د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې نیو زیلنډ ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو شل اوره لوبو په اوله سیالۍ کې نن نیو زیلنډۍ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

کوربه لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د ټولو شلو اورونو په لوبولو او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې د پاکستان لوبډلې ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډلې په ۱۸.۲ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

پاکستانیو لوبغاړو کې فاطمه ثنا ښه بالېنک او شوال ذوالفقار په ښه بېټینک سره د خپلې لوبډلې په بریالیتوب کې ښه رول ولوباوه.

فاطمې ثنا د ۱۸ منډو ور کولو سره درې ویکټې واخیستې او پرانیستونکې لوبغاړې شوال ذوالفقار ۴۱ منډې جوړې کړې او د لوبډلې بری یې ممکن کړ.

د پاکستان کرېکټ لوبډله د نومبر پر ۲۴ د نیو زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوره او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره نیو زیلنډ ته تللې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوره لوبې د ډسمبر په ۳مه، ۵مه او ۹مه نېټه په ډونېډن او کوینزټاون کې او یو ورځنۍ لوبې به د ډسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوینزټاون او کریسټ چرچ کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ