د طالبانو کانونو وزارت: یوه چینايي شرکت په افغانستان کې د نفتو لس نوې څاګانې کیندلې دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۶

د ښاغلي افغان په خبره، د دغو څاګانو تولید د ورځې شاوخوا پنځه زره بوشکو ته رسېدلی او ټاکل شوې چې دغه نفت په افغانستان کې چاڼ شي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بلومبرګ ته ویلي چې، افغانستان اوس مهال خپل نږدې ټول تېل له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او ازبکستانه واردوي.

افغانستان هره ورځ شاوخوا ۵۰ زره بوشکو تېلو ته اړتیا لري.

د نفتو د نویو څاګانو کیندلو کار د طالبانو له خوا د لومړي نړیوال تړون له لاسلیک یو کال وروسته پیل شو.

په شمال کې د امو سیند حوزې څخه د تېلو او ګازو د استخراج لپاره د چینایي شرکت سره تړون به د دې ډلې عاید زیات کړي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي چې د نویو څاګانو کیندل به طالبانو ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید وکړي.

د تړون د شرایطو له مخې، چینایي کمپنۍ به په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالره د افغانستان په شمال کې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع په ساحه کې د نفتو او ګازو د پنځو بلوکونو د استخراج لپاره پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ