کاپ ۲۸؛ امریکا ژمنه کړې چې د زرغون اقلیم صندوق سره به ۳ میلیارده ډالره نوره مرسته وکړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۱

د امریکا د ولسمشر مرستیاله وايي، تحده ایالاتو ژمنه کړې چې د اقلیمي بدلون له اغیزو سره د مبارزې لپاره له هغه صندوق سره درې میلیارده ډالره مرسته کوي، چې د «زرغون اقلیم صندوق» په نوم یادیږي.

کامالا هریس د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په ۲۸ م کنفرانس د ګډون لپاره دوبۍ ته په رسېدو سره دا خبره وکړه.

د مېرمن کامالا د وینا په یوه برخه کې راغلي: «نن زه په ویاړ سره اعلان کوم چې موږ به د زرغون اقلیم صندق لپاره ۳ میلیارد ډالره نوره مرسته هم وکړو، دا به له مخ پر وده هېوادنو سره مرسته وکړي، چې د تودوخې، د پاکې انرژۍ او طبیعت حل لارو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ پانګونه وکړي.
د شل ملیارد ډالرو څخه زیاتو مالي زیرمو سره، دا صندق ترټولو لوی نړیوال صندق دی چې مخ پر ودهده هېوادنو کې د اقلیمي کړنو د ملاتړ لپاره ځانګړی شوی دی.
تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې امریکا به له دغه صندوق سره دوه مییلیارده ډالره مرس برابر کړي، خو نوې پیسې د امریکا د پخوانیو مرستو په پرتله زیاتې شوې دي.
باخبرو سرچينو دغه خبري اژانس ته وويل، چې دغه ژمنه د بوديجې په شتون پورې اړه ل،ري.
د متحده ایالاتو کانګ چې اوس له سیاسي پلوه له ماتې سره مخ دی، باید د دې بودیجې جواز ورکړي.
د مالي ژمنو سره سره، د ملګرو ملتونيتونو په وینا، د شنه د اقلیم وجهي صندوق اوس شاوخوا ۲۵۰ ملیارد ډالره د بودیجې له کمښت سره مخ دی ترڅو د پرمختګ پر حال هېوادونو سره مرسته وکړي چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې د نړۍ تودوخې سره تطابق وکړي.
د اقلیمي بدلون ون سره د موافقت د ملاټړ سربیره، دا صندق د هغو پروژو مالي تمویل هم کوي چې د پاکې انرژۍ په لیږد کې له هېوادونو سره مرسته کوي.
د متحده ایالبه د اقلیمي چارو یوه چارواکي وویل چې د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله به د دې کال په کنفرانس کې ووایي چې نړۍ له اید «ډاډه ترلاسه کړي چې ټول د خبرو اترو په یوه میز دي او ټول د چمتوالي په حال کې دي. ټول باید ګام پورته کړي.»
د متحده ایالاتو او چین ولسمشران چې د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي او د ګلخانه یې ګازونو سره د هوا دوه لوی ککړونکي دي ، اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۲۸ م کنفرانس کې غیر حاضر وو.
د دې کنفرانس د ویناوو په دوام کې، د ایټالیا لومړي وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ وویل چې کاپ ۲۸ باید د بدلون ټکی وي او له سیاسي افراطګرۍ څخه باید عملي پریکړو څخه لېرې شي.
هغې وويل، د نړۍ له مشرانو څخه غوښتل شوي چې روښانه لار غوره کړي او کوټلي، عاقلانه او پرېکنده ګامونه پورته کړي، لکه تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ د تجديد وړ انرژۍ د توليد ظرفيت درې برابره او د انرژۍ موثريت د بیا رغونې کچه دوه برابره کړي.
همدارنګه، د پاپ فرانسیس پیغام به د واتیکان د یو کارډینال لخوا ولوستل شي.
تمه کیږي چې دا پیغام به له نړیوالې ټولنې څخه به د اقلیمي بدلون له ناورین سره د مبارزې لپاره د پیوستون غوښتنه وي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د جمعې په ورځ ویلي و، چې نړۍ د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د بریښنا د مخ په زیاتیدونکي تقاضا پوره کولو لپاره ډیرې اټومي انرژۍ ته اړتیا لري.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز هم وويل چې تر ۲۰۳۰ کال پورې بايد د تجديد وړ انرژۍ کارول درې چنده او د انرژۍ د مصرف کچه بايد دوه برابره شي.
د شاوخوا ۸۵ زرو ګډون کونکو سره، د کاپ ۲۸ د ملګرو ملتونو د اقلیمي ناستو په تاریخ کې دا تر ټولو لویه سرمشریره ده او د دې کلنۍ اقلیم سرمشریزې په درېیو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره، د ګډونوالو بشپړ لیست خپور کړی.
دغه غونډه چې په دوبۍ کې روانه ده د دوو اونیو په بهیر کې به یې د کډونوالو شمېر تر دې هم زیات شي.
داسې اټکل کیږي چې تېر کال د شرم الشیخ کاپ ۲۷ د ۵۰ زره خلکو کوربه و او یو کال دمخه د ګلاسکو کاپ ۲۶ کې ۲۵ زره کسانو کوربه وو.
په برلین کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په لومړي کنفرانس کې شاوخوا څلور زره کسانو برخه اخیستې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ