وال سټریټ ژورنال: اسراییل پلان لري، چې د حماس پيچلي تونلونه د سمندر له اوبو ډکه کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۴

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، د اسراییل پوځ په پام کې لري، چې په غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته د پمپونو له لارې سمندري اوبه ور خوشې کړي.

ددوی موخه د تونلونو څخه د حماس د غړو رايستل، د تونلونو له منځه وړل او د یرغمل شويو کسانو د ځای پېژندل دي.

د دې امريکایي ورځپاڼي د راپور له مخي؛ د اسرایيل پوځ د نومبر مياشتې په نيمايي کې د الشطي کډوالو کمپ شمال ته په يو کيلومترۍ کې د اوبو پنځه پمپ کولو وسایل ځای پر ځای کړي.

د دې وسیلو د ځای پر ځای کولو سره د اسرایيل پوځ کولی شي په هر ساعت کې زرګونه متر مکعب اوبه پمپ کړي او په څو اونیو کې تونلونه له اوبو ډک کړي.

خو دا څرګنده نه ده، چې ايا اسراییل به د ټولو یرغمل شویو بندیانو له خوشې کولو مخکې دغه پرېکړه عملي کړي که نه.

حماس تر دې مخکې ویلي وو، چې یرغمل شوي کسان یې په ((خوندي ځایونو او تونلونو)) کې پټ کړي دي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهانو د دې ويجاړي په کولو ترځمکې لاندې اوبو او کرنیزو ځمکو د زیان په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ