د ښځو له حقونو د دفاع دوام؛ اریانا سعید د ښځو د حقونو د دفاع لپاره یوه نوې اداره جوړه کړه

د افغانستان نوم وتې سندرغاړې اریانا سعید د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د یوې نوې ادارې له جوړېدو خبر ورکړ. اریانا سعید دغه بنسټ «د برابرۍ، ازادۍ او د ښځو پرمختګ» په نامه جوړ کړی دی.