په چمن کې د منظور احمد پښتین پر موټریز کاروان د پولیسو له لوري برید شوی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۳

د سوېلي پښتونخوا چمن ښار په مال روډ سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین برید شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل‌، د چمن د ځايي پولیسو له لوري هغه مهال د منظور پښتین پر موټریز کاروان برید وشو چې دی د چمن له پرلت څخه د تربت لوري ته د تلو په حال کې و.

دغه پیښه نن له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې منظور پښتین د چمن له پرلت څخه د تربت په لاریون کې د ګډون په موخه د تلو په حال کې و.

له دغې پيښې څخه څو دقیقې وړاندې منظور پښتين د چمن په پرلت کې په تربت کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون یادونه کړې وه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په برید کې منظور پښتین ته زیان نه دی رسیدلی خو په سیمه کې د پولیسو په ډزو کې یو ښځه ټپي شوې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ