د ملګرو ملتونو سر منشي: د حماس بریدونه غندو، خو اسراییل باید فلسطینیانو ته سزا ور نه کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۸

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شنبې په ورځ په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د حماس لخوا پر اسراییل د ړندو توغندیو ویشتل او له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخیستل د جګړې د قوانینو خلاف کار دی.

خو انتوني ګوتېرش زیاتوي چې "د حماس ظلمونه هیڅکله د فلسطینیانو ډله ییز مجازات نشي توجیه کولی."


هغه ټینګار وکړ چې اسراییل باید له بشردوستانه قوانینو سره په انتخابي ډول معامله ونه کړي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دې سیمه کې د ملکي تلفاتو شمیر ۱۸ زرو تنو ته رسیدلی دی.

همداراز، د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې د غزې په جګړه کې لږ تر لږه ۷ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
ګوتیرش د شنبې په ورځ، د حماس "ترهګریز" بریدونه وغندل، خو، ویې ویل چې اسراییل په دې جګړه کې خپل قانوني او بشري مسولیتونه له پامه غورځوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دریځونو په کراتو د اسراییل نیوکې راپارولې دي.

داسې ښکاري چې د حماس د بریدونو ښکاره غندنه د دغو انتقادونو ځواب دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پرون د امنیت شورا له رای ورکولو مخکې پر خپلو غړو غږ وکړ چې په غزه کې د سملاسي بشري اوربند لپاره له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
خو امریکا د دغه پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړه او تصویب نه شو. د امریکا دغه اقدام د ترکیې په ګډون د ځینو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شو.

د ترکیې ولسمشر لوېدیځ په "بربریت" تورن کړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاحاتو غوښتنه یې وکړه.
امریکا وايي چې د پوځي عملیاتو بندول به حماس ته اجازه ورکړي چې "د راتلونکي جګړې تخم وکري."

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ