د اکتوبر په درېیمه اوونۍ کې د پاکستان مرکزي حکومت، چې د جنرالواکۍ تر سیوري لاندې فعالیت کوي، په پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ. د بېړني حالت اعلان په دغه ایالت کې ایالتي اسمبلۍ معطله کړه او د عمران خان د ګوند، یعنې پاکستان تحریک انصاف، هغه حکومت یې ړنګ کړ چې د لومړي وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ یې فعالیت کاوه. د ایالت اداري او اجرائیوي واک والي فیصل کنډي ته وسپارل شو، چې په پېښور کې د مرکزي حکومت استازی دی.
تر ټولو مهمه دا ده چې د مرکزي حکومت د یوه اجرائیوي امر له مخې د پښتونخوا دولس ولسوالۍ له دغه ایالته بېلې او سمدستي د مرکزي حکومت تر واک لاندې راوستل شوې. د ۲۰۱۹ کال تر ادغام مخکې، د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتې اووه پخوانۍ قبایلي ولسوالۍ د انګرېزي استعمار له وخته د هند او وروسته د پاکستان د مرکزي حکومتونو تر واک لاندې وې. د تازه پرېکړې له مخې، دغه دولس ولسوالۍ به نور د ایالت د لومړي وزیر تر واک لاندې نه وي، بلکې چارې به یې د مرکزي حکومت د استازي، یعنې د ایالت د والي، په لاس کې وي؛ دا هماغه تګلاره ده چې د انګرېزانو په استعماري حکومت کې دود وه.
باجوړ، مومند، خیبر، اورکزي، کرمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان هغه اووه ولسوالۍ دي چې په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان د اساسي قانون د پنځهویشتم تعدیل له مخې له پښتونخوا ایالت سره مدغم شوې او د تېرو اوو کلونو په ترڅ کې د دغه ایالت برخه ګرځېدلې وې.
خو د دغو ولسوالیو شمېر وروسته له اوو څخه اتوو ته لوړ شو، ځکه چې ایالتي حکومت جنوبي وزیرستان په دوو برخو، یعنې کوز وزیرستان او پاس وزیرستان، ووېشه، څو پر دې پراخه تاریخي سیمه د دولت کنټرول سخت کړي.
مرکزي حکومت دا ځل د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې پرتې څلور نورې ولسوالۍ هم له پخوانیو قبایلي ولسوالیو سره یوځای کړې دي. دغه ولسوالۍ بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان دي.
د پام وړ خبره دا ده چې په ۲۰۱۹ کال کې د پخوانیو قبایلي ولسوالیو ادغام د پاکستان د اساسي قانون د یوه تعدیل له لارې ترسره شو، چې د پنځهویشتم تعدیل په نوم پېژندل کېږي؛ خو اوس د دغو ولسوالیو د پښتونخوا له ایالتي جوړښت څخه د بېرته بېلولو لپاره یوازې یو اجرائیوي امر کافي ګڼل کېږي.
ایا دا کار له قانوني پلوه سم دی؟ د لیکوال په اند، نه. خو په پاکستان کې د جنرالواکۍ نفوذ دومره پراخ شوی چې د اساسي قانون مراعات هم تر پوښتنې لاندې راغلي دي.
د پاکستان په دولتي واکمنۍ کې د قواوو توازن او تناسب داسې شوی چې نه لاسپوڅی پارلمان، نه د واکمنو تابع اجرائیه قوه او نه هم تش په نوم قضائیه قوه د جنرالواکۍ د پرېکړو د مخنیوي توان لري.
سره له دې، قانون پر خپل ځای دی. که په راتلونکي کې په پاکستان کې سیاسي فضا بدله او د جنرالانو کنټرول کمزوری شي، د دغې پرېکړې مسوولان هم له قانوني تعقیب سره مخ کېدای شي. له همدې امله، دا احتمال شته چې جنرالواکي د احتمالي راتلونکو قانوني پایلو د مخنیوي لپاره په اساسي قانون کې اړین تعدیل هم راولي.
د واکمنۍ د اوسني برلاسي حالت باوجود، که سبا د قواوو توازن او تناسب په ناڅاپي ډول بدل شي، اوسني واکمن جنرالان هم محکمې ته راکاږل کېدای شي. د دې یوه بېلګه د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف دی، چې د اساسي قانون د ماتولو په تور محکمې د اعدام سزا ورته واوروله. که څه هم نوموړی د پوځیانو په ملاتړ له اعدام څخه وژغورل شو، خو د عالي محکمې له خوا د اعدام د سزا حکم د هغه تر مړینې پورې پر خپل ځای پاتې شو.
د پښتونخوا دولس ولسوالۍ ولې بېلې شوې؟
دلته مهمه پوښتنه دا ده چې د پاکستان جنرالواکي ولې دغه دولس ولسوالۍ له پښتونخوا ایالت څخه بېلوي؟ د دې پرېکړې تر شا څو موخې لیدل کېږي.
لومړۍ موخه: په پاکستان کې تر شپېتو میلیونو ډېر پښتانه د انګرېزي استعمار له خوا د راکاږل شویو کرښو له امله په جغرافیایي لحاظ په درېیو برخو وېشل شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې د پخوانیو قبایلي سیمو له پښتونخوا سره د ادغام پر مهال د انګرېزي استعمار له خوا د راکاږل شویو دریو کرښو یوه کرښه له منځه ولاړه. خو د تازه پرېکړې له مخې، د وېش هماغه کرښه بېرته راژوندۍ کېږي، چې د لیکوال په اند، د استعماري عنعنو له مخې د پښتنو سیاسي او ټولنیز ځواک کمزوری کړي.
دویمه موخه: د پښتونخوا د طبیعي زېرمو او معدني شتمنیو زیاته برخه په همدې دولسو ولسوالیو کې ده، چې د جنرالواکۍ د واکمنۍ پر مهال له ایالت څخه بېلې شوې دي. همدا لامل دی چې د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د ایالت د واک تر ترلاسه کولو وروسته د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو د پراختیا لپاره پانګونه وکړي.
درېیمه او تر ټولو مهمه موخه: دا پرېکړه د هغې تش په نوم قبایلي سیمې، یعنې «یاغستان»، د بیا احیا کولو هڅه هم کېدای شي، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې د پرلهپسې او نااعلان شویو جګړو لپاره د ټوپ د تختې په توګه کارول شوې ده.
دا د افغانستان او مرکزي اسیا په تړاو د بدنامې «لویې لوبې» بله مرحله ده. دا د یوریشیا په زړه کې د زبرځواکونو ترمنځ د برلاسۍ په سیالۍ کې د جګړو لپاره د زمینې برابرولو هڅه ده.
په تېرو پنځوسو کلونو کې څرګنده شوې چې د دغو جګړو له لارې د پاکستان جنرالواکي خپلې ګټې خوندي کوي، په داسې حال کې چې د افغانانو او پښتنو وینه د جګړو د سونتوکو په توګه کارول کېږي.