د سعودي عربستان ولیعهد د فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ورسید

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۴

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فارس خلیج د همکارۍ شورا په ۴۴ مه غونډه کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ قطر ته ورسېد.

کله چې نوموړی دوحې ته ورسېد، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني یې هرکلی وکړ.

د العربیه د راپور له مخې؛ تمه ده چې په دغه غونډه کې د فارس خلیج د همکارۍ د شورا د غړیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ملګرتیاو او د غزې د پېښو په هکله خبرې اترې وشي.

د قطر امیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "دا سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې نړۍ او سیمه د سترو ننګونو شاهده ده چې خلیجي هېوادونه یې په حل او کمولو کې رول لوبولی شي".

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو پر قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

دغو هېوادونو له قطر سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره شرطونه وضع کړل؛ خو له درې نیم کالو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې قطر د دوی د کوم شرط له پلي کېدو پرته شهزاده محمد بن سلمان د قطر امیر ته ښه راغلاست ووایه او د کورونا ویروس د خپرېدو سره - سره یې هغه په غیږ ونیو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ