• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت وهونکي: د پاکستان حکومت له موږ سره تر خبرو وروسته په خپلو ژمنو نه دریږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۱ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وایي، له تېرو ۴۸ ورځو پرلت راهیسې یې په چمن، کوټه او اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره شپږ ځلې خبرې اترې کړې، خو د پاسپورټ د نه جبرې کیدو په اړه هغه ژمنې چې د پاکستاني چارواکو له لوري ورسره شوې نه عملي کیږي.

د چمن پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «د پاکستان حکومت موږ تېرباسي، هغه ژمنې چې دوی د مذاکراتو پر مهال کوي هغه نه عملي کوي. موږ شپږ ځلې مذاکراتو ته ورسره کیناستلو خو تر اوسه پورې مذاکراتو زموږ د غوښتنې سره سمه پایله نه ده لرلې.»

د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن پرلت نن ۴۸ ورځې پوره شوې او هره ورځ په دغه پرلت کې د سوېلي پښتونخوا زرګونه اوسېدونکي ګډون کوي.

بل خوا په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین تر نیول کیدو وروسته ځايي پولیسو د پرلت د ۴۵ غړو پر ضد د ترهګرۍ قضیې ثبتې کړې دي.

د پولیسو له لوري په اعلان شوي لیست کې د پښتون ژغورنې غړي،د چمن پرلت غړي او پر ټولنیزو رسنیو فعال کسان شامل دي.

پولیسو پر ۴۵ پرلت وهونکو تور پورې کړی چې د منظور پښتین د نیولو پر مهال د پرلت غړو پر پولیسو برید کړی.

خو پرلت وهونکي وايې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د خپلسرې پرېکړې پر ضد یې سوله ییز اعتراض پیل کړی او د پرلت پر مهال یې هیڅ داسې حرکت نه دی کړی چې د پاکستاني قانون خلاف وي.

د چمن پرلت غړي شاکر سنګري افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ورور مې فدا محمد قبایل چې د پښتون ژغورنې د چمن ضلعې مسول دی او زه چې هره ورځ د پرلت د ویناوو خپرولو مسولیت لرم، یوه شپه وړاندې پولیسو زموږ پر کور چاپه ووهله، خو موږ په کور کې نه وو. زما او د ورور په شمول د ۴۵ کسانو پر ضد قضیې ثبتې شوې دي، دا د بلوچستان د پولیسو او د پاکستان حکومت له لوري پر موږ ښکاره ظلم او غیرې انساني کړنه ده.»

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ جبري کیدلو سره پر دغه سوداګریزه لاره سوداګري او د زرګونو کسانو کاروبار په ټپه درېدلای او د چمن عامو خلکو د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون ۴۸ ورځې وړاندې پرلت وواهه، او په یوه خوله وایي د سپین بولدک - چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې