د پښتو نوميالی سندرغاړی ګلرېز تبسم ومړ

د پښتو ژبې نوميالی سندرغاړی او هنرمند ګلريز تبسم د ۷۶ کالو په عمر ومړ. د تبسم نږدې ملګري او موسيقار نذير ګل افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې ګلرېز تبسم په دې وروستيو کې د عمر د زیاتوالي ترڅنګ، ناروغ هم و.
د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی او هنرمند ګلرېز تبسم، چې نږدې ۴۶ کاله یې د راډیو، ټلوېزیون، پښتو فلمونو او سټېج له لارې د پښتو موسیقۍ په بډاینې کې تېر کړل، د چارشنبې په ورځ د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.
ګلرېز تبسم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې په ۱۹۵۰ کال کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په مرغز سیمه کې زېږېدلی او وروسته یې کورنۍ مردان ته کډه شوې وه.
موسیقي د هغه لپاره پردۍ نړۍ نه وه. پلار یې مهابت خان د تبلې غږولو استاد و او تره یې صحبت خان د پښتو موسیقۍ له نومیالیو سندرغاړو څخه و. په داسې هنري چاپېریال کې لویېدل د موسیقۍ له نړۍ سره د تبسم د ژوند او تړاو یوه مهمه برخه جوړوي.
هغه په ۱۹ کلنۍ کې سندرې ویل پیل کړل او ورپسې یې د خپل ژوند نږدې څلور نیمې لسیزې د موسیقۍ او هنر خدمت ته ځانګړې کړې.
تبسم د خپلې هنري دورې په اوږدو کې د راډیو او ټلوېزیون ترڅنګ، د پښتو فلمونو او سټېج له لارې هم خپل هنر وړاندې کاوه. هغه د شاوخوا ۱۲۰ پښتو فلمونو لپاره سندرې ثبت کړې وې او له ګڼو نومیالیو موسیقارانو سره یې کار کړی و.
له ټپې تر نظم؛ د ولس د ذوق سندرغاړی
تبسم په پښتو سربېره په سرایکي، هندکو او فارسي ژبو هم سندرې ویلې.
نذیر ګل، چې له تبسم سره یې د موسیقۍ په برخه کې نږدې اړیکې لرلې، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د هنرمندې کورنۍ غړی و او دواړو په ګډه سلګونه سندرې ویلې دي.
نذیر ګل د هغه د هنري تنوع په اړه وايي: «که ټپه، چاربېته، نیمکۍ، بګتۍ او که نظم، که لوبه او څه یې هم زمزمه کړي، د خلکو زړونه یې ګټلي وو».
د تبسم د هنري فعالیت یوه بله مهمه برخه سټېج و.
د هغه د خپلې وینا له مخې، په خپل هنري سفر کې یې شاوخوا لس زره سټېجي پروګرامونه ترسره کړي وو.
ګلرېز تبسم د خپل هنري ژوند په اوږدو کې له ګڼو موسیقارانو سره ګډ کار کړی و، چې په هغوی کې رفیق شینواری هم شامل و. د پښتو فلمونو لپاره د هغه ثبت شوې سندرې د هنري فعالیت یوه مهمه برخه جوړوي.
د پاکستان حکومت تبسم ته د هغه د هنري خدمتونو په ویاړ صدارتي جایزه هم ورکړې وه. دغه راز نوموړی په پېښور کې د «سټېج پاچا» په لقب پېژندل کېده.
سره له دې چې تبسم له یوې هنري کورنۍ سره تړاو درلود، د نذیر ګل په وینا، د هغه له اولادونو څخه هېڅوک د موسیقۍ یا هنر پر لاره نه دي تللي.
تبسم په خپله مرکه کې ویلي وو، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې سندرې ویل پرېښودل.
