د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مرکزي مشر افراسیاب خټک وايي، د پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا استازې شورا جوړول د فاټا د ادغام بهیر په عملي توګه شاته ګرځوي او ښايي د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت د بدلون لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ برخه وي.
خټک په پېښور کې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا ادغام د پاکستان د اساسي قانون د تعدیل له مخې شوی، خو د دغو ولسوالیو لپاره د جلا شورا په جوړولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې شوی او د خلکو رایې او نظرونه بېارزښته شوي دي.
هغه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د قبایلي او څلورو جنوبي ولسوالیو له پښتونخوا څخه جلا کول د یوې نوې ستراتیژیکې لوبې برخه بللې او ویلي یې دي چې اغېزې یې ښايي د افغانستان په ګډون د سیمې پر نورو هېوادونو هم څرګندې شي.
خټک ادعا کړې چې په دې وروستیو کې په روسیه کې د سیمې د هېوادونو په دوو مهمو غونډو کې داعش د سیمې لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل شوی، په داسې حال کې چې افغان طالبان پاکستان د دې ډلې په ملاتړ تورنوي. د هغه په وینا، دا وضعیت داسې انګېرنه پیاوړې کوي چې ښايي د روسیې پر وړاندې د یوې نوې جبهې د جوړولو هڅه روانه وي او سیمه به د دې موخې لپاره وکارول شي.
پاکستان بیا د داعش په اړه د افغان طالبانو ټول تورونه رد کړي دي.
د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر ویلي، چین هم د داعش له ګواښ سره مخ دی او په وار وار یې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه په باور، که دا اندېښنې د سیمې د وضعیت د ارزونې بنسټ وګرځول شي، ښايي د روسیې او چین پر وړاندې د لوېدیځ یوه نوې جبهه رامنځته شي.
خټک پر پاکستان تور پورې کړی چې په تېرو وختونو کې یې د لوېدیځ په جګړو کې برخه اخیستې او ښايي په پښتونخوا کې وروستي بدلونونه هم د یوې نوې جبهې د جوړولو لپاره وي. هغه خبرداری ورکړی چې د داسې تګلارې پایله به دا وي چې سیمه یو ځل بیا د سترو قدرتونو د جګړو پر ډګر بدله شي.
نوموړي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې په سیمه کې داسې بدلونونه رامنځته شوي چې د ده په اند، د دوو سیاسي او ستراتیژیکو بلاکونو د جوړېدو نښې لري. د هغه په وینا، په یوه لوري کې افغانستان، روسیه او ایران او په بل لوري کې پاکستان، امریکا، بریتانیا، نور لوېدیځ هېوادونه او ښايي ځینې عربي هېوادونه ځای ولري.
هغه د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر سر د دغو احتمالي بلاکونو ترمنځ د شخړې د رامنځته کېدو خطر هم یاد کړی دی. د خټک په وینا، داعش هڅه کوي روسیه او چین له پاکستان او افغانستان څخه لرې کړي، خو پاکستان ادعا کوي چې ټيټيپي په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي؛ دا وضعیت د سیمهییزې شخړې د پراخېدو لامل کېدای شي.
کله چې له خټک څخه وپوښتل شول چې ایا په پښتونخوا کې وروستي بدلونونه د سیمې د معدني زېرمو او نورو طبیعي سرچینو د کنټرول لپاره شوي، هغه وویل چې «دا په سمه توګه همداسې ده». د هغه په وینا، د استازې شورا جوړول په هغو ولسوالیو کې شوي چې ارزښتناکې معدني زېرمې او نورې سرچینې لري.
په پښتونخوا کې د فدرالي حکومت له لوري د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د احتمالي پلي کېدو په اړه خټک وویل، د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې ګڼې نیمګړتیاوې وې او دوی وخت پر وخت پرې نیوکې کړې وې، خو د ده په وینا، د یوه ټاکل شوي حکومت نسکورول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
هغه د پاکستان د سیاسي ګوندونو پر کمزورتیا هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اوسني ګوندونه د پخوا په څېر د پوځي واکمنانو پر وړاندې د ډیموکراسۍ د بېرته ټینګښت لپاره د مبارزې روحیه نه لري. د خټک په وینا، ډېری سیاسي ګوندونه په کورنیو ګوندونو بدل شوي او د ملي ګټو پر ځای د کورنیو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.