تحریک انصاف: وفاقي حکومت او پوځ د خیبر پښتونخوا د وېشلو هڅه کوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر وفاقي حکومت او پوځ تور پورې کړی، چې خیبر پښتونخوا یې وېشلې او پخوانۍ قبایلي سیمې یې بېرته وسلهوالو ته سپارلې دي. دغه ګوند ادعا کوي چې چارواکي غواړي د ګورنر د واکمنۍ له لارې د سیمې کنټرول ترلاسه کړي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل رسمي ایکسپاڼه کې په یوه خپاره کړي ویډیویي بیان کې پر وفاقي حکومت او ځواکمنو دولتي ادارو تور پورې کړی، چې د خیبر پښتونخوا د وېشلو او د پخوانیو قبایلي سیمو د جلا کولو له لارې یې دغه سیمې یو ځل بیا د وسلهوالو ډلو په واک کې ورکړې دي.
په بیان کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې وسلهوالو ډلو هېڅکله د پخوانیو قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو، هلته د پرمختګ، د پولیسو د نظام او قضايي ادارو د جوړېدو غوښتنه نه لرله؛ خو د ګوند په وینا، اوسنیو واکمنانو د بېړني حالت او والي د واکمنۍ په نوم دغه سیمې له ملي بهیر څخه جلا کړې او وسلهوالو ته یې د فعالیت لپاره یو ځل بیا خوندي ډګر برابر کړی دی.
تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا د ګورنر راج، د بېړني حالت د اعلان او د دغه ایالت د خپل منتخب حکومت د واکونو د محدودولو احتمال هم د امنیتي اړتیاوو پر ځای سیاسي اقدام بللی دی. ګوند وايي، نه د عمران خان او تحریک انصاف له واکه لرې کول او نه هم د پخوانیو قبایلي سیمو له صوبايي واک څخه ایستل او په مستقیم ډول د وفاق تر ادارې لاندې راوستل، د بیړنیو اداري تدبیرونو په توګه توجیه کېدای شي.
په بیان کې راغلي چې د تحریک انصاف او عمران خان د ولسي ملاتړ کمزوری کول او پر ایالت د ګورنر راج په څېر لارو د کنټرول ټینګول یوازې سیاسي سیالي نه ده، بلکې د ګوند په باور، دا د یوه منتخب حکومت، د صوبايي خپلواکۍ او د پخوانیو قبایلي سیمو د خلکو له حقونو سره تړلې مسله ده. ګوند ادعا کړې چې دغه حکومت د قبایلي اصلاحاتو لپاره د ژمنه شویو میلیاردونو روپیو د بودیجې او د سیمې د خلکو د اساسي او اقتصادي حقونو په اړه له جوړجاړي سره مخالفت کړی دی.
تحریک انصاف همداراز ادعا کړې چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو شعار د غیرمعمولي پرېکړو د توجیه لپاره کارول شوی او د امنیت ټینګښت د پوځي مشرانو اصلي لومړیتوب نه دی. د ګوند په وینا، د سلیمان غرونو، وزیرستان، مهمند او نورو پخوانیو قبایلي سیمو د مسو، سرو زرو، یورانیمو او نورو نادرو معدني زېرمو خپلول د دغو پرېکړو تر شا اصلي موخه ده.
بلخوا، د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي چې د پارلماني چارو او په خیبر پښتونخوا کې د روان سیاسي وضعیت له امله د خلکو ترمنځ منفي برداشت رامنځته کېږي.
په همدې غونډه کې د تحریک انصاف پارلماني مشر سید علي ظفر د «پواینټ اف ارډر» له لارې پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج د لګولو له لارې اساسي قانوني ضمانتونه کمزوري کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې سیاسي وضعیت هر ډول وي، اساسي بشري حقونه نه شي ځنډول کېدای او نه هم پرې جوړجاړی کېدای شي.
