدستي بودیجه ځانګړې کړي.
پوهنتون کارکوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د پوهنتون د درېیمې او څلورمې درجې کارکوونکي، د پاک کارۍ کارکوونکي او تقاعد شوي کسان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. د هغوی په وینا، د مې میاشتې معاشونه او تقاعدي پیسې لا هم نه دي ورکړل شوې او د اپرېل میاشتې د تقاعدي پیسو ۵۰ سلنه برخه هم پاتې ده.
دوی وویل، د پیسو په ورکړه کې پرلهپسې ځنډ د کارکوونکو پر کورنیو لګښتونو ناوړه اغېز کړی او د ورځنیو اړتیاوو پوره کول، د ماشومانو د ښوونځي فیسونه او نور لګښتونه ورته ستونزمن شوي دي.
د پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې مشر ذاکر خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د پوهنتون شاوخوا ۱۳۰۰ کارکوونکي چې استادان، اداري مسوولان او نور کارکوونکي پکې شامل دي د معاشونو د نه ورکړې له امله اغېزمن شوي دي. د هغه په وینا، ځینو کارکوونکو ته له یوې تر دوو میاشتو پورې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هغه زیاته کړه، تقاعد شوي کسان هم د میاشتنیو تقاعدي پیسو، د تقاعد د یوځای ورکړې وړ پیسو او نورو تقاعدي امتیازونو په ترلاسه کولو کې له ځنډ سره مخ دي. د نوموړي په وینا، پوهنتون ته د ورځنیو لګښتونو برابرول هم ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
ذاکر خان د مالي بحران اساسي لاملونه د ایالتي او مرکزي حکومتونو له خوا د کافي بودیجې نه ځانګړې کول او د پوهنتون د خپلو عوایدو کمزوری مدیریت وبله. هغه د مالي مرستو د زیاتولو او اداري اصلاحاتو غوښتنه وکړه، څو پوهنتون له مالي پلوه باثباته شي.
نوموړي خبرداری ورکړ، که ستونزې حل نه شي، استادان به لاریون یا اعتصاب ته اړ شي. خو د تدریسي بهیر د اغېزمنېدو او د زدهکوونکو د زدهکړو د زیانمنېدو د اندېښنې له امله دوی تر اوسه له داسې اقداماتو ډډه کړې ده.
لاریون کوونکو د بېلابېلو امتیازونو د نه ورکړې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. په دغو امتیازونو کې د ۲۰۲۲ کال د معاشونو د توپیر د کمولو امتیاز، ۱۵ سلنه امتیاز او د ۲۰۲۵ کال د معاشونو د توپیر د کمولو امتیاز شامل دي. د هغوی په وینا، د پاکستان د اساسي قانون له اتلسم تعدیل مخکې کارکوونکو ته ورکړل کېدونکي ځینې امتیازونه هم بند شوي دي.
کارکوونکو تور پورې کړ، چې د بودیجې د ځانګړې کولو لپاره د لوړو زدهکړو څانګې ته استول شوې غوښتنه لا هم د منظورۍ په تمه ده. دوی له ایالتي حکومته وغوښتل، چې د مۍ او جون میاشتو د معاشونو او تقاعدي پیسو د ورکړې لپاره دې سمدستي بودیجه ځانګړې کړي. لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، که د پیسو په ورکړه کې ځنډ دوام وکړي، د کار پرېښودو او اعتصاب پراخ کمپاین به پیل کړي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي واکمنۍ د اعلان تر شا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د دغه ایالت د معدني زېرمو او مالي سرچینو د کنټرول هڅې هم شته.
مولانا فضل الرحمن ویلي، د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړی خو د ده په باور، د دې پرېکړې اصلي موخې د دغه ایالت پر معدني زېرمو او مالي سرچینو واک ترلاسه کول دي.
فضل الرحمان ویلي، حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ایالتي حکومت د نه همکارۍ په پلمه په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړی، خو د هغه په باور، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره باید د حکومت اصلي تګلاره وڅېړل شي.
هغه پوښتنه کړې، چې د تېرو ۱۶ یا ۱۷ کلونو پوځي عملیاتو او د ترهګرۍ ضد مبارزې باوجود ولې په سیمه کې ناامني زیاته شوې ده. د نوموړي په وینا، پخوا ترهګریزې پېښې تر ډېره په پخوانیو قبایلي سیمو کې وې، خو اوس د ده په خبره، د ناامنۍ لمن ډېره پراخه شوې او د ډېره اسماعیل خان، لکي مروت او بنو سیمو ته هم رسېدلې ده.
مولانا فضل الرحمان ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره باید د ملي ګټو او امنیت په نوم د هر ډول پرېکړې په اړه روڼتیا موجوده وي. هغه پوښتنه کړې، چې ولې په ځینو سیمو کې د پوځي عملیاتو او بېړنیو اقداماتو باوجود امنیتي وضعیت نه ښه کېږي او ولې د دولت اقدامات د ستونزې د حل لامل نه ګرځي.
نوموړي ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا د معدني زېرمو په اړه د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو شرکتونو د پانګونې ګټې هم په دې موضوع کې مطرح دي. هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې د پاکستان د غرنیو سیمو د معدني زېرمو د نمونو وړاندې کولو ته اشاره کړې او پوښتنه یې کړې، چې د دغو سرچینو په اړه د حکومتونو او پانګوالو ترمنځ کومې خبرې او معاملې شوې دي.
خو فضل الرحمان ویلي، د ده ګوند د چین، امریکا او نورو نړیوالو شرکتونو د پانګونې مخالف نه دی، بلکې غوښتنه یې دا ده چې د پانګونې تړونونه باید روښانه وي، ټول شرایط یې د خلکو مخې ته کېښودل شي او د هېواد د ګټې ونډه پکې په څرګنده توګه معلومه وي.
هغه زیاته کړې، چې د طبیعي زېرمو د لېږد لپاره باید قانوني لارې وکارول شي او د وارداتو او صادراتو اړوند ګمرکي محصولونه او مالیې دولت ته ورکړل شي، څو د هېواد عواید زیات شي. د نوموړي په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو هم د سوداګرۍ او اقتصادي عوایدو پر وضعیت اغېز کړی دی.
فضل الرحمان د بلوچستان د ساحلي سیمې ګوادر او د سند ایالت د ټاپوګانو موضوع هم راپورته کړې او ویلي یې دي، چې د دغو سیمو او سرچینو ګټه باید د اړوندو ایالتونو خلکو ته ورسېږي. هغه د فدرالي حکومت له خوا د دغو سیمو د واک ترلاسه کولو هڅې د ایالتونو د حقونو پر وړاندې اقدام بللی دی.
د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان پر پوځي او حکومتي کړیو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف او د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري پر ضد په بېلابېلو وختونو کې د فساد تورونه لګېدلي او هغوی زنداني شوي، خو وروسته بیا د هېواد په واکمنو جوړښتونو کې شامل شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د خلکو او نوي نسل پر وړاندې د تېرو پېښو او سیاسي پرېکړو حقیقتونه نه شي پټېدای. هغه له حکومته غوښتي، چې د نورو کسانو پر وړاندې د اقداماتو پر ځای لومړی د هغو کسانو د شتمنیو او مالي سرچینو حساب وڅېړي چې د ده په وینا، پخوا یې د اوښانو ساتنه کوله، خو اوس د زرګونو جریبو ځمکو خاوندان دي.
هغه د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې پر لګول شوي ګرځبندیز هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې خلک په اونۍ کې دوه ورځې له خپلو کورونو د وتلو اجازه لري، په داسې حال کې چې د ده په وینا، په پاتې ورځو کې هم د امنیتي ستونزو او د پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې موجودې دي. هغه پوښتنه کړې، چې د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره څومره اغېزمن دي.
نوموړي په پای کې خبرداری ورکړی، چې که د شتمنیو، معدني زېرمو او دولتي پرېکړو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل شي، نو دا به یوازې پر ځینو کسانو محدود پاتې نه شي، بلکې د ده په وینا، د اسلاماباد او راولپنډۍ د واکمنو کړیو د پرېکړو او معاملو په اړه هم پوښتنې راپورته کېدای شي.
د پېښور د وچې میوې د ټولنې سکرتر امیر محمد خان ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې د پېښور وچې مېوې منډوي تړل شوې ده، بلکې د دوامداره سوداګریزو فعالیتونو نه شتون له امله د دې سوداګرۍ سره تړلي زرګونه کسان بېکاره شوي دي.
په پېښور کې افغانستان انټرنېشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې امیر محمد خان وویل، چې له افغانستان څخه به هر کال د بېلابېلو توکو واردات چې وچې مېوې په کې سرلوړې وې، دلته زرګونو سوداګرو او کارګرو ته کار برابر و.
هغه وویل چې د پېښور د وچو مېوو منډوي سره نږدې زر کارګر او نور کوچني سوداګر تړلي وو، خو دا ټول کسان له کار څخه محروم شوي دي. د هغه په وینا، ډېری کارګر نورو ځایونو کې مزدوري کوي، په داسې حال کې چې ډېری کوچني سوداګر یا ختم شوي یا د بدیل کار په لټه کې دي.
هغه وویل چې له افغانستان څخه به هر کال ګڼ ډوله وچې مېوې د ټنونو اندازه پېښور ته راتلې، چې په کې بېلابېل ډوله بادام، کشمش، انځر، زیره او د درملو په جوړولو کې کارېدونکې بوټي شامل و، خو بدبختانه دا سوداګري اوس له منځه ځي.
د امیر محمد خان په وینا، اوس کله ناکله د ایران له لارې څه ناڅه افغان وچې مېوې پاکستان ته راځي، خو کرایه پرې دومره لوړه ده چې دلته سوداګرو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.
هغه څرګنده کړه چې پخوا به له افغانستان څخه راتلونکو توکو، سل روپۍ کرایه لګېده، خو اوس که د ایران یا چین له لارې دلته ورسیږي، کرایه نږدې درې تر څلور سوه روپۍ کېږي، او دا اضافي کرایه به له چا څخه راوباسو؟ د دې مستقیم اغېز پر پیرودونکي دی، او په پاکستان کې انفلاسیون لا دمخه خپل اوج ته رسېدلی دی.
د امیر محمد خان په وینا، پاکستاني سوداګر خو تاواني شوي، خو ترڅنګ یې افغان سوداګر هم د تاواني کېدو په درشل کې دي، ځکه چې د دوی لپاره په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې پاکستان یوه لویه او ارزانه منډوي وه چې په اسانۍ به یې خپل مال ورسولای شو.
هغه وویل چې پخوا به له افغانستان څخه انګور او کشمش په لویه اندازه دلته راتلل، خو د لارو د تړل کېدو له امله هلته یې قیمتونه اوس دومره ښکته شوي چې څوک یې د اخیستو لپاره تیار نه دي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې امیر محمد خان وویل چې پخوا به له افغانستان څخه د مېوو پر وارداتو حکومت د هر ټن په حساب څلور سوه دېرش ډالره مالیه اخیسته، خو اوس دا مالیه تر ۱۶۰۰ ډالرو پورې لوړه شوې ده، چې ترې اټکل کېدای شي چې دلته د مېوو قیمتونو کې څومره بې حده زیاتوالی راغلی دی.
هغه وویل چې ټول ژوند به داسې نه وي چې دا لارې تړلې وساتل شي، آخر به یوه ورځ خامخا پرانیستل شي، نو اوس وخت رارسېدلی چې نور دا بندیزونه لرې شي. هغه وویل که له افغانستان سره د دولت په کچه ستونزې شته، حکومت باید خامخا خپله پالیسي عملي کړي، خو سوداګري باید له سیاست څخه جلا وساتل شي، ځکه چې له سوداګرۍ حکومتونه او خلک جوړېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ لوې لارې د تېر کال له اکتوبر راهیسې تړلې دي، چې له امله یې دواړو خواوو ته د میلیاردونو ډالرو زیان رسېدلی دی. په پاکستان کې سوداګر وایي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر وفاقي حکومت او پوځ تور پورې کړی، چې خیبر پښتونخوا یې وېشلې او پخوانۍ قبایلي سیمې یې بېرته وسلهوالو ته سپارلې دي. دغه ګوند ادعا کوي چې چارواکي غواړي د ګورنر د واکمنۍ له لارې د سیمې کنټرول ترلاسه کړي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل رسمي ایکسپاڼه کې په یوه خپاره کړي ویډیویي بیان کې پر وفاقي حکومت او ځواکمنو دولتي ادارو تور پورې کړی، چې د خیبر پښتونخوا د وېشلو او د پخوانیو قبایلي سیمو د جلا کولو له لارې یې دغه سیمې یو ځل بیا د وسلهوالو ډلو په واک کې ورکړې دي.
په بیان کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې وسلهوالو ډلو هېڅکله د پخوانیو قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو، هلته د پرمختګ، د پولیسو د نظام او قضايي ادارو د جوړېدو غوښتنه نه لرله؛ خو د ګوند په وینا، اوسنیو واکمنانو د بېړني حالت او والي د واکمنۍ په نوم دغه سیمې له ملي بهیر څخه جلا کړې او وسلهوالو ته یې د فعالیت لپاره یو ځل بیا خوندي ډګر برابر کړی دی.
تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا د ګورنر راج، د بېړني حالت د اعلان او د دغه ایالت د خپل منتخب حکومت د واکونو د محدودولو احتمال هم د امنیتي اړتیاوو پر ځای سیاسي اقدام بللی دی. ګوند وايي، نه د عمران خان او تحریک انصاف له واکه لرې کول او نه هم د پخوانیو قبایلي سیمو له صوبايي واک څخه ایستل او په مستقیم ډول د وفاق تر ادارې لاندې راوستل، د بیړنیو اداري تدبیرونو په توګه توجیه کېدای شي.
په بیان کې راغلي چې د تحریک انصاف او عمران خان د ولسي ملاتړ کمزوری کول او پر ایالت د ګورنر راج په څېر لارو د کنټرول ټینګول یوازې سیاسي سیالي نه ده، بلکې د ګوند په باور، دا د یوه منتخب حکومت، د صوبايي خپلواکۍ او د پخوانیو قبایلي سیمو د خلکو له حقونو سره تړلې مسله ده. ګوند ادعا کړې چې دغه حکومت د قبایلي اصلاحاتو لپاره د ژمنه شویو میلیاردونو روپیو د بودیجې او د سیمې د خلکو د اساسي او اقتصادي حقونو په اړه له جوړجاړي سره مخالفت کړی دی.
تحریک انصاف همداراز ادعا کړې چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو شعار د غیرمعمولي پرېکړو د توجیه لپاره کارول شوی او د امنیت ټینګښت د پوځي مشرانو اصلي لومړیتوب نه دی. د ګوند په وینا، د سلیمان غرونو، وزیرستان، مهمند او نورو پخوانیو قبایلي سیمو د مسو، سرو زرو، یورانیمو او نورو نادرو معدني زېرمو خپلول د دغو پرېکړو تر شا اصلي موخه ده.
بلخوا، د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي چې د پارلماني چارو او په خیبر پښتونخوا کې د روان سیاسي وضعیت له امله د خلکو ترمنځ منفي برداشت رامنځته کېږي.
په همدې غونډه کې د تحریک انصاف پارلماني مشر سید علي ظفر د «پواینټ اف ارډر» له لارې پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج د لګولو له لارې اساسي قانوني ضمانتونه کمزوري کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې سیاسي وضعیت هر ډول وي، اساسي بشري حقونه نه شي ځنډول کېدای او نه هم پرې جوړجاړی کېدای شي.