د چين واکمن ګوند د نړيوالو چارو وزير لیو جیان چایو او د ایران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د غزې تړانګې او د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د چین د واکمن ګوند د نړیوالو چارو وزیر د دوو ورځو لپاره تهران ته تللی دی.
د افغانستان په اړه د دواړو لوریو تر منځ د خبرو جزییات لا نه دي خپاره شوي، خو تهران او بیجینګ تر دې مخکې هم څو ځله له طالبانو څخه د سیاسي اصلاحاتو او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه کړې چې د دغې ډلې له مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.
سره له دې چې چین او ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې لري.
په سپاه پاسدارانو پورې اړوند د فارس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) راپور ورکړ چې ليو جيان چایو په تهران کې له ترسره شويو مشورو څخه خوښي ښودلې.