د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۳

د طالبانو عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د دغه وزارت هڅې روانې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره چې په دغه برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا ده چې د یادې ناروغۍ د خپرېدا مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د وينا پر مهال زیاته کړه چې، «دغه غونډه د عامه پوهاوي د لوړولو، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه جوړه شوې ده.»

له دې سره، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد بیا په خپلو خبرو کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د یاد وزارت د فعالیتونو او د اخته کسانو روغتیايي وضعیت ته پر رسیدو ټینګار وکړ.

سره له دې چې په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د درملنې مرکزونه شته، خو د دې ناروغۍ په اړه په افغانستان کې لا هم ډېر پوهاوى نه دی شوی.

خو د دغه وزارت چارواکو دا و نه ويل چې دا مهال په افغانستان کې په دغې ناروغۍ څومره کسان اخته دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ