• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرفراز بکټي: موږ افغان وګړي ستنوو، د هغوی په بدل کې دې طالبان زموږ پاکستانیان را وسپاري

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۱ GMT+۰

د پاکستان لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر سرفراز بکټي او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډ مهالی وزیر جان اڅګزی وايي، «د اندېښنې وړ ده چې طالبان مو غوښتنې نه مني.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت دغو دوو وزیرانو د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال ویلي، «طالبان دې افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي خو موږ ته دې هغه پاکستانیان را وسپاري چې په افغانستان کې اوسیږي.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بکټي د پاکستان دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې افغان کډوالو ته په اشاره ویلي، «هغه کسان چې بې اسنادو پاکستان ته راځي په زور به له دغه هیواده اېستل کیږي.»

بکټي وړاندې وويل، «طالبان دې په افغانستان کې میشت پاکستاني وګړي پاکستان ته وسپاري.»

نوموړی وايي: «طالبانو ژمنه کړې وه، وايي هغه ډلې چې د پاکستان پر ضد له افغانستانه فعالیت کوي هغوی ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي خو طالبانو دا ژمنه نه ده پر ځای کړې او زموږ کوم وګړي چې په افغانستان کې اوسیږي هغه که د ټي ټي پي ډله او یا عام پاکستانیان دي طالبان دې يې موږ ته وسپاري.»

د دې تر څنګ د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅګزي د خپلې مرکې پر مهال ویلي، پاکستان طالبانو، د هغوی کورنیو او اولادونو ته پناه ورکړي وه چې له امله یې موږ د دوی واک ته له رسیدو وروسته د ډیرې همکارۍ تمه لرله.

نوموړی وايي، «دا ورته د اندېښنې وړ ده چې اوس طالبانو د دوی د غوښتنو منلو څخه انکار کوي.»

نوموړی وايي: «افغانستان دې خپل وګړي زموږ له هیواده وباسي، خو زموږ خلک دې را وسپاري. موږ فکر کاوه چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته به دوی زموږ سره ډیره همکاري وکړي ځکه موږ دوی د دوی کورنۍ او ولادونو ته پناه ورکړې وه خو اوس طالبانو زموږ د تمې خلاف عمل کوي.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت دغه دوه وزیرانو د خپلو خبرو پرمهال ویلي هغه کسان چې پاکستان ته له ناقانونه لارو راځي، په زور به له دغه هیواده شړل کیږي.

د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بکټي او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر دا څرګندونې داسي مهال کوي چې له دغه هیواده په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او دغه دوه پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان په ورستیو څو بریدونو کې افغان وګړي ښکېل وو.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران: په افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمېدو ادعا نه منو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰
ایران: په افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمېدو ادعا نه منو
100%

د ایران د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي اسکندر مومني په افغانستان کې د توليدونکو نشه یي توکو د تولید په ډېرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې، دغه چاره د ایران او نړۍ لپاره د خطر زنګ دی.

ښاغلي مومني په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو ادعا د منلو وړ نه دی.

د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (يو اين او ډي سي) په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د ۹۵ سلنې کموالي خبر ورکړی.

د راپور له مخې، د کوکنارو د کښت له کمېدو سره په بازارونو کې د هغو بیه بیا لوړه شوې ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې د تریاکو تولید او عرضه په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۲۰۰ ټنو په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته راکمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اتنبایوا سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق کمول د یوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۰ GMT+۰
د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د دغه وزارت هڅې روانې دي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره چې په دغه برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا ده چې د یادې ناروغۍ د خپرېدا مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د وينا پر مهال زیاته کړه چې، «دغه غونډه د عامه پوهاوي د لوړولو، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه جوړه شوې ده.»

له دې سره، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد بیا په خپلو خبرو کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د یاد وزارت د فعالیتونو او د اخته کسانو روغتیايي وضعیت ته پر رسیدو ټینګار وکړ.

سره له دې چې په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د درملنې مرکزونه شته، خو د دې ناروغۍ په اړه په افغانستان کې لا هم ډېر پوهاوى نه دی شوی.

خو د دغه وزارت چارواکو دا و نه ويل چې دا مهال په افغانستان کې په دغې ناروغۍ څومره کسان اخته دي.

ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۲ GMT+۰
ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي
100%

د ایران رسنۍ د خراسان سرحدي قوماندان له قوله وايي، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان، يې افغانستان ته استولي دي. ویل کیږي دا هغه کډوال و چې په ايران کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه هیواد د خراسان ولایت سرحدي قوماندان له قوله لیکلي دي چې، په ایران کې د اوسیدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۶ زره افغان کډوال یې د تایبا سرحد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران خراسان ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د بې اسناده اتباعو سره د چلند په موخه په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان پیژندل شوي او د تایبا بندر له لارې مو بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي»

نوموړی زیاتوي یاد افغان کډوال یې د خراسان سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان استازو ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسېدل بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۶ GMT+۰
نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول
100%

جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو. ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

په کاکا مراد مشهور جاپاني الاصله افغان ناکامورا شاوخوا شل کاله د هیواد په ختیځ بیا په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې ډیر رغنیز کارونه ترسره کړي دي.

د نوموړي وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه او تراوسه پورې هم د هغه کړنې په هیواد کې یادیږي.

ناکامورا په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰څاګانو کېندلې او د سلګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره یې په کمبیري دښته کې د مروارید کانال هم بشپړ کړی و.

د یادونې ده چې د ډاکټر تیتسو ناکامورا له وژل کیدو وروسته د هغه په نوم یو څلی په ننګرهار او یو واټ په خوست ولایت کې ونومول شول.

جاپان له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۰
جاپان له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کوي
100%

په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۳مه ) د افغانستان لپاره د ۵۸،۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ. په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې، دا مرسته به د افغانانو د عزتمند او پر ځان بسیا ژوند په دوام او ښه والي کې مرسته وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت زیاتوي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته ورسوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې د دغو ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسي له افغانانو سره د دغه هیواد د ټولو مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

جاپان له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې د تعلیمي بورسونو تر څنګ له افغانستان سره يې د بیارغاوني په برخه کې هم ډیرې مرستې کړې دي.