• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وزیر ځدراڼ: طالبانو په غیرقانوني ډول زموږ کور نړولی او اوس ځواب هم نه راکوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۵ GMT+۰

څلور ورځې وړاندې طالبانو په خوست کې د قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ کلا ونړوله. په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په حواله ویلي شوي وو، چې دا ځمکه غصب شوې ده؛ خو د پاچا خان ځدراڼ ورور وایي، طالبانو یې بې دلیله کور نړولی او دوی ټول قانوني اسناد له ځانه سره لري.

د پاچا خان ځدراڼ کشر ورور وزير خان د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ په ۱۴ مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې طالبانو څلور ورځې مخکې په خپلسري ډول پر کور شپنې عملیات کړې او وروسته یې د هغه د دوی کلا او جوړ کور ور نړولی دی.

ښاغلی وزیر وایي، چې طالبانو د کلا د نړولو پر مهال له دوی څخه د اسنادو غوښتنه نه ده کړې او په خپل سر یې د دوی کلا نړولې ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په ډېرو سيمو کې طالبانو د اصلي غاصبينو د کورونو، ښارګوټو او اولادونو امنيت نیولی او قانون نه پرې پلی کوي.

که څه هم هغه د کوم مشخص غاصب نوم ياد نه کړ؛ خو د کابل د شېر پور سیمه یې یاده کړه چې ډېره ساحه یې غصب شوې ده.

هغه وویل، چې طالبانو د دوی کورنۍ پسې د غضب په نوم ګنګوسې خپرې کړي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ قانوني اسناد لرو، له دې سره بیا هم طالبان په موږ پسې غلطې ګنګوسې خپروي، دا څنګه سوله او عدالت دی».

100%

وزير خان ځدراڼ وایي، چې له دې پېښې شاوخوا څلور ورځې تېريږي؛ خو په خوست او کابل کې طالب چارواکي د کلا د نړولو دلیل نه په ډاګه کوي او د دوی پوښتنو ته ځواب نه وایي.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د دې خپلسرې کړنې په اړه دې دوی ته ځواب ووایي.

نړول شوې کلا پاچا خان ځدراڼ ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس ورکړل شوې وه.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

نظام‌الدین قیصاري: ټول پلویان مې د ایران لپاره ځانونه قربانوي

۳

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۴

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۵

۷ میاشتې وروسته ندیم ته د قیصاري خبرداری؛ د ازبک محصل د وهلو غچ به درڅخه واخلو