• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نظام‌الدین قیصاري: ټول پلویان مې د ایران لپاره ځانونه قربانوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱

نظام‌الدین قیصاري چې ځان د جنبش ګوند مشر بولي، په ایران کې د خپلو لسګونه پلویانو په ګډون یوه غونډه کې یوه ایراني مقام ته خطاب کې ویلي، په دغه هېواد کې مېشت ټول پلویان یې د ایران لپاره ځانونه قربانوي. ایران له‌پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره د افغانانو په کارولو تورن دی.

نظام‌الدین قیصاري د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) په خپله‌ فېسبوک‌پاڼه د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځغونډې مراسمو ویډيو او خپله وینا خپره کړې ده. په دې ویډیو کې یو ایرانی هم لیدل کېږي، چې قیصاري یې «سردار صاحب» بولي، خو د هغه د دولتي موقف په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

هغه دغه ایراني مسوول ته په خطاب کې ویلي: «جناب سردار! دوی ټول، د زړه له تله، د ایران پر اسلامي جمهوریت ځانونه قربانوي.تاسې ته ډاډ درکوم، چې دوی ټول پر ایران ځانونه قربانوي.که خدای مه کړه، جګړه وشي، دوی ټول ځانونه قربانوي».

قیصاري، له دې خبرې وروسته له خپلو پلویانو څخه، د دغې خبرې تایید غواړي، چې د غونډې له منځه د تایید ډېر غږونه اورېدل کیږي.

نوموړي، دغه ایراني چارواکي ته، چې ملکي درېشي یې اغوستې او بشپړ نوم او دنده یې نه ده ښودل شوې، دا هم ویلي، چې په غونډه کې ناست پلویان یې ټول عادي کارګران او په خپلو لګښتونو یې نننۍ غونډه جوړه کړې ده.

قیصاري، له ایران څخه د خپلو پلویانو د قربانېدو خبره په داسې مهال کړې، چې ایران له پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره، د افغان کډوالو په کارولو تورن دی.

د فاطمیون ډله چې په سوریه کې یې د ایران په پلوۍ سختې جګړې کړې وې، په ایران کې له مېشتو افغان شیعه مذهبو جوړه ډله وه، چې د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف یې له افغان کډوالو په رامنځته کېدو اعتراف هم کړی وو.

د طالبانو د واکمنۍ یو شمېر منتقدان، دوی تورنوي چې په افغانستان کې د نامشروع واکمنۍ او ځپونکو تګلارو له واکمنولو سره یې، پر میلیونونه افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او اړ شوي، چې کډوال او د بهرنیو نیابتي موخو قرباني شي.

طالب چارواکي ادعا لري، چې افغانستان یې د ټولو افغانانو لپاره «خوندي کور» ګرځولی، خو منتقدان یې نظام الدین قیصاري د یوې بېلګې په توګه یادوي، چې د دوی په باور، افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې هم له طالبانو سره ژوند ونه‌شو او بېرته هېواد پرېښودو ته اړ وت.

نظام الدین قیصاري چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د سیمه‌ییزو پاڅونوالو او دغه راز د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان پاتې شوی و، د جمهوري نظام له‌خوا په باج اخیستو او انسان تښتونو هم تورن وو.

قیصاري د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ایران ته تللی و، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې یې د ایراني ځواکونو له لوري د «اسنادو د جعل» په تور د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی وو.

قیصاري د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې، د طالبانو په بلنه کابل ته ستون او د دوی له واکمنۍ ملاتړ اعلان کړ، خو وروسته بیرته ایران ته لاړ او د تېر کال د لړم په ۱۶مه په تهران ښار کې د دغه ګوند د رهبرۍ په نه حضور کې په یوې غونډه کې ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ، په داسې حال کې چې عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند رهبر او بنسټګر دی، خو د هغه دغه خوځښت ته یې څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
۱

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۳

د زنبق چاودنې اوږد سیوری؛ د مرګ او ژوند ترمنځ د یوې کونډې مور د لوږې کیسه

۴

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۵

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

•
•
•

نور خبرونه

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، طالبانو که څه هم له ایډیالوژیک پلوه بدلون نه‌دی کړی، خو واک ته له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته یې د خپلې «لومړۍ دورې» له تېروتنو درس اخیستی او د ټولنې د کنټرول او مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دې مجلې ته ویلي، طالبان په بنسټیزه توګه هماغه پخواني کسان دي، خو اوس مهال د واک ساتلو او پیغام رسولو په برخو کې هوښیار شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دې هېواد څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، که څه هم د طالبانو حکومت امنیت تامین کړی، خو دغه وضعیت د خلکو پر فردي ازادیو د سختو بندیزونو او پراخې څارنې په بیه تمام شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو او عامه ځایونو کې د مېلمنو د هویت او تګ‌راتګ ثبتول جبري کړي او د هېواد په کچه د پلټنې بې‌شمېره پوستې یې جوړې کړې دي.

هم‌مهاله د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي او خبریالان، پوهنتونوال او مدني فعالان له نیونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ دي.

له دې سربېره، د کوکنارو کښت ۹۶ سلنه کم شوی او روږدي کسان په زوره تداوۍ ته بېول شوي، خو له بلې خوا ښځې تر شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې دي او په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور او اړیکو سخت «غیر انساني» بندیزونه لګول شوي دي.

ډیپلوماټ مجله لیکي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له یوه ویجاړونکي اقتصادي وضعیت او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د نړیوالو مرستندویه ادارو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو په وتلو سره زرګونه کاري فرصتونه له منځه تللي او ښځې له کاري ډګره اېستل شوې دي. دغه اقتصادي بحران په داسې حال کې مخ پر خرابېدو دی چې کډوال هم له بهرنیو هېوادونو په جبري توګه شړل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري شړلو او دغه راز له اروپایي هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو بېرته ستنولو پر محدودو سرچینو او ښاري زېربناوو بې‌ساری دروند فشار راوړی دی.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله، د افغانستان نفوس اوس مهال نږدې ۴۵ میلیونو ته رسېدلی او یوازې په وروستیو پنځو کلونو کې ۵ میلیونه کسان ورزیات شوي دي.

دا مجله زیاتوي، دغه وضعیت، د لوېدیځوالو له ناکامۍ او له هېواده له وتلو وروسته، داسې مهال رامنځته شوی چې سیمه‌ییز هېوادونه لکه چین او روسیه له نوي واقعیت سره جوړجاړي ته رسېدلي او له طالبانو سره تعامل کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، په تېره یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او سوداګرۍ بندیز له سخت زیانمن شوي دي. سوداګر وايي، د دغو لارو بندښت د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیمه‌ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.

خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي».

همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند ته لېږدول کېږي او لږه اندازه یې د ایران له لارې هم صادریږي. ځینې مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. په روسیه او هند کې افغان مېوې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو هلته یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی».

د الکوزي په وینا، د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر ټولو ډېر زیان بڼوالو او بزګرانو ته رسېدلی دی.

د افغانستان په بازارونو کې د بیو بدلون

د سوداګرو په وینا، هغه توکي چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان کورني صنعت هم یو څه پرمختګ کړی او تولیدات یې زیات شوي دي.

دوی وايي، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو کورنی تولید هم زیات شوی دی. د ځینو توکو، لکه غوړیو، بیې لوړې شوې، خو د اوړو بیې د قزاقستان او روسیې څخه د وارداتو له امله ټیټې دي.

خان جان الکوزي وویل، الکترونیکي توکي ګران شوي دي او د وارداتي توکو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. خو د هغه په وینا، افغانستان د پخوا په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ځان‌بسیاینې پر لور روان دی، پانګونه روانه ده او نوې فابریکې جوړېږي.

په پاکستان کې د لارو د بندښت اغېزې

د پېښور د سوداګرو د ګډې خونې پخوانی مشر، شاهد حسین، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو سیمو اوسېدونکي د سوداګریزو لارو د بندښت له امله سخت اغېزمن شوي، نوموړي زياته کړه چې په تېره یوه کال کې سلګونه زره کسان بې‌کاره شوي دي.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.

د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بې‌روزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بې‌کاره دي».

د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.

د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.

د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې

خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.

د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیله‌من نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوال‌پوښتنې پورې محدودې پاتې دي».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کې پانګونه زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.»

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و.

خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه په خورا بېوزلۍ کې اوسېدل. د راپور له مخې، په افریقا کې د صحارا دښتې سوېل ته ۲۹۵ میلیونه ښځې او نجونې له بېوزلۍ سره مخ دي او د نړیوال پرمختګ له بهیر څخه وروسته پاتې دي.

د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د بېوزلۍ تر ټولو لوی واټن د ۱۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د ځوانانو په ډله کې لیدل کېږي. په دې عمرونو کې د ښځو د بېوزلۍ کچه د نارینه‌وو په پرتله نږدې دوه سلنه ټکي لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې دغه ارقام ښايي د ښځو د بېوزلۍ بشپړ انځور وړاندې نه کړي، ځکه په محاسبو کې داسې انګېرل کېږي چې د کورنۍ سرچینې د ټولو غړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي؛ خو په حقیقت کې د کورنۍ دننه د واک نابرابري او هغه ټولنیز دودونه چې نارینه‌وو ته د سرچینو د کنټرول ډېر واک ورکوي، د ښځو وضعیت لا خرابولای شي.

د سازمان د اټکل له مخې، که اوسني بهیرونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خورا بېوزلۍ له منځه وړل ستونزمن وي. همداراز، که د بېوزلۍ لپاره د ورځې ۸،۳۰ ډالرو لوړ معیار په پام کې ونیول شي، د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر وګړي به په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې غوښتنه کړې چې حکومتونه او نړیوال بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې پانګونه زیاته کړي، څو ښځې او نجونې له بېوزلۍ څخه د وتلو او د اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره لازم ملاتړ ولري.

افغانستان هم د پراخې بېوزلۍ له جدي ستونزې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي، یعنې نږدې درې پر څلورمه برخه نفوس، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. د راپور له مخې، د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او د وچکالۍ په څېر اقلیمي ستونزې د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د جنسیتي وضعیت په ارزونه کې هم ویلي وو، چې د افغان ښځو یوازې ۲۴ سلنه په کاري ځواک کې برخه لري، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو ونډه ۸۹ سلنه وه. دغه ارزونه ښيي چې د ښځو له زده‌کړو، کار او اقتصادي فرصتونو محرومېدل د جنسیتي نابرابرۍ ترڅنګ د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو مخه هم نیسي.

الجزیره خبري شبکه: مسکو د طالبانو او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۱
100%

د الجزیرې ټلویزیوني شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي، خو شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د روسیې اغېز محدود ښکاري.

په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف د اکتوبر په ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم هممهاله کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لیدنه وکړه.

دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې طالبان او اسلام‌اباد په تېر یوه کال کې پر یو بل هوایي بریدونه، ‌مخامخ جګړې او ګواښونه کړي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، مسکو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په راولپېنډۍ کې د منیر او کولوکولتسېف ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او سیمه‌ییز وضعیت په اړه بحث شوی، خو مسکو په افغانستان کې پر ملکي وګړو د روانو پوځي نښتو له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان وو.

تر دې وړاندې قطر او ترکیې هم د تېر کال په اکتوبر کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند رامنځته کړی وو، خو په استانبول کې خبرې بې پایلې شوې او په اپرېل میاشت کې د چین په کوربه‌توب خبرو هم نښتې ونه‌درولې.

اسلام‌اباد ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورني امنیتي مسایل باید په خپله خاوره کې حل کړي.

شنونکي وایي، چې د مسکو اصلي پام د داعش خراسان څانګې پر ګواښ دی او ډېر احتمال نه‌شته چې روسیه د تحریک طالبان پاکستان پر سر پر طالبانو جدي فشار راوړي، ځکه دا کار د یوه بې‌طرفه منځګړي په توګه د هغوی ځای ځایګی زیانمنوي.

روسیې که څه هم له کابل سره پوځي او تخنیکي هوکړې لاسلیک کړې او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو الجزیره په خپل راپور کې د شنونکو له قوله وایي، چې پر طالبانو د مسکو عملي نفوذ تر هغه ډېر کم دی چې انګېرل کېږي.

له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري، په داسې حال کې چې طالبان د دغه سازمان غونډو ته نه‌دي وربلل شوي او اسلام‌اباد هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ردوي.

څارونکي باوري دي، که څه هم طالبانو تر اوسه په ښکاره د روسیې د منځګړیتوب رسمي غوښتنه نه‌ده کړې، خو د پاکستان د پوځي برلاسۍ د مهارولو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره به د مسکو هر ډول منځګړیتوب ته هرکلی ووايي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) روښانه کړه، چې د مسکو او کابل ترمنځ رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د کابلوف په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې، چې دا چاره په سیمه کې د مسکو د نفوذ د خوندي ساتلو او له طالبانو سره د تعامل د پراخېدو څرګندونه کوي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
100%

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر کابل واکمن افغان طالبان باید نور د دوی دښمنانو او په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته پناه ور نه‌کړي. نوموړې وایي، دغه وسله‌والې ډلې د پښتونخوا ځوانان او ماشومان وژني.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مه‌ورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نه‌شته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو».

طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي،‌ نور به ورته د‌ پاکستان ویزه هم نه‌ورکول کېږي.

د اطلاعاتو د دې سلاکار په وینا، خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت او د والي‌ واکمني د ترهګرۍ د مخنیوی او د امنیت ټینګښت لپاره اعلان شوی او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د یاد ایالت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

نوموړې وویل: «د خیبر پښتونخوا پولیسو ته چې د ترهګرۍ پر وړاندې کومې ستونزې وې، د هغې په برخه کې هم د والي واکمنۍ لومړۍ ورځ باندې اصلاحات راوستل» او په وینا یې، پر دغه ایالت د تحریک انصاف واکمني یوازې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مینه کې ډوب وه.

د پښتونخوا دې نوې چارواکې د دې ایالت د تحریک انصاف پخواني چارواکي «بزدله» بللي او څرګنده یې کړه: «لکه څنګه چې معلومات راځي د تحریک انصاف غړی مراد سعید په کابل کې ناست دی، هلته یې پناه اخیستې ده او د هغوی همدردي له پاکستان سره نه‌وه. روان جنګ د دښمنو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري».

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې په خبره، ډېر ژر به د پاکستان لومړی وزیر هم پېښور ته سفر وکړي او هلته به د دغه ایالت د مسایلو په اړه له نږدې څخه اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومت تېره اونۍ پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ، د تحریک انصاف ګوند واکمن اعلی وزیر سهیل اپریدی یې له دندې ګوښه او ونیوه.

هم‌مهاله د‌ پاکستان پارلمان هم په پښتونخوا ایالت کې د والي‌ واکمني د رایو په اکثریت تصویب کړې ده. بل‌خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند، د عوامي نېشنل ګوند او ګڼو نورو سیاسي ډلو پر پښتونخوا بېړنی وضعیت او د والي‌ واکمني غندلې ده.

دوی ویلي، چې دا اقدام د پاکستان د پوځ له لوري د خیبر پښتونخوا د طبیعي زېرمنو د استخراج لپاره یوه پلمه ده.